د لمر په لور، د ( بدلون) لپاره
ودان افغانستان ګوند د ورستي پاتي افغاني ټولني د سياسي، ټولنيزي، اقتصادي او کلتوري بيا رغوني سياسي ګوند دی چي د اسلام د سپيڅلي دين، د افغانستان د اساسي قانون او د افغاني ټولني مثبتو ارزښتونو ته پام کوي-تګلاره
ودان افغانستان ګوند د همدغه پورتني تعريف په چوکاټ کي د افغان انسان د ژوند د شرايطو د ښه کولو او افغانستان ودانولو سترو انساني برخو ته د رسيدلو لپاره د افغانستان په کچه يوه روښانه سياسي مبارزه روانه کړي ده چي ددغي مبارزي حقانيت ورځ په ورځ د دغه ګوند د پرمختګپالو مبارزينو له خوا د هغوی د پخي ژمنتيا په مټ زياديږي او د ولس د سنګينو پرګنو په زړو او ذهنو کي يې د باور رڼا لاپسي ځليږي.
د ملی شيرازۍ، يووالي، انسجام او نړيوال وقار د بيا اعادي لپاره ددغو ټولو ادعاوو د زباد يوه لاس په لستوڼي بيلګه همدغه ستاسو درنو لوستونکو په لاس کې اونيزه ده چي په هلمند ولايت کې د ګوند د ولايتي کوميټې له خوا خپريږي او هدف دادی چي د افغانستان د سهيل لويديځې حوزي په کچه به پر مسايلو تمرکز کوي او ترڅنګ به يې د افغانستان او نړۍ ګرمو او د مهمو علمي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي پرمختياوو او ژورتياوو ته هم پاملرنه کوي.
ټول پوهيږو چي زموږ ګران افغانستان د بدترين هر اړخيز بحران د بلا په خوله کې شپي او ورځي تيروي او ژغورنه يې د هر ويښ، روښانه او باوجدانه افغان انسان صخي، ملي او انساني رسالت دی.د ودان افغانستان ګوند د مفکوري په يوه ټکي کي راټوليدنه د همدغه ستر مسؤليت اداينه ده.
ګوند د ويښتيا او روښانتيا د پړاوونو په وهلو سره د بنسټيز بدلانه کلک هوډ کړی؛ د هلمند ولايتي کومېټه(بدلون)اونيزه د همدغه عيني هوډ د يوي روښانه نښې په توګه په درست افغانستان کې د يوه هر اړخيز مثبت بدلون په موخه راپيل کړه.
درانه لوستونکي دي دا فکر نه کوي چي دا اونيزه يوازي د يوه ګوند په محدوده کې مهدوده وي ځکه که د سرليکني په پيل کي ددغه ګوند تعريف ته وګوري نو ډاډه په شي چي د ودان افغانستان ګوند مبارزه د هر افغان انسان لويوالی او د افغانستان وداني؛بيا په نو وويني چي(بدلون) اونيزه د هر افغان انسان د زړه اواز، د افکارو انداز او د جذباتو ساز دی.
نو راځئ چي ټول د ټولو په ژوند کې د ژور بدلانه په اوچت ارمان پر(بدلون) باور رامنځ ته کړو.
موږ ټول يو يو،بيلتون ناممکن دی.
یره وروره مونژ چه په تیرو انتخاباتو که ستاسو تزلزل ولیدی نو بدلون خیال است ومهال وجونون – او بل یوه کس مخکی ستاسی د ګوند د تګلاری په اړوند یوه مقاله لیکلی وه چه هفه هم ستاسی په نیت شکونه څرګند وی- او زه دا فکر کوم چه دا لیکنه یار صاب لیکلی ده د لیکلو د طرز نه معلومیژی، په هر ترتیب، خدای د خیر کړی.