تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په متځګړتوب د افغانستان د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو د موافقې پر اساس به هر کاندید چې زیاتې رایې وګټلې، د هیواد ولسمشر وي او بایلونکی ته به د اجرايي چارو مشري سپارل کېږي.

اشرف غني احمدزي تر دوهم پړاو انتخاباتو مخکې احمدضیا مسعود ته د اجرايي چارو د مشرۍ ژمنه ورکړې وه او تر لومړي پړاو انتخاباتو مخکې یې ویلي و چې د ملي مشارکت حکومت به جوړوي.

د دوو کاندیدانو ترمنځ د واک د وېش په اړه نه اشرف غني احمدزی او نه یې ټیم څه وايي مګر د عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق ویلي چې د ملي مشارکت معنا دا ده چې که هر کاندید انتخابات وګټل بایلونکي ته به د هیواد د اجرايي چارو مشري سپاري او دوه کاله وروسته به په اساسي قانون کې د بدلون له لارې د صدارت چوکۍ رامنځته کوي.

پرون مخکې تر دې چې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ موافقه اعلان شي راپورونه خپاره شول چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري اشرف غني احمدزي ته وړاندیز کړی چې د احمدضیا مسعود پر ځای د اجرايي چارو چوکۍ عبدالله عبدالله ته ورکړي.

د احمد ضیا مسعود له قوله ویل شوي و چې نوموړی له دې وړاندیز سره موافق نه دی.

د ښاغلي غني د انتخاباتي ټیم یوه مشر فیض الله ذکي دا مسله رد نه کړه چې د ملي وحدت د حکومت پر اساس به بایلونکي کاندید ته اجرايي چوکۍ ورکول کېږي یا نه ورکول کېږي خو ویې ویل چې د بدلون او دوام ټیم له پیله د ملي وحدت د حکومت پر جوړولو تاکید کاوه او ویل یې چې ټولو مطرح خواوو ته په حکومت کې ونډه ورکوي.’

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې د نړیوالو څارونکو په وړاندې په کابل کې د ټولو رایو پر بیا شمېرلو موافقه شوې خو د ملي وحدت د حکومت او ځینو نورو مسایلو په اړه موافقې تر دې دمه د خبرو ته حده دي او په دې لاره کې زیاتې ستونزې شته چې کار ته اړتیا لري.

شنونکي وايي، که دواړو خواوو شفاهي موافقه هم کړې وي چې بایلونکي لوري ته به اجرايي چوکۍ ورکوي ښايي وروسته په دې اختلاف رامنځته شي چې اجرايي مشر څومره واک ولري.

5 thoughts on “بایلونکي کاندید ته به د هیواد د اجرايي چارو مشري سپارل کېږي”
  1. Ashraf Ghani bayad da kar wanakry, da ba pa de mana wy che abdulla pa zor zan pa qodrat kshe shamel kar aw qodrat ba bya laka de karzi papachahy kshe de doy wy. Ghani bayad da khayanat wanakry.

  2. دا دا د ریښتنی پریکړو نه لری ادعا ده،ناشونی هم نه ښکاری،څه چی د محترم اشرف غنی په تیم کی مخکی له مخکی تصویب شوی،هغه یی دوه محترمه معاونین او د محترم ضیا مسعود مقام دی.په دی مقامونو ادعا
    د هر فرعون او د هر قارون له خوا د افغانولی له لحاظه،د انسانیت له لحاظه د اسلامیت له لحاظه د مدنیت له لحاظه مطلقآ باطله ده.د دا ډول غوښتنی هیڅ اخلاقی او وجدانی توجیع نه لری

  3. Majeed Qarar
    روښان بچي یې ذکر په ګوتو کې نیولی وا وا نارې وهي… لکه د محقق مرکه یې چې اورېدلې وي … ولا که دې د چیف ایکزیکټیف په چوکۍ مبارکه وسولوله. له لنډه غرۍ مو د ډانفرډ په یوه ګوتڅنډنه لاس واخیست، اوس مو دروغو ته کش ورکړی. زموږ ساده ګان هم د محقق مني، د خپل مشر نه مني. زموږ مشر ته هم هماغه د ملا نصرالدین واله ور شوې چې چا خر ځینې غوښت، ملا ورته وېل خر نشته، خره له کوره رمباړه وکړه، سړي ورته وېل هاغه دی، رمباړي وهي، ملا وېل وا سړیه، ته زما منې که د خره… نو اوس هم، تاسې د خپل مشر منئ، که د محقق. مشر وایي د احمدضیاء د چوکۍ خبره دروغ ده، محقق وایي ورکړې یې ده، او تاسې هم د خپل مشر په ځای په محقق پسې خطاوتلي یاست.
    یادښت: په ټوکه کې دا د خره خبره مقصد ده، خپله موجودیت یې نه دی. له خرو خو افغانستان هیڅ وخت خالي نه و، البته، پرونۍ رسنیزه مرکه یې دروغ ده.

ځواب ورکول ahmad sherzad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *