بدلون

سرليکنه\ اداره

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۷) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۵\ ۱۳۹۴

شیخ دی کونج د صومعې زه به ګلګشت کړم

د بهار ګلونه ما ته هدایت کا

خوشال خان خټک

که په طبیعت کې د بدلون و تحول قانونمندي موجوده نه وای نو اصلاً به پر موږ را چاپېره کائناتو نه معنا لرلای او نه هم شتون.

بدلون د معرفت دهرې حوزې لکه سائنس، فلسفې، دینپوهنې او هنر اساسي جوهر، ماهیت و خصوصیت دی؛ که تاسو له دغه هر علم څخه د تحول ځانګړنه نفي کړئ نو یو لایعني شی به پاته شي، ممکن هېڅ پاته نه شي.

که د طبیعت په ذات کې د انقلابونو خمیر نه وای اخښلی نو تاسو به په انساني تاریخ کې د هغو تمدنو، پرمختیاوو او شهکارو شاهد نه وای چې هم خپله انسان رامنځته کړي او هم خپله همدغه انسان ورته حیران دی.

موږ چې نن د اټومي، کمپیوټري و انټرنیټي تکنالوژۍ په کومه زمانه کې اوسو نو دا د بشري تاریخ تر ټولو تخیلي افسانو و اسطورو هم حیرانوونکې ده خو دا هر څه د بشر په لاس، د بشر په مخ کې او د بشر لپاره ژوندی او مجسم واقعیت دی او که بدلون په رشتیا سره هم د طبیعت ناموس نه وای نو دا هر څه به هیڅ ول.

هغه بشري ټولنې چې د بدلون پر ناموس باور لري او ورته درنښت، نو پرون یې د نن غوندې نه وو، نن به یې د سبا په ډول نه وي، سبا به یې د بل او بل به یې د بل په شان نه وي.

پر بدلون د باوري بشر یوه ورځ له بلې سره همرنګه نه وي، همدا د فطرت حکم دی، همدا د پرمختګ لار ده، همدا د تمدن مسیر دی او همدا د انساني عروج معراج ته تلونکی خط السیر دی؛ متمدن او مترقي انسان ډېر وختي په دغه راز پوه شوی دی خو زوړ مغزي او زوړپالي وګړي لا د زړې زمانې تخیلي ترانې، بې سره زمزمې، ورستې سندرې او بې موډه بابولالې ږغوي او د دې هر څه د توجیه و مشروعیت لپاره د هماغه نه راګرځېدونکې پسمانده زمانې پر بدلون- ضد ذهني محصول باندې استناد کوي چې «څه دي کول چې پلار و نیکه دي کول».

کائنات په خپله غېږه کې په داسې بدلون دښمنه مخلوق شرمېږي چې له رنګارنګۍ، تحول او نوښتو سره حساسیت لري او غواړې د یوویشتمې پیړۍ د انټرنیټې ځغاستې په سیالۍ کې د پلار- نیکه له خیرنې کېږدۍ او شوړېدلې خټینې کوډلې څخه د پلار- نیکه پر پخواني خره سپور میدان ته راووزي.

له بده مرغه افغاني ټولنه پر تحول بې باوره او د پلار- نیکه پر رسوماتو ثابته ولاړه ده، په هره خبره، هره لیکنه او هر دود کې چې د نویوالي څرک محسوسوي نو په وړاندې یې شدید حساسیت ښيي مثلاً، د نوروز جشن لمانځنه له پخوا څخه په افغانستان کې یو په زړه پوري او له خورا ژور پیامه ډک دود دی او دا تقریباً یو آسیايي رسم دی مګر زموږ یو شمېر مرتجع او ډبرذهنه وګړي په یو ډول د ډولو هڅه کوي چې په مختلفو بهانو سره د دغه جالب رواج په مقابل کې حساسیت زیات کاندي، یوه هغه وسیله چې زیاتره مهال د ځینو تاریک فکرو کسانو له خوا د یوې وژونکي وسلې په توګه کارول شوې هغه د اسلام مبارک انساني دین دی، ډېره عجبه ده، په څومره اندازه چې دغه فطري دین د فکري ابتکاراتو او اجتماعي تحولاتو لپاره دقیق پرنسیپونه او روښانه پیامونه لري په هماغه تناسب د متحجرو مغزو له خوا د ذهني تحجر لپاره په ناوړه او جاهلانه توګه استعمال کړه شوی دی؛ دوی اوس د همدغه نوښت راوړونکي دین په استناد پراخ تبلیغات کوي چې د نوي کال مبارکې ویل او نوروز لمانځنه یو غیرشرعي او نااسلامي رسم دی خو دوی په خپلو پیامو او ویناوو کې هېڅډول علمي دلیل نه شي وړاندې کولای چې له مخې یې انساني عقل دا ومني چې ګواکي دغه دود لمانځنه ناسم کار دی.

ښایي له درو زرو کالو راهیسې د اریایانو له وخته د نوی کال لمانځنه را روانه ده او شاوخوا ۱۴۰۰ کاله کېږي چې د نوروز حوزې اوسېدونکي په اسلام مشرف شوي خو دغه لمانځنه کله هم له خنډ و ځنډ سره نه ده مخ شوې خو دا یو څو کاله کیږې چې د نوی کال له راتګ سره ځینې مزخرف او غیرعلمي پیامونه د سپینو پاڼو، مذهبي ویناوو، تلیفوني لنډو پیامو او انټرنیټي لیکنو په بڼو سره خپرېږي او د دغه دود په غیراسلامي معرفي کولو سره عامه ذهنیت مغشوشوي اما د خوښۍ ځای دا دی چې په دغه ډول خرافاتو سره نن سبا د فکر د ازادۍ او ولسواکۍ په انساني فضا کې څوک اسانه نه شي غولېدای.

نوی کال، د نوي کال لمانځنه او د نوروز جشن پر بشري ذهن او روان باندې خورا جالب او ګټور تاثېرات پرېږدي، تر هر څه مخکې یو باشعوره انسان دې ته توجه کوي چې څنګه کېدای شي یوه بې روحه، سپېره او دوړنه ځمکه دې د نوي کال په راتګ سره په شنه بخملي صحرا بدله شي، خړ ډبرین غرونه و خاورینې غونډۍ دې په شنو شالو وپوښل شي، د وچو کلکو ونو وچې کلکې لښتې دې د هغه مړه حالته د شنو پاڼو او خوږو مېوو شکل ته تحول وکړې ولي یو انساني مغز دې د پېړیو- پېړیو بې معنا باورو په ګرد و غبار کې ورک وي؟ دا د یوه نارمل انسان لپاره چې د کائناتو د وجودي منطق راز دی، د منلو نه ده.

د متفکر او فعال مغز څښتن انسان باید د کائناتو د هرې ذرې له متغیر حالته ژور انقلابي پندونه و درسونه زده کړي مګر د نوي کال په راتګ سره په طبیعت کې د یوه عالمګیر او کلي بدلون په لیدو سره خو باید پوهنتونونه- پوهنتونونه الهامونه او سبقونه واخلي.

ودان افغانستان ګوند چې یوازنی ستر شعار یې روښانتیا، ویښتیا او بدلون دی او په هلمند ولایت کې یې «بدلون اونیزه» د همدغه شعار د تعمیل او تعمیم لپاره یو فعال علمي- سیاسي ادرس دی نو تر بل هر چا ورته نوی کال او نوروز ځکه ډېر مهم دی چې د نوروز ماهیت ورسره د خپل سیاسي، فکري او تولنیز کار و پیکار په سلسله کې خورا مرستندوی ثابتېدای شي.

و.ا.ګ په افغاني ټولنه کې د ژور فکري بدلون لپاره د نوي کال پر طبیعي تحولاتو تر هر څه بهتره تکیه او استناد کولای شي.

موږ پر دې علمي فلسفه عقلاً باور لرو چې بدلون د طبیعت ناموس دی او نوروز یې زبردست مثال دی او د دغو ورځو لمانځنه زموږ د سیاسي- اجتماعي مبارزې، فکري انقلاب او ذهني نوښتو لپاره یوه غوره زمینه ده.

نوی(۱۳۹۴) کال دې ټولو ته مبارک وي، له هراړخیزو، ژورو او منطقي بدلونو سره.

One thought on “بدلون د طبیعت ناموس دی”
  1. په رښيا هم نړۍ پر وړاندې او د زړو ماغزو خاوندان په وروسته روان دي. نن په نړۍ کې هاغه ولسونه خپلو کې او يا خو يو له بله سره سيالۍ کولای شي چې پر بشري علم او د وخت او زمان په بدلون په عملي توګه ايمان ولري. د نظر له تيوري څخه بهر راوؤځي او په عمل کې خپل نظر نړيوالو ته څرګند ګړي, تر څو نړيوال هم پرې قانع کولای وشي.
    هغه ولسونه چې د بابا د سرو زرو وختونه په خوب ويني او يا خو يې د تازه کولو تکل لري, د وخت د قافلې دسورو ځغاستونکو د پښو په دوړو کې پټ او ورو ورو د مرګ کومي ته ورغورځي. دا ډله له دې څخه هم بېخبره ده چې د تبيعت د بدلېدلو ايمان لرونکي غواړي چې نړۍ ته يو نوی قانون جوړ کړي چې په نامه د World Wide Order يا New World Order يوه نوې نړۍ له پيل څخه جوړه کړي خو د بابا ځامن به بيا هم د پلار زړه زنګوهلې توره راويستلې وي او پرې نازېږيبه

    درنښت

ځواب ورکول نجيب الله غزنوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *