بدلون

سرليکنه\ اداره

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۱) ګڼه\ چارشنبه\ثور ۲\ ۱۳۹۴

افغانستان دا مهال د بحران او جنګ له داسي یوې دوږخې بټۍ څخه تېرېږي چې تر دې د زیاتې بدمرغۍ او فاجعې تصور یې نشي کېدای؛ دلته به د غمېزې یو څو اړخو ته سره تم شو او وروسته به د هیلو او حللارو یوه تجربه سره شریکه کړو:

یو- په ټولنیزه زمینه کې خو قبیلوي، قومي او نور د پسماندګۍ تمایلات، کورنی تاوتریخواالی، له ښځو سره په اوج کې نا انساني خشن چلن او له کوشنیانو سره ډېرې سختې جاهلانه او وحشیانه کړنې له تاریخه په میراث را پاته دي.

دوه- اقتصادي وضعیت مو داسې دی چې تر نیم ډېر نفوس مو د فقر تر کرښه کښته ژوند کوي، دا نو خورا یو زړه خوړونکی واقعیت دی او په دغه ډېر مهم ټولنپوهنیز ټکي باید ښه سم سرونه سره خلاص کړو چې د ډېرو بدبختیو، جګړو او ځانمرګو بريدو لامل مو همدغه ناوړه غربت دی چې اکثره د دین د شعار شا ته راڅخه پټ وي، وایي چې وږی نس ایمان نلري او د دغې مقولې مصداق هره شېبه موږ په خپلو غیر نارمل اجتماعې روابطو کې مشاهده کولای شو.

درې- له سیاسي اړخه مو حال دا دی چې پر سیاسي شعارو و سیاسي بهیرو مو د عامه باور کچه بېخې ټیته ده، واقعي سیاستوال او روشنفکران مو د دردوونکې محافظه کارۍ ښکار دي، دوی دا اخلاقی جرءت نلري چې را میدان ته شي او په جدي توګه عملاً ثابته کړي چې رښتینی او پاک سیاست څه ته وایي او جمعي شعور د ملي، علمي او عملي سیاست پر ضرورت معتقد کړي ځکه نو د سیاسي عمل ډګر د دغه مسلک یا هنر بېسوادانو او بې رحمو غلو ته چغالي دی.

څلور- فرهنګې بېوسې خو مو یوازې د فرخندې په وحشت کې داسې ثابته کړه چې د ټول پنځه زره کلن تاریخ درنښت مو تر جدې سوال لاندې راغی او د دې تر څنګ مو ذهني و فزیکي ککړتیا او مردارخورګې د ډېر وروسته پاته فرهنګ څرګندوی ده.

پنځه- پورته ټول عوامل لاس سره ور کوي او په نتیجه کې یې امنیت، سوله و ثبات له منځه ځي، دوامدارو او بې قاعدې جګړو ته مخ ایله کېږي او دلته نو طبعاً هر ګاوندی و پردی هیواد د هر ډول بشر ضد غرضو و مرضو لاسونه و پښې را اوږدوي او په کور دننه کې هم داسې تحریکونه را منځته کېږي چې د هلو- ځلو پایلې یې د بېګانوو لپاره مثبتې او افغانستان و افغان انسان لپاره تباکوونکې وي، د دې واقعیت اور دومره تېز دی چې هره ورځ مو ملت و وطن پکښې ذره- ذره سوځي.

تر ټولو بده خو لا دا ده چې موږ د خپلو دغو ټولو نیمګړتیاوو او تراژیدیو پړه د نورو پر غاړه ور اچوو، تل فریاد کوو چې پردي مو آرام ژوند ته نه پرېږدي، پاکستان همېشه ګوتې را پکښې وهي، امریکا را ملامته ده، د عربو غاړې را بندې دي او….شک نشته چې دغه ټولې مداخلې رشتیا دي خو د دغه ذهنیت خطر دا دی چې په موږ کې د مسؤلیت احساس وژني؛ هره ورځ یې اورو له بده مرغه له شعوري قشره یې اورو چې دا وطن نه جوړېږي ځکه نور مو جوړې ته نه پرېږدي، په نتیجه کې لاس تر زنه کښېنو، د هر ډول تحرک انرژې په لوی لاس خپله په خپل ځان کې قتلوو.

هیله او تجربه- ودان افغانستان ګوند دغسې باور نلري او پرلپسې کوښښ یې دا دی چې عامه شعور د یوه لوی بدلون پر لار روان کړي، موږ له هغه مهاله چې دغسې اراده کړې نو ډېرې ملموسې او مثبتې نتیجې مو تر لاسه کړي؛ موږ دا جالبه عملې تجربه وکړه چې عامه ذهنیت مازې یوه سپکه جیټکه غواړي، له موجود خسته کن او مزخرف حالت و ذهنیته نور د خلکو خوا ګرځي او هره لحظه و انقلابي تحولاتو ته سترګې پر لار بې صبره انتظار کوي.

موږ چې د ښار و صحرا سړي، لوستي و نالوستي، ښځې و نر، لوی و کوشني ته د بدلون پیام رسولی نو په ډېره خوشحالي یې را سره منلی و بدرګه کړی دی او هر چا را سره قبوله کړې چې که صادقانه و مخلصانه مشترک حرکت وکړو نو وطن مو ګل وګلزارېږي او د لویې امیدوارۍ زېری خو دا دی چې د دغه فکري انقلاب لپاره ډېرو زلمیو د همت ملاوې راسره تړلې دي.

نور موږ ټول د تاریخې لټۍ له ملامتۍ خلاصېږو او روښانه راتلونکې د افغان انسان ده.

One thought on “بحران، هیلې او ارادې”
  1. سلامونه!
    د ودان افغانستان ګوند نظریات د ستایني وړ دي، خو که چیري د دې وچو کلکو نظریاتو سره علمي اړخ او جنبه هم ولري او ځوانان شعورا د یوه ودان افغانستان په راز وپوهول سي، نو رشتیا به ودان افغانستان ولرو.
    درنښت
    حمید ګل

ځواب ورکول حمید ګل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *