يواځې ديوه خوب لپاره به څومره وژنې وشي ؟

له تيرې ډيرې مودې راهیسې دلوديځې نړۍ  چين او روسېې په ملاتړ داسې هڅې روانې دي چې دافغانستان، پاکستان ، چين او تاجکستان له جغرافيې ځينې څنډې د يوه بيل هېواد په توګه رامنځ ته شي . هغه هيواد چې ډير ورته د دويم اسرائیل  دجوړيدو نوم ورکوي داسې چې له دې سيمې به ياد هيوادونه دخپلو تل پاتو سياسي موخو لپاره کار واخلي، وبه يي پالي او ترې دچاپيرې سيمې ځينو هيوادونو ته به يو سرخوږى وي خو شنونکي وايي که څه هم د دغه څه لپاره هڅې له لسېزو په دې خوا روانې دي خو اسانه نه ده چې دمذهب په اډانه کې دې يوداسې هيواد رامنځ ته شي.

سرچينې وايي ، د لوديځې نړۍ يوشمير هيوادونه چين او روسيه له تيرو څلويښتو کلونو راپه دې خوا له اسماعلیه مذهبو سره په دې پار مرستې کوي او خواري يې داده چې د دغه مذهب له پيروانو يو خپلواک هيواد جوړ کړي . په دې لړکې ډيرپام سيمه کې لږکيو قومونو ته کيږي . که څه هم اسماعلیه مذهبه خلک خواره واره دي خو دپاکستان دشمالي ښارګوټي چترال، دافغانستان دختيځ ولايت نورستان ، دشمال بدخشان، دچين سياکينګ او دې سيموته ورڅيرمه د تاجکستان په بدخشان کې ترنوروسيمو ډير کار د دغه پلان دعملي کولو لپاره کيږي . له دغو سيمو نورو هيوادونو ته ځوانان اوپيغلې د زده کړو لپاره نورو هيوادونو ته ليږل کيږي او په بيلابيلو نومونو ورسره مرستې کوي .

ديني عالم مولوي خيرالرحمن چې په دې برخه کې مالومات لري دا پلان دلوديځ دهيوادونو له لورې د اسرائیل په څير یو جوړښت بولي او وايي چې اسرائیل هم دعربي نړۍ دننګولو لپاره دلوديځ همداسې يو پلان و چې اوس په سيمه کې داسلامي نړۍ لپاره تر ټولو ستر ګواښ ترې جوړ شوى او په منځني ختيځ کې دناکراريو د پيښولو ټول مسوليت اسرائیلو په غاړه دى او په هره وژنه کې لاس دى . مولوي خيرالرحمن په دې باور دى چې اوس  لوديځه نړۍ دمنځني ختيځ له تجربې  وروسته په منځنۍ آسیا کې د دې تجربې تکرار کوي

شنونکي وايي په نړۍ کې کم سارې ده چې د مذهب په اډانه کې دې يو هيواد جوړ شي او دغه هڅې تر ډيره ناکامې دي . دافغانستان دسيمه يزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور ليوال وايي  د اسماعیلیه مذهبو په اړوند داسې کوششونه شته چې نړيوال استثمار او استعمار په منطقه کې دخپلو موخو لپاره يو بيلوالى راولي . په قومي بنسټ به هيوادونه جوړشوي وي خو مذهبي هغه به ډير کم وي . زما په اند دا يو ناشونى کار دى . ښاغلى ليوال وويل هغه اسماعیلیه مذهبه چې افغانان دي له افغانستان سره مينه لري او کله به هم داسې کولو ته زړه ښه نه کړي

په مشرانو جرګه کې دنورستان ولايت د خلکو استازي حافظ قيوم ملي باور ته وويل : بهرنۍ کړۍ په دې برخه کې ډيرې هڅې کوي خو هغه څه چې د دې پلان په وړاندې خنډ دى هغه د افغانستان په جغرافيه کې ديوه کلک دريځ شتون دى له يوې خوا په نورستان او بدخشان کې عام وګړي د دې طرحې کلک مخالفت کوي او په دې دلايلو چې له يوې خوا دوی کلک مسلمانان دي او له بل پلوه هيوادنۍ مينه ده چې دمرګ تر بريده ورباندې خلک ټينګ دي .

سرچينې وايي په نورستان اوبدخشان کې داهل حديثو مذهب کسانو د اسماعیلیه مذهبو له نومه په ګټه اخستو ديوه بيل هيواد درامنځ ته کيدو ډيرې شونتياوې سوځولي

خو په دولت کې دننه يوشمير چارواکي شته چې د دغه پلان لپاره لاس او پښې وهي او اوس په دې خوارۍ دي چې يادې سيمې نا امنه وساتي . په ولسي جرګه کې د بخشان  استازى امان الله پيمان په افغان امنيتي ځواکونو تورلګوي چې هلته جنګياليو ته وسلې ورکوي او په لوي لاس امنيتي ستونزې پيښوي.

که څه هم د دغه نوي هيواد په اړوند دطراحانو پلانونه يو خوب ګڼل کيږي خود ډيرو نظر دادى چې افغان دولت او ولسي وګړي بايد په ټينګه دهغو هڅو مخه ونيسي چې له مخې یې د تجزيې په تړوا ګونګوسي اورېدل کیږي.

One thought on “باور ورځپاڼه :هغوى چې د يو بل اسرائیل جوړيده غواړي”
  1. شغنیان د نوری نړی په شان یو توکم دی او د نوری نړی په شان دوی هم حق لری چی ځانته مستقل هیواد ولری. که څه هم ټول بدخشان ( د تاجکستان د بدخشان په شمول) د افغانستان خاوره ده اودا خاوره روسانو د امیرعبدالرحمن خان په وخت کی بیله کړی ده دا به ډیره ښه وی چی د بدخشان په نوم یو مستقل هیواد رامنځته شی.

ځواب ورکول سسلطان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *