باور ورځپاڼه : د غازي اباد پېښې د تکرار مخنیوی څومره امکان لري؟
پرون په ټول هېواد کې د کونړغازي اباد کې ملي اردو د وژل شوو ۲۱ سرتېرو د جنازو مراسم په رسمي ډول تر سره شول، چې ورسره جوخت په ټول هېواد کې د ګڼو افغانانو خپګانونه او غبرګونونه هم ملګري وو. هغوی دا بریدونه په کلکه وغندل او د ملي اردو له ځواکونو سره یې خپله بې ساري مینه او ملاتړ وښود. د امنیتي چارو شننونکي هم په دې اند دي، چې افغان لوري ته د امنيتي مسوولیتونو د پروسې له اکثریت بشپړېدو سره چې د پوځي عملیاتو او امنيتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته ورکړل شوی، د خلکو مینه ورسره تر پخوا زیاته شوې او په دوی یې باور پیدا شوی دی.
تېره ورځ په ټولیزو خواله رسنیو، راډيوګانو، ټلویزیونونو او فسبوک پاڼه کې ګڼو افغانانو خپل غبرګونونه څرګند کړل او د وژل شوو ۲۱ سرتېرو قربانۍ ته د درناوي په خاطر یې هغوی د وطن او خاورې ساتنې سرتېري وبلل او د فسبوک ډېرو مینه والو خو د سرتېرو د جنازو او افغان ملي بیرغ بېلابېل تصویرونه پورته کړي وو.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عابد کاموال وايي، چې د افغان سرتېرو په وژل کېدو خواشینی دی، خو هغوی ثابته کړه، چې له وطن نه د دفاع په لارکې رښتیا هم له سره تېرېدلی شي، هغه په دې اړه باور ته وویل:”تېره ورځ مو ټول کلی په غم کې ډوب و، لکه ټول چې زموږ د کورنیو غړي وي، شخصا په ملي اردو ویاړم، دوی د وطن اصلي بچیان او دوطن په لار کې شهیدان شول.”
د کابل ښار ګڼ اوسېدونکي هم د دوی قربانۍ ستايي، خو وايي که امنيتي ځواکونو غفلت نه وی کړی او په وخت یې اقدام کړی وی، نو پاکستاني وسله وال او طالبان یې موندلی شوی. د دهمزنګ سیمې اوسېدونکی بلال نعیمي وویل:”هغوی دطالبانو په جامه د پاکستاني سرتېرو له خوا شهیدان شول، پنجابیانو د خپلو ملېشو انتقام واخیست بیا هم په ملي اردو ویاړم، خلک به په داسې حالاتو کې د دوی تر شا ولاړ وي.”
بل خوا په فسبوک کې هم په زرګونو افغانانو د ملي اردو په ستاینه او د طالبانو په غندنه کې پسټونه او لیکنې کړې او ډېرو خو د خپلو تصویرونو پرځای دملي اردو تصویرونه راوړي دي. دفسبوک یو کارونکی عزیر اتل لیکي : “په ملي اردو ویاړم، ددې سرتېرو په لیدو د خوښۍ او امن احساس کوم.”
پخوانی جهادي قوماندان او د امنيتي چارو کارپوه ډګروال صبورمایاروايي، د کونړ په پېښه کې بهرنيو ځواکونو د خپل مسوولیت له مخې د ملي اردو سره مرسته ونه کړه، دی وايي، دا یوه غیر مترقبه پېښه وی، خو ملي اردو د امنیت ساتلو وړتیا لري. ښاغلي مایار ملي باور ته وویل:” دا ډول قربانۍ په ولس کې د ملي اردو محبوبیت زیاتوي، کله یې چې له خارجي عسکرو مسوولیتونه اخیستي، تلفات یې زیات شوي ولی په ولس کې یې محبوبیت زیات شوی او د خارجیانو له وتو وروسته دوی ته د خپلو ساتونکو په توګه ګوري.”
د مایار په وینا امنیتي ځواکونه د ولس له ملاتړ روحیه اخلي او په تېر کې دې ډول قربانیانو عام ولس او امنیتي ځواکونه سره نږدې کړې دي، خو که چېرته امنیتي او استخباراتي ارګانونه غفلت ونه کړي،په راتلونکي کې د دا ډول بریدونو مخنیوی کوم سخت کار نه دی.
د دولتي چارواکو ترمنځ کومه همغږي؟د کنړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوسته ترسره شوی اته ساعته برید چې ۲۱ تنه عسکر په کې ووژل شول او ۶ نور لادرکه دي، په حقیقت سره چې ډېره ستره غمیزه پېښه ده.سره له دې چې امنیتي مسولین مو تل په خپلو کې د همغږې خبرې کوي په داسې حال کې چې د استخباراتو مسولینو له لورې څو ورځې وړاندې د یادې پېښې خبر ورکړل شوی و، دا چې د استخباراتي ادارې له لورې د کنړ والي، د ملي اردو قوماندان او په ټوله کې د دفاع وزارت ته خبر ورکړی وو بیا ولې دفاع وزارت داسې بابیزه ګڼله چې اوس د خواشینې او ډاډګیرنې پیغامونه ورکوي؟که دفاع وزارت د خپل اصلي مسولیت په درک کولو سره یاده پېښه بابیزه نه وي ګڼلي نو بیا ولې په اته ساعته نښته کې کنړ خو پریده چې له ننګرهاره هم ورسره پوځي مرسته کیداﺉ شوه نه ده شوې؟د دفاع وزیر او لوړ رتبه قوماندانان د یادې پېښې له مسولیته د ځان خلاصیدو په موخه رسنیو سره په خبرو کې د کنړ د والي او د استخباراتو مسولینو هغه خبرې ردوي چې ګواکې دوﺉ د ملي اردو پوځیانو ته د یادې پېښې د ترسره کیدو په اړه وړاندې له وړاندې خبر ورکړی وو.دا چې د دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت له لورې د کنړ د والي او د استخباراتو مسولینو خبرې ردیږي نو دوﺉ بیا ولې په خپلو مطبوعاتي کنفرانسونو کې د همغږۍ خبرې کوي وايي چې ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت په خپلو کې ګډه همغږي لري له دې معلومیږي چې په هر هغه څه کې چې د دوﺉ د ادارو ګټې خوندي وي او ګوته ورته نه نیول کیږي هلته همغږي لري او که د نیوکې لاندې راځي نو بیا د یو او بل خبرې ردوي، د بوسو لاندې اوبه تېروي او د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي.د یادې بږنوونکې پېښې له څېړلو وړاندې له وړاندې باید د دفاع وزیر او په کنړ کې د ملي اردو قوماندان له دندې ګوښه او څارنوالې ته وروپېژندل شي ترڅو نورو ته د عبرت درس شي او په راتلوونکیو کې بیا داسې لوﺉ غفلت ترسره نه شي.
شمشاد اتل