د جنرال صاحب د ملیشو نکلونه لا هغه وخت مشهور و چې وطن کې د ډاکټر نجیب تر مشرۍ لاندې منظم حکومت و. د دغو ملیشو په باره کې داسې کیسې کیدې چې اوریدلو ته یې هر چا تاب نه درلود.

دا نکلونه هغو فلمونو ته ورته و چې په اشتهار کې یې راځي: د ټیټ عمر کسان دې نه ګورئ! په زړه نري خلک دې نه ویني او یا: که چا یوازې ولیده نو جایزه لري. همدې ډلې سره په کابل کې حزب اسلامي مقابله شروع کړه. خلکو چې دغه مقابله ولیده نو د حزب په لاس توغول شوي ورانکاري او وژونکي میزایل او راکټونه یې هیر کړل، هغه یې ورته معاف کړل. په همدغو ورځو شپو کې شمشتو ته لاړم، د لیسې اسناد مې په کار و. د شمشتو د سړک خواته په یوه تنظیمي ودانۍ غټ شعار لیکل شوی و، شعار مې څو ځلې ولوست او له هر ځل لوستلو مې خوند واخیست.

دا شعار نه و، دا زما او زما په څیر د زرګونو هغو خلکو د زړه اواز و چې د ملیشو له خوا یې ربړې او ظلمونه ګاللي وو او یا یې د هغوۍ کیسې اوریدلې وې. شعار داسې و: (( جنګ، جنګ تا ختم ګلم جم)) وختونه تیریدل، کابل ښار ورځ په ورځ له ښاریانو خالي کیده. ورځ په ورځ ودانۍ نړیدلې، ورځ په ورځ دولتي تاسیسات لوټ کیدل، ورځ په ورځ د کورنیو غړي کمیدل او ورځ په ورځ په جوی شیر، د کابل ښار په نورو ویالو او سیند کې وینو د اوبو ځای نیوه. په دغه دوره کې دوه ځلې کابل ښار ته لاړم: های، لکه کابل چې یو ټپي شخص وي، وروستۍ سلګۍ یې وي، ادم خواره ترې را تاو وي، هډونه یې غوسوي او دا هر لاروي ته په ډنډ سترګو ګوري او د نجات لپاره سترګې اخوا دیخوا اړوي. یو دم به زمکې ټکان وخوړ، څو متره وړاندې به شنه لوخړه پورته شوه، لوخړو به وریځه جوړه کړ، شاوخوا سیمه به له سوزیدلو هډونو ډکه شوه، شیبه وروسته به یو- یو کس پیدا شو، د غوښو په ټولولو به یې پیل وکړ. نږدې و، زړه مې وچوي. خولې را باندې را ماتې وې او هره لحظه مې خپل مرګ ته شیبې شمارلې.

دا نو هغه کابل نه و چې ساربان یې په وصف کې ویلي و: مشک تازه میبارد دشت و دمن کابل… د کابل ښار لوګیو نیولی و، د باروتو او سوو غوښو بویونه وو او د وینو ډنډونه. په همداسې دور کې حزب له جنرال دوستم سره ایتلاف وکړ دې ایتلاف ته هغه ودانیو چې د دوی په دښمنۍ کې کنډواله شوې وې، هغو کورنیو چې د دوی په اختلاف کې یې غړي له لاسه ورکړي وو،حیرانې حیرانې کتلې. په همدغه شان حالاتو کې بیا په شمشتو ورپیښ شوم، بیا مې په هماغو شعارونو سترګې ولګیدې خو دا ځل مې ترې خوند وانخیست.

دا ځل په لوستلو نه ارزیدل او دا ځل… جنرال صاحب، د جهادي مشرانو په برکت رتبې هم واخیستې او یو ظاهراً مذهبي مشر خو ورته د یو داسې صحابي لقب ورکړ چې په غښتلو مټو یې د اسلام د فتوحاتو دایره ډیره پراخه شوې وه. های، باور به مو رانشي، جنرال صاحب ته یې د حضرت خالد بن ولید لقب ورکړ! جنرال صاحب، د حامد کرزي په حکومت کې هم یوه مهمه څوکۍ ترلاسه کړه، داسې څوکۍ چې دې پرې نه کښیناسته ،خو امتیازات یې اخیستل. دا دی بل حکومت د راتلو په حال کې دی، خو د جنرال صاحب د بخت ستوری لا هم ځلیږي.

articleدا ځل د یوه مفکر، عالم او نړیوال شخصیت تر سیوري لاندې دی، دا چې وروسته به څه کیږي جلا خبره ده، خو ظاهرا داسې ده چې جنرال صاحب به د ډاکټر اشرف غني احمدزي لومړی مرستیال وي.

محمد نعمان دوست، جلال اباد د تلې ۱۵مه، ۱۳۹۲ ( ګرداب ورځپاڼه)

4 thoughts on “بختور جنرال/ محمد نعمان دوست”
  1. افغانستان تر هغه نشی جوړیدلای تر هغه چه د پنجشیری مافیا ښکرونه نه وی مات شوی او په دولتی ادارو کی د دوی مکمل انحصار نه وی کم شوی. سره لدی چه رشید دوستم یو ناموزون شخص دی خو د اشرف غنی احمدزی اول معاون ازبک او دوهم معاون هزاره شاید د پنجشیری مافیا د مهار کولو مناسبه لیار وی. هیله ده هغه دوستان چه پدی نسبت په احمدزی صاحب انتقاد کوی دا مهم ټکی په نظر کی ونیسی.

  2. اسلام اعليکم رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    نجيب احمدزی خو همدغه جنجال صيب راپرزولی وو، نو دا بل اشرف احمدزی به هم بوټ مات کړي! ځکه نجيب احمدزي ورته فرقې او لېوا ګانې جوړې کړې، نو اشرف احمدزی به ورته د جمهوري رياست مرستيالي ورکړي، خو نجيب احمدزی يې د جنرال مومن، احمد شاه مسعود احمد شاه مسعود په مټ نسکور کړ، نو دا ځل به يې د مات شوي انتخاباتي شورا په غړو تباه کړي! مګر د ښآغلي نذير نعيمي خبره د پام وړ ده!
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  3. da besewada kha dey na basewada doctor saib ta .. za ham dear khafa wom kho che kla me soch wekdo no da kar kha wesho aw da abdullah aw idarey pasadyano na ba kha wey kla che jang salar mehkma kegey haga delta dear dey na yawazey dustem har sadey ba khpal jawab wo waye ka da oss karzi ya abdullah sara woo hes cha ba ham sa na wayel

ځواب ورکول ملا ميوند آخوند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *