سید حبیب وردک

افغانستان د ۵۰۰۰ کلن تاریخ په لرلو سره سره هغه هیواد دی چې تقریبا ټول تاریخ یې له بدبختیو ، ستونزو او ناکامیو څخه ډک دی او د تاریخ په ټولو سیاسی فصلونو کې هیچا د یوې منظمې منطقي او عقلي تګلارې سوچ هم نه دی کړی له دوه پیړیو څخه ډیر وخت تیریږي چې ماتې ، بې باوریو او ناکامیو زمونږ د ټولنې په ذهنونو کې ځای نیولی دی چې هره شیبه ، هره ورځ او بالاخره هر وخت یې د پرمختګ او ددې موجوده ستونزو څخه د خلاصون رنګ یې تت کړی دی .

د نوي کلونو څخه را پدیخوا ټول تغیرات او نوي اصلاحات په یو ډول نه په یو ډول له ناکامی سره مخاخ شوي دي چې پایلې یې ډیرې دردناکه او د زغملو وړ نه دي په شلمه پیړی کې د افغان روشن فکرانو هڅې او کوښښونه دومره خام او بې بنسټه وو چې هیڅکله یې ونه شو کولای افغانان په یو ملی محور او ملي پروګرام باندې را ټول کړي او هغوي د تغیر او تغیر منلو لپاره آماده کړي ، څلور لسیزې کیږي چې د پردیو نسخې په افغانستان کې د ستونزو د حل په موخه عملي کیږي خو ددې پر ځای چې د دردونو او زخمونو دارو شي هغه ورته مالګه شي او ددې ملت د امید د سترګو پرده ګرځیدلې ده .

دیارلس کاله وړاندې د بن د کنفرانس په دایریدو سره ګمان کیده چې یو کامل تغیر د افغانستان ته په راتلو دی او فکر کیده چې ددې کنفرانس غړي به د نوي افغانستان لپاره د تهداب تیږه کیږدي او دا د غم ټغر به نور ټول شي خو دا غلط تعبیر وو ځکه له بلا څخه ښادي حرامه ده دا ټولې ازمویل شوې څیرې وې چې په هیڅ ډول د افغانستان ددې مظلوم ملت د غم خوړلو لپاره نه وو یو ځای شوي بلکه خپله د خپل ځان لپاره د قدرت په لټه کې وو چې په پایله کې په ډیر افسوس سره بیا هم دغه ۱۳ کاله نور هم د افغانستان د ناکامی د تاریخ په کتاب کې ثبت شول ، او مونږ لا تر اوسه هم په سر در ګم حالت کې قرار لرو .

خو هغه څه چې اوسمهال موږ ورته ډیر ضرورت لرو هغه لاره ده چې هغه موږ ته د روښانه راتلونکې پیغام راکوي او د افغانستان د راتلونکي لپاره د نجات لاره بلل کیږي ، تغیر او دوام  د اصلاحاتو راوستلو او د یوه قوي دولت د تشکیل لپاره یو په زړه پورې او ذهن آرامونکی آواز دی چې د ډاکتر غني او نور خیرغوښتونکو او خیر خوښوونکو خلکو په مټ په افغانستان کې پورته شوی چې روغ کسان یې په ښه ډول سره هم اوریدلی هم درک کولای شي .

څو کلونه کیږي چې د ناکامه سیاست مدارانو وعدې اوریدل کیږي چې دوی هم په پوزیشن او هم اپوزیشن کې خپل امتحان ورکړی دی چې یوازې او یوازې د بې سواده او ناروغو کسانو د نظریاتو او اندونو د خپلولو لپاره د یوې وسیلې په توګه استفاده کیږي مګر د دوی په منځ کې داسې خبرې چې وکولای شي روغو کسانو ته د قناعت وړ وي ډیرې کمې اوریدل کیږي چې د هیواد ننیو حالاتو ته په دقیق او مشروع ډول ځواب ووایي .

د ننی حاکم سیاسي نظام سهامي شرکت په دغه وروستیو کلونو کې ددې ملت لپاره دومره دردناکه او تیاره دوره ده چې دغه ملت یې نور د زغملو توان نه لري خو اوس د هغه چا لپاره د خوشحالی وخت دی کوم خلک چې د تیرو ناکامیو څخه ستړي شوي دي چې باید د هیواد تاریخ د عبرت په سترګه مطالعه کړي او د تاریخ د تیرو تیارو ورځو څخه د راتلونکي لپاره روښانه فکر وکړي ، د تغیر او دوام آواز د هیواد ناکامه سیاست مدارانو او د چوکی دوستانو ته دا پیغام ورکوي چې ستاسې ټول کوښښونه بې پایلې دي دا هیواد یوې ملي او دوامداره تګلارې ته اړتیا لري چې تر اوسه تاسې ټول ورڅخه محروم او غافل یاست چې په نتیجه کې مو د تیرو کلونو په جریان کې د یوې کامیابې تګلارې د نشتون له امله زموږ هست په نیست بدل کړل د پرمختګ په ځای مو شاتګ وکړ او که په همدې شان مخکې ولاړ شی دا هیواد به دننی حالت څخه لا نور له ستونزو سره مخامخ کړی .

که تغیر صورت و نه مومي نو چې یقینا دا توره شپه به لاپسې اوږده شي چې د سبا کیدو انتظار یې به يې څو ځله ددې ستونزو له زغملو څخه سخت وي د ننی حکومت له لاسه د را منځته شویو  ژبنیو ، قومي ، سمتي ، مذهبي او اخلاقي تعصبونو له امله د یو افغان مسلمان متفکر د راتګ ته ضرورت دی چې د اوسنیو ستونزو د حل په موخه مثبت اصلاحات راولي که نه د وخت په تیریدو سره به دا تعصبونه دومره پراخه شي چې بیا به د پښیمانی څخه بل څه پاته نه وي .

موږ باید د تغیر او دوام د آواز تر چتر لاندې له هر ډول تبعیض پرته یو متحد او پرمختللي په اړه فکر وکړو چې انشاالله دا آواز به ددې ملت د هوښیار او پوه مشرتابه  په مټ د یو نوي او پرمختللي افغانستان فکر په عمل کې رامنځته کړي  تر څو د موجوده ستونزو ، ناکامیو ، بدبختیو ، ورور وژنو او بی سوادی لپاره یو ښه نسخه شي هغه نسخه چې ور سره د افغانستان مشکلات حل شي ټولو ته د قناعت وړ وي خو په دې شرط چې په دغه تغیر کې هر څوک خپل ځان بدلون  ته آماده کړي او په خپل سهم باندې دغه آواز ته مشروعیت ورکړي نو راځی خپل ځان ته بدلون ورکړو په دې سره به افغانستان ته بدلون ورکړو .

د افغان د کور د آبادی په هیله

2 thoughts on “بدلون ته اړتیا/ سیدحبیب وردګ”
  1. حبیب صاحب سلامونه
    ستا نظر سره انشاالله ټول افغانان موافق دی خو دلته باوجدانه خلکو ته ضرورت دی تر څو غوږونه خلاص کړی او خپل وجدان ته قناعت ورکړل شی

    مننه

ځواب ورکول نبی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *