دپوهنتون جنګيالي

ايران له افغان مذهبي کړکيچونو څه غواړي؟

دکابل پوليسو د روانې اونۍ په سر کې د پوهنتون هغه شمير محصلين نيولي چې په خپلو کې يې په چړو وهل کړي ، پوليس وايي دا څوم ځل دى چې د کابل په پوهنتونونو کې دا ډول پيښې کيږي . يوې سرچينې ملي باور ته وويل دکابل په پل تخنيک پوهنتون کې د شيعه او سني محصلينو ترمنځ له ډيره وخته مذهبي ترينګلتيا شته او ځينې ايران پلوه کړۍ هڅه کوي چې دشيعه او سني په نوم افغان زده کړيالان وويشي ، له يوې خوا ترې زده کړې پاتې کړي او بل لور مذهبي شخړې په لويه کچه راوپاروي.

دکابل د پل تخنيک لس تنه محصلين هله دښار د پنځمې امنيتي حوزې له خوا ونيول شو چې يوه هزاره افغان په خپلو ټولګي والو پسې چاړه وويسته او دوه تنه يې ټپيان کړه .

دکابل پوهنتون يو استاد د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې دپيښې اصلي عاميلين تښتيدلي او هغوى چې د خلاصون په نيت شخړې ته ورغلي و، پوليسو نيولي دي .

نوموړى وايي يوتن دملي شورا د يوه غړي په سپارښتنه خوشې شوى او نهه نور بنديان دي .

دکابل امنيه قومندان جنرال عبدالظاهر ظاهر مني چې پوليسو يې نهه محصلين په خپلو کې دشخړې په جرم نيولي چې له دې وروسته به يې څارنوالۍ ته ورپيژني چې، ښايي څلور مياشتي بند ورته واورول شي.

 دپيښې يو عيني شاهد او ددغه پوهنتون محصل ملي باور ته وويل ، له پخوانه په دې پوهنتون کې دشيعه اوسني په نوم دمحصيلينو ډلې شته چې له يوبل سره ډيره ځله لفظي شخړې کيږي او ان کله ناکله يوبل وهي ډبوي هم، د دغه محصل په خبره حتمي ده چې ځينې ايرانۍ اونورې بهرنۍ کړۍ افغان محصيلين هڅوي چې په پوهنتونونوکې هم نورو هيوادونو په څير جګړې تودې وساتي ، دغه محصل وايي ، ويني چې ځينې محصلين ايراني کلتور ته هم کارکوي او دهغه هيواد کتابونه په پوهنتونونوکې ويشي .

خو د ايران په ګډون دبهرنيو هيوادونو موخې له دغو پارونو څه دي ؟

دچارو شنونکى اميرمحمد الفت وايي ، دا کومه نوې خبره نه ده چې ايران او نور هيوادونه دې په پوهنتونونوکې دا ډول شرپيښونکو مسلوته هوا ورکوي . د الفت په خبره ايران غواړي په دې سره دمذهبي لږکيو له وجود نه دخپل سياسي استقرارلپاره ګټه پورته کړي دهمدې لپاره په افغانستان کې په ځينو ځانګړو کړيو پانګونه کوي ، پيسې ورکوي او غواړي چې همدا ډول مذهبي او قومي کړکيچونه غښتلي کړي .

افغان ولسمشر حامد کرزي هم په وار وار له زده کړيالانو غوښتي چې په علمي مرکزونو کې دې سياسي فعاليتونه نه کوي .

دا لومړى ځل نه دى چې د پوهنتون په انګړ کې دې دمحصلينو ترمنځ دخرپ اوترپ نښتې کيږي خو له نورو هغه سره دا دومره په توپيرده چې پخوا تردې له داسې جنجالونو وروسته به لاريونونه او احتجاجي فعاليتونه ليدل کيده خو داځل خبره ګونګه ساتل شوې .

8 thoughts on “باور ورځپاڼه : کابل پولیسو د پل تخنیک پوهنتون محصیلین نیولي”
  1. الله دی زمونږ د هیواد دښمنان تباه او هلاک کړی ، پاتی د شیعه او سنی مسله شوه دا خو دی سنیان کرزی ته دعا کوی چی شیعه ګان یی راته په سر وخیژول ، کرزی خو دی پلیت او مردار قوم هزاره ته دومره ترقی ورکړه چی اوس پری د کرزی توان هم نه رسی چی مخه یی و نیسی یو خوا ورته ایران پیسی را سر کړی دی او بلخوا ورته آغاخان پیسی را سر کړی دی ټول دولت پری خبر دی خو هیڅوک هم ورته غږ نه کوی او که دا لړۍ همداسی روانه وی نو ډیر ژربه په خیر سره پوهنتونونه هم سیاسی ، ژ بنی او مذهبی مرض باندی اخته شی او کله چی پوهنتونونه پدی مرض باندی اخته شو نو بیا له خیره سره د افغانستان د جوړیدو بالکل تمنا او ارزو مه کوی .
    په پښتنه مینه

  2. اوس چی له خیره عبدالله ریس جمهور، محقق یی مرستیال ، د لوړو ذده کړو وزیر او د پوهنی وزیر دی هم شیعه هزاره شی نو بیا به ورته له خیره ټینګ شی. حکمتیار او د هغه پلویان دی له عبدالله اومحقق سره ایتلاف کوی. ښه به جوړه شي

  3. دا خاص له هزاره وروڼو نه کار اخلی ځکه چی په یو مذهب دی او هزاره دافغانستان په قیسه کی ندی

  4. سلامونه په تاسي لوستونکو : د دیدار ورور تبصره تاسي ووایاست چي د محصلینو په منځ کي تر چړو وهلو زیاته ده هیڅوک هیچا ته داسي نه وائي په پای کي دخپلي تبصرې دا هم لیکي چي په پښتني مینه ، داسي مینه دي ورکه سه چي ته خپل قوم په دې ډول خلګو ته ورپیژني
    او بل دا چي د تاند اداره څنګه هر څه چي هر څوک لیکي دوي يې خپروي

  5. محمد اعظم صاحب سلامونه : زمه په نظر چی ته پښتون نه یی ځکه په تا دا خبره بده لګیدلی که نور څه مطلب لری ته یی وویاه ګرانه زما دا خبره څنګه له چړو وهلو څخه زیاته ده ؟

  6. سلامونه زه هم د دیدار ورور له خبرو سره هم نظری یم خدای دې کرزي ته ښه ورځ نه ورکوي دا ټول هم ده راته په سر وخېژول خو دی هم ګرم نه دی ځکه چې ویل کېږې چې کرزی د مور له طرفه شیعه دې نو طبعاُ خپلې ماماګنۍ ته خو به کار کوي کنه

  7. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    درنو لوستونکو او تبصره کوونکو! ستاسو ځينې حبرې ډېرې زغرده دي، خو بايد پوه شو، چې افغانستان يو کثيرالملت هېوا دی، چې د بېلابېلو قومونو تر څنک د بېلابېلو مذهبونو پېروان هم ژوند کوي، چې د افغانستان لوی اکثريت پښتانه دي او سوني مذهبه افغانان هم تر ۸۰ سلنه د ټولنې نفوس جوړوې، نو له پاتې ۲۰ سلنې له ۱۵ تر ۱۹ سلنه شيعه مذهبه انسانان دي، چې د اماميه، جعفريه، اسماعيليه، حلويانو او غاليانو جوړې شوې څانګې لري، چې تر څنګ يې په افغانستان کې هندوان، سېکان، يهودان، عيسويان او يو شمېر بې دينه هم موجود دي، چې له منځه وړل يې ناممکن دي او يا هم غير انساني فکر دی، ځکه موږ نه وايو ربالمسلميڼ مګر وايو ربالعالمين، نو دوی ټول د خدای مخلوق دی.
    په افغانستان کې ستونزه اقتصادي کاوړتيا او افراطي ذهنيت ده، ځکه يوه ډله په بله خپل نظريات ورتحميلوي، په چلول ډوډۍ ګټي او پايله يې په ځوانانو کې جګړې او په زړو کې منافقت دی، چې ګټه بيا ملا او چړي يا خرکار او سياسي ترې کوي! نو ښه به دا وي، چې عبادت په جومات او کور کې تر سره شي او اسلامي علوم هم په علمي مؤسسو کې ولوستل شي او د اسلامي او يا انساني روزنې لپاره بايد د ګډو ارزښتونو هدف کېښودل شي، چې هم سوني او هم شيعه وکولی شي خپل ژوند په کراره پر مخ يوسي! په پښتو متل دی، چې په زور پلونه نه جوړېږي! مګر زور ته پوله هم نه شته!
    د کرزي او له کرزي مخکې ټولې واکمنۍ په قومي، مذهبي او نژادي برخه کې د کرکې سياست پر مخ بېولی دی، چې تر ننه يې ټول په يو او بل سولوی او پايله يې دغه نننی ژوند په افغانستان کې دی. د هزاره ټبر هم دوې برخې دی، چې يوه يې سوني مذهبه ده او بله يې شيعه مذهبه ده! خو ستونزه دا ده، چې افغانان هر څه په کوڅو کې کوي! چې بيا د نورو ورته پآم شي، مګر عقيده او عبادت فردي دی، چې د پاک الله او بنده تر منځ د راز او نياز اړيکه ده! مګر په افغانستان کې هم د اسلامي علومو دوې فقې منل شوې دي، چې يوه يې حنفي ده او بله يې جعفري ده، چې دا پخپله د افغانستان وګړي په دوو څانګو وېشي! په يوه کې حلاله نکاح ده، په بله څانګه کې بيا نکاح الجهاد او نکاج النسا ده او د سيغه او متعې خبره هم پکې توده ده او چې مېرمن يې څلور شپې ورسره خلوت و نه کړي، نو مېړه يې په زور هم غ… ته اړ ايستلی شي، ځکه ښځه خو د نر د خواهشاتو لپاره هست شوې ده! نو اوس تاسو مسلمان وروڼه په انساني کرامت دغه خبرو او اندېښنو ته پام شی او خپل نظر بيان کړي!
    معه سلاموکم الاهلولمسلمين
    ملا ميوند آخوند!

ځواب ورکول Mohammad Haroon Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *