ریښتیا هم دا ډول پلټنې سپکاوی دی؟ دافغانی دود له مخې په سپیانو پلټنه خورا سخت سپکاوی ګڼل کیږی که څه هم په نوره نړۍ کې دا کار عادی دی او له سپیانو سره ناسته ولاړه کومه د شرم خبره نه ده . له تیرې ډیرې مودې راهیسې د بهرنیانو له لوری په سپیانو پلټنې او تلاشۍ غبرګونونه له ځانه سره درلوده خو دا وار غبرګون هله تند مخې ته راغی چې دولسمشر د لومړی مرستیال له راتګ وړاندې د ولسی جرګې تالار په سپیو ولټول شو له دې سره جوخت د ولسی جرګې غړی سخت غوسه شوی او وایی چې په دې کار سره د ملت د کور سپکاوی شوی دی. دولسی جرګې غړی رمضان بشر دوست وویل دولسی جرګی سپکاوی د ټول ملت د سپکاوی په مانا دی دهغه له خولې ده چې که دولسمشر مرستیال ته دامنیت لپاره دومره تدابیر نیول کیږی نو د ملت استازی خو هم د ارزښت وړ دی هغه له ولسې جرګې وغوښتل چې په دې برخه کې دې جدی غبرګون وښیی د ولسی جرګې ډیرو وکیلانو د امنیتی کسانو له لوری د سپیو پلټنې په سختو ټکو وغندلې او ډیرو چې دغه کار یې دملت د کور سپکاوی باله غوښتنه یې کوله چې په دې برخه کې سپیناوی وشی . دچارو څارونکی هم ولسی جرګې په وړاندې دا ډول کړنه سپکاوی بولی او وایی چې په سپیو د تلاشۍ پلمه هغه وخت په دې جرګه کې جوړیدای شی چې کله هم امنیتی ادارې دغلته د کوم ګواښ خبر ترلاسه کړی . شنونکی او دچارو کارپوه جمال الدین بدر ملی باور ته وویل دلته پوښتنه پیدا کیږی چې حکومت ګنې په ولسی استازو باور نه لری او ځکه نو د داسې کولو جرات کوی بدر دامنتی کسانو له لوری د ملت د کور سپکاوی د څیړنو وړ بولی او وایی چې په دې برخه کې دې جدی اقدامات وشی چې دکوم دلیل له مخې امنیتی کسان دولسی جرګې تالار په سپیو پلټی . لیکوال او خبریال محمد انور وایی خواشینونکې ده چې دولسمشر د مرستیال د درناوی لپاره د ملت داستازو سپکاوی کیږی دهغه له خولې ده چې د ولسی جرګې دغړو دموټرونو ، او میزونو پلټنې ډیر شکونه له خلکو سره پیدا کړی چې ولې امینتی کسان به داسې کولو مجبور شو هغه دولسی جرګی وکیلان وننګول چې که ځانونه دملت استازی بولی نو ددې خبرې پوښتنه دې وشی . حکومتی چارواکو دولسی جرګې د دې غبرګون په تړاو لا څه نه دی ویلی چې ولې یې د دوئ په خبره دملت دکور سپکاوی کړی دی . دا لومړی ځل نه دی چې دسپیو په واسطه دې دپلټنو غوسې څرګندیږی په ډیرو لویو دولتی غونډو کې قومی مشران او مخور هم ډیر ځله په یاده مسله قهر وړی شویدی چې په وینا دوسایلو پلټنې دسپو په واسطه سپکاوی دی . که څه هم په نوره نړۍ کې له سپو سره دخلکو چلند خورا مینه ناک دی او حیرانونکې نه ده چې دسپیو په وسیله دې یو څوک ولټول شی ، هلته له سپیانو سره ګډه ناسته ولاړه کیږی او دترحم وړ ګڼل کیږی خو په افغانی ټولنه کې دسپیو په لوښی کې دخوراک خطاب سخته دشرم اودښمنۍ خبره ګڼله کیږی همدا ډول په بدو ویلو کې ناوړه خلک له سپیو سره پرتله کیږی نو له همدې امله دسپیو په وسیله پلټنې هم د ډیرو افغانانو لپاره دسپکاوی خبره ګڼل کیږی .

6 thoughts on “باور ورځپاڼه : ولسي جرګه سپیانو په غوسه کړه”
  1. هاهاهاها دخندا خبره ده تاسو څنګه وکیلان یاست چی په سپو باندي تلاشي کیږي دیوه پاړسیبان دراتګ لپاره لسګونه درانه پښتانه په سپو تلاشی کیږي ملا مو ماته سه تار یخ مو خراب کړي ولاړسی خپل کوروته

    1. روښان صاحب، دلته د فارسیوان او پښتون مسله ولي مطرح کوئ. که د پښتون په خاطر څوک تلاشي شي بیا سم کار دی خو که د غیرپښتون په خاطر تلاشي وشي بد کار دی؟
      دې ته راسیزم یا قوم پالنه ویلی شو. بل ته په سپکه کتل په هیڅ دین، مذهب او ایزم کې روا نه دی، البته د خپل روا حق غوښتل جلا خبره ده. هیله ده چې خوا مو بده نه شي او دې ته متوجه واوسو چې یوه یوه هسي هوايي خبره ممکن یو بل قوم د ټول پښتون په وړاندې بدګومانه کړي. که ستاسو دا تبصره یو غیر پښتون ولولي نو فکر به کوي چې ټول پښتانه دوی ته په سپکه سترګه ګوري. دغسي نه ده؟
      تاند

  2. هلکو تاسو لږ ساړه وخورئ. سپی خو څه خر نه دی چې دومره به کم عقل وي چې هر چاته لغته وراچوي. یره زه وایم غله وکیلان خو به یې ښه ډار کړي وي چې سپي ورته ونه غپېږي چې هلکو دا غل دی مه یې پرېږدئ. دا ځل دې داسې سم اوریجنل سپي راولي چې غله پرې معلوم شي.

  3. بلی دالمړنی ځل دی چه په نړی کی دملت کور دسپیانو دبوی اوتالاشۍ په اساس لټول کیږی، داولی؟
    داځکه چه په دغه تالار کی ټول هغه خلک راټول شویدی چه دافغانستان دملت ریښتنی استاذی نه دی.
    وګوری اوتاسی به اوریدلی هم وی،په دغه جرګه کی هغه خلک ناست دی چه هغه دشرابوتجاران، دوړو غیرقانونی تجاران یا ۳۶۵ میلون ډالری تجاران،بهر ته تللی دافغانستان دتجزیی خلک، دوکیلانو ځامنو دخلکو په لور ګانو تجاوز، دافغان اواسلام دکلیمی ضد خلک، دملی سرود دویلو په وخت داودریدلو ضد خلک، دپوهنتون دکلیمی ضد خلک، دوزیرانو په رایه ډالری اخیستل، جنګی مجرمین، فسادیان، غله اورهزن، قاتلین،متعصبه، دمخدره موادو قاچاقچیان، دخپل معاش،دوګانه پاسپورت، کور اوقدرت غوښتونکی خلک اوټول کال ولسی جرګی ته نه حاضریدونکی خلک چه په دغه لویه جرګه کی شامل دی.
    نوزما په فکر ددوی دتالاشۍ لپاره دسپو وروستل یو نیک اقدام دی، مونږ دښاغلی مارشال صیب داقدم نیک ګڼو، اوهم خواست کوو چه کله کوم دولتی چارواکی غواړی دغه طویله خانی ته ورشی، باید هرو مرو ددغه غلو دتالاشۍ لپاره سپیان دځان سره بوځی، اومخکی له دی چه ښاغلی چارواکی دغه تالار ته ننوځی باید دری ځل دغه ډاکوان اولیوان تالاشی کړی.

  4. وایی دا سپیان له تالاشی وروسته څو ساعته تر شاک لاندی وو، کله چی په حال راغلل، یوه سپی داسی وویل: لومړی ما فکر
    کاوه چی زه د خطرناکو مجرمینو کوم زندان کی یم ځکه هرڅوک به می چی لیدو یابه قاتل و یا به غل، بیا می وکتل چی نه دلته دوی ښاغلی دی او یوه پوښتنه می چی ولی افغانستان نه جوړیږی په هماغه شیبه حل شوه. یوه بل سپی څرګنده کړه: ما ډیر ځایونه تالاشی کړی، خو په خپل ژوند کې په یو ځای داسی لوی شمیر غله او ادمکشان نه و لیدلی، دا شکر چی تری ژوندی ووتو ځکه هغوی چی انسانان خوړلی زموږ څه پروا لری.هه هه هه

  5. زه څه ولیکم؟ رښتیا دا چه !دملت مهمان خانه دسپیو پهواسیله ښه کار نده خو که رښتیا دملت مهما ن خا نه وی او دوطن اصلی با چیان پکی را ټولیږی موږ پا کو با احساسه دملت استازو ته احترام لرو هغه استازو ته چه په خپل ووټ او رایه راغلی وی ددغسی استاز یو تلا شی غندو واقعا توهین ده او پا ته شول هغه په زور او غیر مشروع قوت دملت مهما ن خا نی ته راغلی ګیداړان با ید رشپیو پواسطه وخوړل شی چه نه شتا غم او درد ورسره وی او نه دبل مظلوم دخپل څا ن او سوڅ کی ډوب وی دغسی بی احساسه نما ینده څه کول شی ټولو ته تو هین او سپکوی باید ونشی.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *