شمال ته دجګړې دغځولو رازونه څه دي؟

په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو په پرلپسې توګه دخپلو بريدونو زور شمالي ولايتونو ته ډير کړى دى.

د بدخشان دکران ومنجان ولسوالۍ ته د وسله والو جنګياليو رسيدل له ډيروسره ډول ډول انديښنې راپورته کړي دغه ولسوالۍ چې د نورستان له پارون سره جوخته پرته ده د پنجشير درې ته هم لاره لري د ملي شورا يو شمير غړي د وسله والو طالبانو دغه مخ ته تګ له امريکايي ګټوسره نښتي بولي او وايي چې امريکايان افغان دولت ته ورپه زړه کوي چې که امنيتي تړون لاسليک نه شي وسله وال به ترډيرو خوندي ښارونو در ورسيږي.

کران ومنجان د شمالي ولايت بدخشان هغه سيمه ده چې دغرني ولايت نورستان سره په ګاونډ کې ده ، دغلته واکمن جنګيالي کولاى شي چې نورستان ، بدخشان، پنجشير او چاپيره نورې سيمې هم تر خپل واک لاندې راولي . د دې سيمې يوبله لاره د نورستان په خاوره د پاکستان شمالي ښار ګوټي چترال ته رسيدلې او جنګيالي په اسانۍ له دغو سيمو خپل اکمالات کولاى شي .

دکران ومنجان ولسوالۍ په اړه وروستۍ رپوټونه وايي چې دغه ولسوالي دوسله والو طالبانو لاس ته لويدلې . د کورنيو چارو وزارت منلې چې ځواکونه يې له سيمې په شا شوي خو دوى دغه شاتګ خپل تاک تيک بولي. وسله وال طالبان وايي ياده سيمه يې تر خپل واک لاندې راوستې او دولتي ځواکونه يې ترې شړلي دي .

ځينې دولتي سرچينې وايي په جنګياليو کې ډيره برخه بهرنيان او په ځانګړې ډول دمنځنۍ اسيا دهيوادونو اوسيدونکي دي خو وسله وال طالبان دا نه مني چې ګنې بهرنيان دې د دوى په ليکو کې فعال وي .

له سيمې يوې باوري سرچينې ملي باور ته ويلي چې د ختيځې سيمې ډير شمير جنګيالي د نورستان له کامديش ،برګمټال او نورو سيمو دغلته ورسيدلې او جنګيالي په دې زور کې دي چې د شمال سيمې تر خپل کنترول لاندې راولي. انګيرنې دادي چې که وسله وال طالبان په شمالي سيمو کې د خپل جبهيي جنګونو سنګرونه تاوده وساتي ويره شته چې د پنجشير او بدخشان په ولايتونو او نوروشمالي سيمو کې به دولت ته لوي سرخوږى جوړشي. خو دکابل نښه ويشتونکي شننه کوي چې ګنې دغلته وروستي بريدونه د امريکا د ګټو لپاره ډير شوي او امريکا افغان دولت ته ښيي که امنيتي تړون لاسليک نه شي، ښايي ډير خوندي ښارونه درته ناامنه شي.

په مشرانو جرګه کې د نورستان استازي حافظ قيوم ملي باور ته وويل (( له دې بريدونو ويره شته ځکه دغه سيمې ستراتيژيک ارزښت لري اودا هم ويلى شو چې له دې بريدونو بهرنۍ کړۍ په افغان دولت د فشار د الې په توګه استفاده کوي))

خو سيمه يز طالبان وايي د خپلې تګلارې له مخې جګړه پر مخ بيايي او دغلته له پخوا دپام وړ نفوذ لري .

په شمالي ولايتونو کې که د وسله والو طالبانو فعاليتونه تر نورو سيمو کم تر سترګو کيږي خو دغلته د مافيا هغه ډلې هم د زر او زور خاوندانې دي چې په دولت کې واکمن او د نشيي توکو په ګډون له ډيرو نورو ناقانونيو د خپل اقتصاد لپاره ګټه پورته کوي .

3 thoughts on “باور ورځپاڼه :طالبانو پنجشير ته لار پيدا کړه”
  1. زه چه شخصا په جریان کښی یم هغه داده

    چه څو ځله امرالله جان او پخوانی وزیر داخله حنیف چه طالبیان جنګیالی جوړ کړی
    زه د حال شاهد داسی هم خبر یم چه څلو طالب قوماندانانو ته تر شل زره یورو پوری خرڅه ه ددی موخی لپاره ورکړل شوی وه
    بیا داسی پیښه وشوه چه د بغلان دسمی زما یو دوست راته په ټلیفون وویل ډیر مهم کار می در سره ده یو ځل می اوګوره

    که څه هم ډیر می ځان ورڅخه یوه او بله خوا غلط کړ خو اخیر می له بغلانی سره وکتل هغه وویل ستا مشوری ته واړتیا لرم امرالله مونږ ته اسلحه او پیسی راکوی چه په شمال کښی طالیبانی ځواک جوړ کړو زه نه پوهیزم څه وکړم ؟ ما ورته وویل چه تر اوسه یی هم څه در کړی ؟ بغلان ځوان ویل هو لس زره ډالر یی ما او زما ملګرو ته خرڅه را کړیده دوی وایی له خاریجیانو مه ویریږی او زر نفر را تیار کړی

    ما ورته وویل ګرانه ښه به دا وی چه ولاړ شی او چیزی کچالو خرڅ کړی هسی به په پنج کښی ولا شی

    بله پیښه داسی وشوه چه د بدخشان او پنجشیر ځینی ښه خلکو او پخوانی حزبیانو له ما سره ولیدل او وزیاته یی کړه چه
    مونږ د سمی له بی دینی او د قواندانانو له شرابخوری او زور ظلم څخه سخت په تنګ راغلی یو نه یوازی مونږ بلکه
    د سیمی شریف خلک ټول سخت په تنګ شوی دی د لوچکو پولیسو له لاسه خپلی غریبی ته وزګار نه یو
    مونږ نور غواړو له طالیبانو یا حزب اسلامی یا القاعدی سره لاس ونیسو او عملی اقدام وکړو

    بله پیښه داسی وشوه چه عبدالله پوپل او د امنیت د شورا ریس انجینیر ابراهیم هغه محال چه د ربانی او قانوی
    او امرالله پټ اسناد چه د پښتو په سیمو کښی یی له طالیبانو سره تر پرده لاندی همکاری درلوده تر لاسه کړل
    چه د عبدالله کجیر هلمندی په وساطت دا کار شوی وه نو خوراااااااااااا پر غوصه ول او له ۲۰۱۱ څخه هڅی پیل کړی چه جګړه د پښتنو له سیمو تر خپل کنترول لاندی د ښاغلو پروتوکولیانو سیمو ته انتقال کړی

    چه په دی اړوند زیاتی لیدنی او مصارف تر سره شول چه ربانی لا هم پر دی سبب قربانی شو د ربانی د مرګ
    کمپاین هغه محال د کرزی د ملګرو لخوا لا کړندی شو چه د امرالله صالح هغه هڅی چه د ربانی په مشوره
    شوی وی چه یو فدای د کرزی لپاره میلمه کړی د جاجی اسد الله خالد تر غوږو او سترګو دا اطلاع ورسیده
    او همدارنګه د اذادی د کلیزی د لمانخلو په کار کښی د امرالله د لاس لرل چه دغو کارونو انجینر ابراهیم
    او انډیوالان لیونی کړی ول او له ډیرو مجلسونو څخه یی دقیق خبر وم چه د جګړی د سمت پر تغیر جوړی شوی وی

    بله پیښه داسی وشوه چه د امارات د مجاهدینو ځینو خاصو کسانو راته یادونه وکړه چه د بدخشان بغلان تخار او مزارشریف په هکله ډیرو قوماندانانو راسره رابطه کړی چه نه پوهیژو پری باور وشی او که نه خو زیاته یی
    کړه چه خبری د کمیسون تر بحث لاندی دی کیداشی ژر یوه فیصله وکړی

    هدارنګه

    کله چه لوی خرس دوستم خپل یار په کور کښی د ښځی له مخه ښه و ډباوه نو هغه فورا د مولوی ذاکر قیوم له څو قوماندانانو ته لاس وروغزاوه او د اسلحی او پیسو کمک یی ور سره وکړ هغوی هم پر دوستم پر له بسی څو بردیدونه وکړل چه واقعی شاید ورخ یی تمامه نه وه چه جهنم ته ولاړ شی دوستم سخت وویریده او ډیر په تلوار یی له د امارت له مجاهدینو سره اړیکه ونیوه او تر منځ یی خبری اتری روانی وی البته دومره خبر شوی چه
    دوستم په ډیرو فدای بریدونو کښی د همکاری ژمنه ورکړی وه او له همکاری یی مجاهدینو ه یوه اندازه خوښی
    ښودله دوستم سره له دی چه خبری یی وشوی او همکاری یی وکړه ولی د کابل پر عملیاتو چه هغه وخت د حمزه ګروپ زیات عملیات کول دوستم ویرولی وه او باور یی د امارت د کسانو پر دوستی زیات نه کاوه

    له بله اړخه د جرمنی زیات دپلوماتان هم پر دی کوشش کښی وه چه له طالیبانو سره وګوری او دا چه ورسره یی وکتل او تر دی ځایه ه د جرمنی دپلوماتان موافق وه چه امریکا اوسنی حله اشغال ده او د خپلو موخو لپاره یی ګډوډی جوړه کړی جرمنیانو قبوله کړی وه چه تر پرده لاندی نقدی کومک در کوو اسلحه نشو در کولای او همدار راز می ځینی اسناد هم ولیدل چه جرمنیانو واقعی شاید د امریکی سره په پټه کرکه دا کار کړی وی

    همدا رانګه بله پیښه داسی وشوه چه د ابروښمو لویه لاره چه همداسی چین ته به غزیژی د پاکستان او ایران لپاره چندان د خوښی وړ نه وه هغوی هم زیات کوشش دا وه چه دغه سیمی بد امنه کړی او د افغانستان د تجارتی لاری
    ډب کړی خو تر کومه ځایه چه ما ۹۵ په سلو کښی د امارت مجاهیدن لیدلی له پاکستانه یی زړه له وینو ډک ده او ښه پوهیژم که له دی واری موقع په لاس ورغله نو اول کار به د پاکستان وکړی طالبان هم اوس هغه د پخوا
    ساده ګان ندی او ډیر ښه پوهیژی خو خپل کار تر یوه حده پری چلوی

    اوس
    یی نو تاسی دا منځ ډک کړی چه ایا واقعا امریکا دومره اغیزمنه ده ؟

    زما شخصی نظر د داده چه د لنډه غرو له جهالته او شرابی کړنو د منطقی خلق تنګ راغلل
    او یوه اندازه داسی وشول چه امرلله او حنیف او ملګرو یی برج جوړاوه خو ورڅخه کدانه شو
    او یوه اندازه د جرمنیانو پټه سستی او قصدا حالات خرابول او له امارت سره یوه اندازه ځان وفادار
    ثابتول او شاید له امریکایانو سره د ځینی موضوعاتو مخالفت ددی لال شو چه شمال ته جنګ ورسیژی

    د شمال وکیلان خو به اوس خود وایی چه امریکا …………..دا ځکه
    ددوی ایمان او باور هم همیشه معامله او پرو تو کول دی او دا فکر کوی
    چی ګواکی بیا به هم پروتوکول شوی وی

    هههههههههههههه

    ستاسو نظر څه دی ؟

  2. دا خبره چې (…..او امريکا افغان دولت ته ښيي که امنيتي تړون لاسليک نه شي، ښايي ډير خوندي ښارونه درته ناامنه شي ……) دا مانا لري چې افغان دولت امنیتي تړون نه منې او یوازې امریکایان یې غواړي.
    دا خبره سمه نده. افغان دولت یانې څوک؟ د فهیم او کرزي مافیا!!! دوی دواړه او یو څو دلالان یې افغان دولت دی. دوی په ملت کې منفور او منزوي دي. دوی په سلونو ځلو ډیر امنیتي تړون ته خوښ دي.
    د کرزي امریکا ضد خبرې چې تعقیب کړئ یوه ډرامه ده چې د امریکا له خوا ورته دکته کیږي. هر ځل چې دې امریکایي ضد اکټ وکړي، نو ورپسې د اشغال د دوام لپاره د امریکا یوه پخه ستنه ټینګه او یو مهم سند له امریکایانو سهر لاسلیک کړي. پدې ورځو کې چې د امنیتي تړون لاسلیک رانژدې شوی نو کرزی بیا هم د مخالفت اکټ کوي.
    دی یوازنی شخص دی چې د امریکا درې ستراتیژیک (ظالمانه) هدفونه عملی کولی شي: د اشغال دوام، د اقلیتونو د نظامي برترۍ ساتل او د (ښار میشتو باسواده) پښتنو په مفته کې غلي ساتل.
    له امریکا سره امنیتي تړون ګټه لري که تاوان؟ دا بیل بحث دی، خو کرزی امریکا ضد ندی، نه امریکا ضد کیدای شي، او نه دغسې کار غواړي.

  3. یاره دا خو ډېر زبردست کار شوی دی، پریږده دې د شمالي حرامیانو ته هم پته ولږې چې د سېره څو پخېږې

ځواب ورکول د تیارو مسافر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *