سلطانزوی له واک مخکې داسې کوي

د ولسمشرۍ ډ یری نوماندان هڅه کوي چې د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال له کړکیچنو مسلو ځان وساتي او نه غواړي چې په یوه وړه خبره یې رایې لږې شي.

داود سلطانزوۍ په همدې خوارۍ کې ځان تر نورو ځانګړی راوویست داسې چې له خبریال عبدالمالک عاصم سره دمرکې پروخت دخپلو ځینو مسلو دنه بربنډولو لپاره دنوموړي خبریال   په سپکاوي سر شو ،هغه لکه دشاهي رژیمونو د پیر په څیر خبریال ګواښوي او په خورا تنده ژبه یې دخپل اغیزلاندې راوستلو امرونه کوي دغه مهال سلطانزوی داسې ښکاري چې دوسله وال پوځ سرلښکر او دارګ واکمن دی .

   د کابل نیوز دخبري چینل د(( درسند))  په نوم خپرونې لپاره دخبریال عاصم او د ولسمشرۍ دنوماند داود سلطانزوی ځانګړې مرکه د داوړو خواوو په خوښه وه ،په هغه ثبت شوې ویډیو کې چې دسلطانزوی له وسله والو په کونج کې پټه شوې ښکاري چې د مرکې پرمهال جنجال هله راپورته کیږي چې خبریال ترې له کابله بهر ته دیوې الوتکې چې ښاغلی نوماند یې پایلوټ و د تښتونې پوښتنه کیږي.

     نوموړی له غوسې سور ښکاري او له دغه څه انکار کوي ،وروسته دهغه دکورنۍ د اوسیدو ځای ترې پوښتل کیږي خبریال دلیل وایی چې دولسمشر کورنۍ بهر اوسیدای شي ؟سلطانزوی په ویدیو کې مالومیږي چې حوصله پای ته رسیدلې او امر کوي چې خبریال او تصویر اخستونکی دې له خپله ځایه ونه ښوځيږي، خیریال وايي چې غواړم په خپله درته کسټونه پاک کړم خو غږ ته یې غوږ نه نیول کیږي له څوساعتونو لفظي بریدونو او ګواښونو وروسته خبریالانو ته د تلو اجازه ورکوي خو ډاډه دی چې ویلې خبرې یې د ده په کور کې پاتې شوې دغه مهال عاصم درسنیو دقوانینو یادونه کوي خو نوماند وایی داد ده کور دی دلته قانون…

    خو ښاغلی سلطانزوی په دې نه پوهیده چې هوښیار تصویر اخستونکی به ترې د کمرې یوه ډکه شوې پیته خوندي ساتي کابل نیوز وایی د دوئ دخبریالانو سره په بشپړه توګه ناقانوني او ځور کارول شوی ددغه خبري چینل دخپرونو مشر نذیر احمدسهار ملي باور سره په خبرو کې وویل مرکه هم د دواړو خواوو په موافقه شوې او داسې څه پکې نه وچې سلطانزوی دې پرې جنجال جوړ کړي ښاغلی سهار په دې مسله کې دقانون دپلې کیدو غوښتونکی دی .

   له بلې خوا دنۍ په نوم درسنیو دملاتړ ادارې هم د داود سلطانزوی دغه کړنه غندلې او دایی د خبریالانو په وړاندې د زور زیاتي دپیښو بیلګه یاده کړې .

خو سلطانزوی په  کې څه وايي ؟

     د ملي باور خیریال له هغه سره په لومړۍ اړیکه بریالی شو خو چې له موضوع یادونه وشوه سلطانزوی وویل چې یونیم ساعت وروسته به پرې بحث وکړي ،خو یونیم ساعت په ساعتونو واوښت او ونه توانیدو چې د نوموړي نظر راواخلو.

    په ټوله کې له سیاسي څیرو دا اندیښنې شته چې له خبریالانو سره سم چلند نه کوي غوسه ، دمایکرافونونو غورځول، او ان وسله وال ګواښ دکار پرمهال بلیګې ګڼلای شو خو دپردې ترشا په دولت کې شته مافیایی چریکان ان خبریالان دمرګونو پیښو سره مخ کوي.

5 thoughts on “باور ورځپاڼه: نوماندان له غوسې تر…”
  1. سلامونه
    پكه دا د لا پسي بله سپكه

    ايا د خدمت كولو زاي تنها رياست جمهوري ده؟؟؟؟؟ او كا دا بيچاره اوبيكسه افغانستان ته له بلي لاري هم كيداشي خدمت وشي د تأسف زاي دي واي زموژ افغانانو پر حال
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  2. ما همدغه تصویر د کابل نیوزڅخه پشپړه توګه ولیده رښتیار هم چی دادوود سلطان زوی سل په سلوکی ملامته او پړ ده دی باید د ټاکنوشکایتونوکمیسیون ته ور وپیژندلی شی ترڅو هغه یی عدلی و قضایی ارګانون ته ور معرفی کړی چی په راتلونکی کی دداسی پیښومخنیوی وشی
    مصطفی له کابل څخه

  3. بې غمه شئ، نه به د ټاکنو خپلواک کميسون ته معرفي او نه به يې په طلوع، لمر، طلوع نیوز، اراکوزيا او ارمان کې په دې اړه کوم څه واورئ. که څنګه؟

  4. په پارلمان کې خو دې ښاغلي په دې باندې افتخار کاوه، چې سلګونه افغانان یې لندن ته په طیاره کې تښتولي او هغوی ته یې، هلته د اوسېدو زمینه برابره کړېده ، اوس څنګه منکر شو …؟

ځواب ورکول Mustafa Totakhil ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *