د مغولي دربار مشهور ادیب او سترګه ور شاعر، عبید وارثي د خپل ادبي او کلاسیکی ذوق په درلودلو سره د ښایسته سترګو په تعریف کې لیکي ( ښکلی سترګې هغه دي چې په یوځل کتلو سره لارې جوړوي، پردي خپلوي او اجنبي ته د اشنایي بلنه ورکوي). یقینا چې سترګې د خپل فزیکی جوړښت او تخلیقي اهمیت له مخی د دنیا په هره ژبه، ادب او هنر کې د تعریف او تعبیر پر بنسټ یو ځانګړی مقام لري. خو زمونږ په ژبه، عرف او فولکلور کې خبره تر دې هم ډیره وړاندی تللې او په لسګونو ماناګانې، اصطلاحات او نومونه لري.
د مثال په توګه، رڼې او غړیدلې سترګې د ځیرکۍ او هوښیارتیا د ضمني مفهوم تر اړخه، په معکوس ډول د غفلت اوبی پروایی مانا هم لري، لکه رحمان بابا چې وایی:
لکه بت چې په رڼو سترګو ویده وي ـــ داسی زه په بیدارۍ کې وړی خواب یم
او شاید دا به د هغو بد نصیبو ولسونو د سرنوشت سره ډیر اړخ لګوي چې د خپلې بربادۍ او زوال پلانونو ته رڼه، رڼه ګوري مګر د مقابلې او مخنیوي په ځای، دوئ پخپلو منځونو کې غوښه او چاړه او په لوی لاس د غلیم د هوسونو ښکار کیږي. بل شاعر وایی:
چې ژبه ګونګۍ وي او سترګې غړیدلی نشي ـــ تش د سپرلي په نوم دی اور ولګي
تورې، ملالې او غټې سترګې زمونږ د ولسي شاعرۍ او کلیوالې محاورې په چوکاټ کې د ښکلا معیار او د حسن پیمانه ګڼل کیږي او د پښتو د شعر او شاعرۍ ډیره برخه په همدې محور باندی راڅرخیږي چې په طبیعي ډول اوږده باڼه، نرۍ وریځې، کاجل، رانجه او د لرګي سلایي هم په بر کې نیسي. وږې سترګې، د مړو سترګو بر خلاف، د صفت په ځای په ذم او د ناخوالۍ په چاپیریال سره تعبیریږي او کله چې یو انسان ته د وږسترګي نوم ویل کیږي نو په څرګنده ورڅخه مطلب شومتیا، حرص او کنجوستوب وي. خو چې خبره د مینې، دیدن، وفا،هجران او وصال شي نو بیا د غزل د ارواښاد بابا، حمزه شینواري په وینا بل مفهوم لري لکه چې وایی:
خدای دی زما مینه اوږ سترګې نه کړي ــ چې په دیدن یی شي مړې سترګې
قاصده سترګې دې د چا لیدلی ــ چې د حمزه په تا خوږې شوې سترګې
که مړاوې سترګې او خواږه، خواږه کتل، د عاشقانه مزاج د خلکو اصطلاح ده او مطلب ورڅخه وژونکې، خوړونکې او زړه راښکونکې نظرونه وي، نو خوبولې او نازولې سترګې بیا د مور، خور او نیا په ژبه هغه نیازبین او له عاطفې ډک لفظونه دي چې د خپلو کوچنیانو د ویده کیدو لپاره یې د الله هو، لولو په مهال، د غیږ د پاسه او یا د ځانګو د پړي د راښکولو په مهال، په تت، خواږه او غریو نیولي اواز سره زمزمه کوي.
کږې سترګې په رواجي ژبه کې چپ چپ کتلو ته وایي خو د غچ اخیستلو او دشمنۍ مانا هم لري. خړې سترګې د ندامت، پښیمانۍ او خجالت بیلګه وي، ولی خیرنې سترګې بیا د بشپړ او څرګند مخالفت پیلامه وي. او دا دواړه هغه اصطلاحات دي چې خپلوان، دوستان او نژدی یاران یی په ورځنۍ محاوره او بنډار کې چندان نه استعمالوي. سترګې کله پخې او کله کچه هم وي. عادتا تکړه ښکاري او سیندک سړي، یا هغه څوک چې ډیر باجرآته او ښه خبر لوڅ وي نو د پخو سترګو خاوند بلل کیږي. خو بالعکس کچه سترګې سړی یا میرمن ډیره بی قدره، بی وفا، دوه مخې، بی لحاظه او بی مروته وي. یو ځل بیا د پښتو د غزل بابا، شینواري صیب ته غوږ نیسو او څه ښه وایی:
درته چې وګورم کچه غوندی شي ــ بدې بلا دي ستا پخې سترګې
شنې سترګې د لویدیځ والو د شناخت، هویت او نژاد علامه ده، البته افغانان چې کله د شنو سترګو خبره کوي نو په الهامي او غیر ارادي ډول یی هاغه خونړی او له ویره ډک پړاو سترګو ته نیغ دریږي چې لمړی شین ټاقو روسانو او بیا نورو پدې ویاړلي او باتور ولس باندی تپلی دی.
له نیکه او یا هم له بده مرغه، زه / ملکزی/ شاعر نه یم چې د سرو او زرکو سترګو په اړه د مینې، عشق، نازونو، نخرو او کرشمو فضا، د قلم په نوکه او د ټکو او حرفونو په تړلو او پییلو سره انځور کړم. ځکه نه می د خمار، شباب او خرابات په کوڅه کې قدم وهلی چې خودي کله په بې خودۍ اوړي او کله ور څخه خمار جوړیږي؟ نه می د جام کړنګا اوریدلی او نه می د ساقي مستي لیدلی. نه مې د تصوف، خانقاه، دربار، مناجات، ریاضت او فنا فی الذات فلسفه لوستې چې سرې او خماري سترګې د ناسوت او لاهوت ترمنځ د ارتباط او قرابت د کومې درجې نمایندګي کوي؟
البته زه د سرو سترګو له دهقانی او اطرافی اصطلاح سره همدومره اشنا او بلد یم چې سرې سترګې د شکایت مرجع او د هیلې او اسرې جهت ته وایي. هغه د نهیلو پرګنو د امیدونو ډیوه ګڼل کیږي او د سوک ځواب په سوک سره ورکوي. خو دریغه، دریغه!! کاشکې ځمونږ د ګیلې او اسرې ځای چې ډیر پاک زړې او روڼ آندی دی، دومره بی وسه او تش پاڼې نه وای، لکه څومره چې دی.
په ټولیزه توګه، دا د افغانانو کم نصیبي ده چې د تیرو پنځه دیرشو کالو راهیسی د سرو سترګو داسی یو ټاکلی او منلی لوری نلري چې هغه دی د ژبې، توکم او سمت له نیازه بی نیازه وي. د تعصب، انحصار او افراط له زولنو دی آزاد او د پردیو د ایډیالوژۍ بندیوان دی نه وي. د هر دردیدلي افغان د سلګۍ په قدر دی پوه، د اوښکې په توییدو غمجن او د هر څیري ګریوان تر شا د مظلومیت او محرومیت له داستان سره اشنا وای. کنه نو دا کړیدلی او دل شوی قوم حق لري چې په جار سره د رحمت شاه سائل دا شعر بیابیا تکرار کړي چې:
څوک به روایت د لیونتوب اخر ژوندی ساتي ــ زه هم که راټول لاس کې تارونه د ګریوان کړمه
لکه چې ټول پوهیږو، زمونږ په ټولنه او ادبیاتو کې سترګې ځینی نور ځانګړي او بی خونده نومونه هم لري، خو د ژبې او قلم د عفت پخاطر یی زه له یادونې څخه پرهیز کوم. بد سترګي خلک په عرفي لحاظ ، ډیر بی شرمه، بی حیا، نافرمانه، شله او کله شخي وي، خو که خبره بیا د واکمنۍ او د سیاست د دنیا وي، بیا خو نو ځمونږ دنیاګۍ له بد سترګو، بی عاطفې او کلک زړو انسانانو څخه چورلټه ډکه او ملامال ده.
بد سترګي خلک هاغه دي چې د پلچرخي په پولیګون کې یی په زرګونو ژوندو مظلومانو باندی تراکتورونه تیر کړی او یا یی ورباندی نا ترسه باړونه چلولي دي. د هغو په سلګیو او زاریو پسې یی په کړس کړس خندلي دي. بدې سترګې همدی ته وایي چې د هورا په نه ویلو او د سور یخن قاق په نه اغوستلو یی د بی بی حوا ډیرې لوڼې کونډې کړیدي. بد سترګي همدا ده چې د هیواد والو ملي غرور، برم او هسکه شمله یی د نورو په چوپړ کې په داو لګولې وه، خو نن د برګي نیکټایي په اچولو سره ځان هیواد پال، ډیموکرات او آزاد خیاله ګڼي. بد سترګي همدا ده چې وطن دی لوټه، لوټه او کنډواله وي، خو دا جنابان او ښاغلي دی تر او تازه اوسي. بد سترګي همدا ده چې د هیواد یو ځانګړي قوم او ولس دی در بدر او خاورې په سر وي، خو دوئ دی هوسا او یواځی د همدوې سر دی په امان وي.
بد سترګي همدا ده چې نور دی په وینو کې لت پت، بی تعلیمه او خوار او زار وي خو دوئ دی خوښ، واکمن او ځواکمن وي. بد سترګي همدا ده چې څوک د نورو له درد او ذلت څخه خوند او لذت واخلي. بد سترګي همدا ده چې قرباني به ټولو ور کړی وي، جهاد، مبارزه او مقاومت به هرچا کړی وی، ویني به د هر چا توی شوې وي، کور به د هر چا وران او کنډواله شوی وي، هدیرې به د هر چا ډکې شوی وي، خو د امتیاز خاوند به یواځی خپل ځان ګڼي. او بالاخره بد سترګي همدا ده چې خپل لاسونه به یی د نورو بیګناه انسانانو په تودو وینو د څنګلو په ځای د تخرګونو پوری سره وي، خو بل ته به وایی چې ته قاتل یی؟!
ډیر ښایسته تعریف او مشاهبات مو د سترګو په باره وړاندی کړی دی، ستاسو د نور مضامونو په امید