د کومو موخو لپاره داسې کېږي؟
په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې سیمه ییز چارواکي له یوځایه بل ته لیږل شوي او ورته نوې دندې ورسپارل شوي دي. په دې بدلونونو کې مامورین د ولسوالانو په کچه هم تبدیل شوي دي .
دغه ادلون بدلون له خلکو سره دا شکونه راولاړ کړي چې ولې؟ د ټاکنو په دې حساس پړاو کې حکومت خپل مامورین خوځوي او ورته نوې دندې سپاري ، د سیمه یزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د قانون له مخې داسې کوم ممانعت نه شته چې ګنې له لومړي بست ټیټ مامورین دې تبدیل نه شي .
د ختیځ ولایت کونړ یوشمیر اوسیدونکي وايي په دې وروستیو کې دغلته نږدې ټول ولسوالان له خپلو ولسوالیو نورو ته لیږل شوي دي چې په دې برخه کې دا ګمانونه پیداشوې چې ښايي حکومت به له دغو تبدلیو دټاکنو پروخت په خپله ګټه کاراخلي .
د کونړ یو تبدیل شوي ولسوال ملي باور ته وویل چې د ډېرو خلکو سره دا اندیښنې پیدا شوي چې ولې یې دوی له خپلو ولسوالیو لیرې کړي دی. ولسوال وايي دوی هم په دې برخه کې دشک لاندې دي چې ولې په دې حساس وخت کې ورسره داسې وشول .
د کونړ اوسیدونکی عبدالغني وايي په محلي ارګانونو کې داسې لوړ پوړي چارواکي شته چې غواړي په کونړ کې د ولایتي شوراګانو لپاره ولاړو نوماندانو ته له دې لارې کار وکړي ، څو په دولتي امکاناتو یې دبریالیتوب لارې چارې ولټول شي عبدالغني تور لګوي چې د محلي ارګانونو چارواکي دخپلو ځانګړو فرمایشونو لپاره ډېره ځله هم داسې کوي.
په ملي شورا کې د کونړ د خلکو یو استازی رفیع الله حیدري هم دغه ګام ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې په دې حالاتو کې چې دټاکنو لپاره لږه موده پاتې ده اړینه نه ده چې سیمه یز چارواکي دې له خپلو دندو یا لیرې کړل شي او یاهم پکې ادلون بدلون راشي.
حیدري وايي حکومت باید په دې برخه کې له ډیر دقت نه کار واخلي او د ځینو ځانګړو کړیو دخوشالولو لپاره دې ټول نظام ته بدنامي نه ور اړوي خو داچې کومې کړۍ او دچا لپاره دغه کړنې ترسره کوي؟ ښاغلي حیدري یې له نوم اخستلو ډډه وکړه .
د افغانستان دسیمه یزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند تواب الدین غورځنګ د خلکو د اندیښنو ،نیوکو اوتورونو په ځواب کې ملي باور ته وویل دوی داسې څه نه ویني، چې دغه ګواکې دا خپلواکه اداره دې دچا دموخو لپاره کار وکړي دلته هرڅه دوړتیا پربنسټ دي او هغه کار چې ناقانوني اجادوي په هیڅ وخت کې ورته زمینه نه برابریږي .
خو ولې خلک په دې اداره شکونه کوي او د ادلون بدلون لپاره کوم قانون شته چې دټاکنو پرمهال دې څنګه وشي؟
غورځنګ وايي د خلکو دشکونو په اړه څه نه شي ویلی خو بې له لومړي بستونو چې سیاسي بلل کیږي نور ټیټ پوستونه کوم داسې قانون نه لري چې په دې وختونو کې دې څوک بدل شی یانه ، موږ خپلې ارزیابۍ لرو دولسوالانو لپاره ارزیابي د ګومارنې او بدلون لامل کیږي بله داچې ولسوالان په ټاکنو پورې کوم تړاو نه لري ښايي دا د ښې حکومتدارۍ په نیت شوي وي .
دا مهال که حکومت هرګام پورته کوي خلک ورته تر نور وخت خورا ځیردي او ښايي په ډیرو موضوعاتو کې دخلکو شکونه په یقین هم واوړي ولسمشر حامدکرزي په وار وار ویلي چې دولت به یې دهیڅ نوماند په ګټه کار ونه کړي او ټولو ته به یو ډول اسانتیاوې برابرې کړي ، خو په ځینو ولایتونوکې د زور واکو فعالیتونه هم د ډېرو ناقانونیو لامل کرځي ، چې مرکزي دولت یې تر ډېره په کیسه کې نه دی.
دګمرکونو ریسان داشرف غنی په طرفداری دګمرک داحستل شوی پیسوڅخه 600000لکه افغانی دخلګو د ډوډی لباره ورکوی تالار والاته ورکړی دی