د کال ګټونکي به څوک وي ؟

  که څه هم په نړيواله کچه د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروسته په افغانستان کې دا انديښنې شته چې ګنې افغان دولت به دا وس ونه لري چې په خپل هېوادکې دې سرتاسري واک ټينګ کړي، له دې سره جوخت به په ډېرې سيمې چې د وسله والو طالبانو او يانورو جنګياليو د نفوذ ډکې دي، د دولت له واکه ووځي او کورنۍ جګړه به رامنځ ته شي .

  خو په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو په لرې پرتو سيمو کې خپلوتبليغاتي ډلو ته دنده سپارلې چې د خلکو ذهنيت دې ته راجوړ کړي، چې چېرې به هم د واک تشه رامنځ ته نشي.

  ملي باور د ننګرهار په ځينو سيمو کې هغه خپرې شوې پاڼې ترلاسه کړي، چې په کې وسله والو طالبانو راتلونکى کال د برخليک ټاکنې کال بللى او له خلکو يې غوښتې چې د خلکو په دې انديښنو ونه غولېږي، چې ګنې کورنۍ جګړه به رامنځ ته شي طالبانو په دې اعلاميه کې دعوه کړې، چې د افغانستان په ټولو سيمو کې خپل منظم تشکيلات لري او کله چې بهرني ځواکونه ووځي دوى به دواک تشه راډکوي او خپل نظام به راجوړوي.

   په اعلاميه کې له زده کوونکو او ښونکو غوښتل شوي، چې په ښونيز ډګر کې سياسي فعاليتونه د دولت په ګټه ونه کړي دا ډول له کليوالو قومي مشرانو او ملکانو غوښتنه شوې چې په خپلو دېرو حجرو کې د ټاکنو لپاره د نوماندانو غونډې جوړې نه کړي کنه د دوى له بريدونو سره به مخ شي اعلاميه کاږي، هغه پوځيان چې په افغان ملي پوځ کې دندې لري خپلې ټوپکې دې د بهرنيانو لور ته واړوي، د جوماتونو ملا امامانو ته ويل شوي، چې د امنيتي کسانو جنازې ونه کړي، کنه له نامعلوم برخليک سره به مخ شي .

  پوښتنه داده چې ولې طالبان او افغان دولت راتلونکى برخليک ټاکونکى کال ګڼي خبريال محمد اصف شينوارى وايي: ((طالبان  داسی انګیري چی ګواکې د دوی پر وړاندې خنډ یوازې بهرني ځواکونه دی که دا نه وی افغان ځواکونه ددوی دمقابلی توان نه لري، ځکه وایی چی راتلونکی کال برخلیک ټاکوونکی دی په دی مانا چی دوی به دتیر په څیر له یوې مخې افغانستان راتصفیه کړي.افغان دولت یی ځکه برخلیک ټاکوونکی کال بولی چی دا به ددوی له لوری د طالبانو پر خلاف خپلواکه یا په یوازې سر دفاع کول وي.))

  نوموړى د وسله والو طالبانو له دې سپارښتنې سره جوړ دى چې په ښونځيو کې دې دسياسي فعاليت مخنوى وشي.  شينوارى وايي وسله طالبان په دې برخه کې خپل منظم تشکيلات لري له ښونځيو څارنه کوي او دافغان دولت له لوري په جوړ شوي نصاب هم نيوکه لري .

 خو ريښتيا هم وسله وال طالبان به دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته ډيرې سيمې لاندې کړي او خپله واکمني به ټينګه کړي؟

  شنونکي دوسله والو طالبانو دا اټکل ناسم بولي، چې ګوندې دوى به د واک خاوندان شي او کورنۍ جګړې مخه به ونيول شي په افغانستان کې دعربي ژبي الجزيره تلويزيون مشر ولي الله شاهين ملي باور ته وويل طالبانو ته دواک بيا ځلې چانس په راتلونکې کال کې هغسې چې دوى يې انګيري يو ناسم اټکل   دى داسې چې امريکا او نړيوال نه غواړي، چې دوى دې واک ته ورسېږي، حتمي ده چې له بېلابېلو لارو به بهرنيان له خپلو وتلو وروسته دا سيمه بې ثباته ساتي .

خو د کورنۍ جګړې انديښنې طالبان بې ځايه بولي؟

 شاهين وايي طالبان کورنۍ جګړه نه کوي، دغه ډول جګړې ته ورټيل وهل کيږي او کورنۍ جګړه تپل کيږي اختياري نه ده .

  دولتي چارواکي په دې ګروهه دي، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به هم دوى خپل نړيوالې مرستې له لاسه ورنه کړي او شته پوځي ځواک يې د دې جوګه دى چې د خپل نظام له مخالفانو سره وجنګېږي

   په ټوله کې عام باور دادى، چې امريکا او ملګري يې په افغانستان کې د تل پاتې سولې پلوي نه دي او خواري کوي چې په يوه اوبل نوم د جګړې اور بل وساتې پايله به دا وي،  چې د دوى ګټې به خوندي وي او افغانان به اړ وي، چې له دوى سره هرڅه چې لوديځ يې غواړي ومني .

One thought on “باور ورځپاڼه :طالبانوته راتلونکى کال برخليک ټاکونکى ښکاري”
  1. دی کی هیس شک نسته ګوره ټول دنیاوال دادی دلی دی بیاهم داردوعسکرخارجیان په ډزومړه کی زموژفولس امنیتی ملی اردوملی داعسکرژوندی نسی نیولی بیاهم دمخالفینوسره یوزی سی هغه ورته هارونه ورغاړی کوی یاخودمخالفینوسره لاس لری یاجنی بیریژی که لاس لری چی خارجان لاړوداغه خلګ به سباده طالب په نامه وی یوخوبی دامریکایانوډالری نوشجان کړی وی بل بی سرپه امان وی تورپټکی لوګیره بیادچافلارنسی ایستی وای زه درجه یک طالب یم دویم که ده طالبانوسه بیریژی سباهم هیس نسوکوی تاسی ګوری هم دااوس کامدیش اوبرګیمټال کی داردوکنډکونه ده طالبانوله لوری محاصره دی بدخشان کی ولسوالی نیسی سوک ی کومک ته ورغلی هریودزان غم اخستی یوجمال دلګوروالی وه وژل سوچای پرسش وه کی زه هم وایم داسی قهرمان اوبل هم وای نن ی غم دکورنی دی بل سوک ی ولاکه فرغم وه ژاړی هرسوک کوشش کوی چی دمرګ نه زان بچ کړی

ځواب ورکول اوښتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *