د۱۳۵۷ ل کال د غويي پر اوومه نېټه چې ۱۹۷۸ ز کال د اپريل د مياشتې له اوومې نېټې سره برابره وه، خلق ډيموکراتيک ګوند له لوري سهار وختي د شهيد سردار محمد داودخان باندې کودتا وکړه، د ورځې دولس بجې وې، چې  د  دفاع وزارت يې په نښه کړ او له هغه وروسته يې  پر ارګ خپلو حملو ته زور ورکړ.

سردار محمد داوود خان او کورنۍ يې په شهادت ورسېدله، د هيواد  د بدبختۍ ساعت وکړنګېدل او په هيواد کې  سپرغيو اور واخيست، په هره سیمه کې د خلق او پرچم ډلو له لوري جنايتونه تر سره شول.

خلقيانو د روسي ښکېلاکګرو پر مرسته ډېر افغانان پر شهادت ورسول، د افغاني پېغلو پر عفت تېری وشو، په ميليونونو هيوادوال مو له هيواد څخه مهاجر شول، په هره سیمه کې جګړه روانه وه، په هر ځای کې کمونسټانو خپل وحشتونه تر سره کول.

داسې وحشتونه چې  لا تر ننه يې لړۍ روانه ده، که څه هم نورمحمد تره کی د حفیظ الله امين له لوري ووژل شول، حفيظ الله امين هم په وحشت کې تر تره کي څو ګامه وړاندې روان و، هيواد  د بربادۍ ورځ د غويي  اوومه نېټه ده.

ډېری فيسبوکيانو هم په خپلو والونو نن بیا د غويي  د کودتا عکسونه لګولي دي، هغوی لا اوس هم پر خپلو کړنو پښېمانه  نه دي، چې د هرات په ښار کې يې د حوت پر څلورويشتمه په زرګونو هيوادوال په شهادت ورسول، په زرګونو يې کډوالۍ ته اړويستل، ټوله نړۍ پر افغان مهاجرو ډکه شوه، مېندي په سرو سترګو وژړېدې، ورارې خوېندې لالهانده وې،   د ډېرو هيوادوالو د غمونو داستان له همدې ورځې څخه پيلېږي.

 نژدې څوارلس کاله وروسته  مجاهدين پردې بريالي شول، چې په  ۱۳۷۱ ل کال  کابل ونيسي، خلکو  له شونډو تښتېدلې موسکا راستنه شوه، د خلکو د هيلو خزاني غوټيو  بیا د اميد ګلونه وسپړل.

د غويي پر اتمه د کمونيستي رژیم بړستن ورټوله او په هيواد کې د مجاهدينو واکمني منځ ته راغله، حضرت صبغت الله مجددي  پر تخت کېناست، افغانانو شکرونه وايستل، چې شکر د وحشت لړۍ پای وموند، په هيواد کې به شرعي نظام حاکم شي، واړه، زاړه او ښځې به ټول خپل حقونه لاسته راوړي.

خو د افغانانو د وړاندوینې تعبیر سرچپه وخوت، د غويي اتمې هم د افغانستاند پېښليک پاڼه  توره کړله، پرهمدې ورځ جهادي رهبرانو يو بل ته ښکرونه اړم کړل، د يوبل پر وړاندې يې مرمۍ وشړلې.

کابل بیا د وحشتونو ځانګو شوه، کابل له دنګو ماڼيو بیا  لوګي پورته شول، د افغاني مېرمنو په عفت لوبې وشوې، د  افغاني نجونو او مېرمنو سينې پرې شوې، په مړينې يې د انسان د ګډېدلو ډرامې ولېدلې، پاټکونه ولوېدل،  انسانان يې وداړل.

مجاهدين په حقيقت کې په مجاهلينو بدل شول، بهرنيو کړيو په نغوته يې   له يو بل سره زورونه  وازمويل، خپل ښکرونه يې سره اړم کړل او صدمه يې افغان ولس  وليدله، داسې کيسې رامنځ ته شوې، چې نن د تاريخ پاڼې پرې شرمېږي، مجاهدينو داسې کړنې ترسره کړې، چې افغان ولس يې   د بیانولو توان نه لري.

د جګړې خپسکو د هر چا ستوني ونيول، د جګړې خپسکو له خلکو ژوند واخيست، په ډله ايزو قبرونو کې يې پنا واخیسته، جهادي لېډران د خپل قدرت په نشه کې دومره ډوب شول، چې  نور يې يواځې ځانونه   ليدل.

 د طالبانو راپيدايښت د مجاهدينو د ظلمونو او تيريو د داستان بل کرکټر و، په يوه سا يې تر کندوز پورې ځانونه ورسول،  د قدرت او چوکۍ لېونيانو خپله چوکۍ پنجشير ته ورسوله او د نن ورځې پاپړي اتلا ن په يوه غار کې سره راغونډ شول.

کله چې د طالبانو په منځ کې القاعدې خپلې ريښې وځغلولې او د سپټمبر پېښه رامنځ ته شوله، نو امريکا او متحدينو  د طالبانو واکمني وپرځوله، خو جګړه ستړې نه شوه، که په جنوب کې د جګړې  ډګر سوړ و، خو شمالي ولايتونو کې بیا هره ورځ د جنګ جګړو خبرې  کېدلې.

امريکا او متحدينو د طالبانو واکمني وپرځوله،  د بن کنفرانس  جوړ شو، يو درجن مجاهدين له غارونو څخه راووتل  او کابل ته يې په ستړې سا ځانونه راورسول، د قدرت پر سر يې داځلې شخړه ځکه کولی نه شوه، چې باداران يې هم ورسره و، لويه جرګه دايره شوه، د هيواد اساسي قانون تصويب شو، ولسمشريزې او پارلماني ټاکنې تر سره شوې، هيواد بيا د فوځ خاوند شو،  د خلکو هيلې وغوړېدلې، خو په دولت کې فساد بیا مخالفينو ته ددې فرصت ورکړ، چې بیا له اي، ايس، ای څخه ټوپک واخلي او  د ګران هيواد  پرمختګ ټکنی کړي.

بهرنيو کړيو طالبان پر شا وټپول، افغانستان ته يې د ورانکارۍ لپاره راولېږل، کله چې ولسمشر غني  ټاکنې وګټلې او د سولې غږ يې پورته کړ، نو د طالبانو خلاف يوې بلې ډلې داعش هم سر راپورته کړ، که چېرته طالبان  د مذاکرې لپاره حاضر شي، نو داعش به د طالبانو  ځای نيسي او افغانان به ځوروي، ګلبدين حکمتيار هم داعش ته د سوال لاس اوږد کړ، چې زه هم غواړم تاسو سره د افغان دولت پر ضد وجنګېږم، خو کله چې يې د داعش رد ځواب وليد، نو افغان دولت ته يې د سولې وړانديز وکړ، چې خورا ښه پرېکړه يې وکړه، که څه هم هيواد د همدغه څو جنګي ليډرانو له لوري په ويراني بدل شو، خو چې اوس يې خپله تېروتنه ومنله  او افغان دولت سره يې خبرو ته زړه ښه کړ، ښه خبره ده، کېدای شي اوس يې مجبوريت وي، که يې له پيله د افغان دولت سره د سولې پاليسي خپله کړې وای، نو نن به شمالي ټلواله دومره ځواکمنه نه وه، هغه مهال حکمتيار شرطونه لرل، چې  بهرني یرغلګر دې ووځي او واک دې افغانانو ته پرېږدي، بېرته باید له سره ټاکنې وشي، خو اوس  فقط د سر خير غواړي.

د غويي اوومه او اتمه د هيواد د بربادۍ ورځې دي، دواړه ورځې په هيواد کې بد شګون له ځان سره لري، کله چې د غويي مياشت راشي، نو د کلي خلک وايي الله دې دغه مياشت په خير سره تېره کړي، دوی يې له تېرو بدمرغيو کرکه لرۍ.

لا ترننه هم د جګړې ليکي ځواکمنې دي، تر ننه هم لا مخالفين له پښو غورځول شوي نه دي، تر ننه هم لا بدبختۍ جریان لري، لا ترننه هم د افغان وينه بې ارزښته ده، هره ورځ  مړي، هره ورځ جنازې او مرګونه نور موږ هم د ناامېدۍ پر لور روانوي.

د دغه غميزو پیل د غويي اوومه نېټه ده، چې لا تر ننه يې سپرغۍ تازه دي، تر ننه لا د جګړې ډګر تود دی، جګړه روانه ده، لا به ترکومه ددغه نیابتي جګړې باج ورکوو.

5 thoughts on “بدې ورځې؛ بد شګون/ زلفانه”
  1. ګرانی خوری الله ج دی عزتمنه لره
    لمړی دا درته لیکم چی زه هیڅ نوع ارتباط او اشنایی د مجا هدینو د راتګ نه را پدیخوا د هیچا سره نلرم او نه می اوس لپاره ورته کوم تصمیم شته خو که د ګران وطن می دسر قربانی ته ضرورت پیدا شی او دا سی څوک چی وا قیعا ددی وطن د خیر لپاره قدم کیږدی ورڅخه دریغ نکوم او زه لیکوال هم نه یم صرف او صرف د وطن درد راته د معدی او اعصابو تکلیف پیدا کړی نو هیله مند یم چی په یاداشت می خفه نشی هیله مند یم چی زما څو کرښی ستاسی سره په را تلونکو لیکنو کی کومک وکړای شی نوغواړم
    بیا هم په لیکنو کښی بعضی نقطو ته ستاسی توجه را ګرځووم لکه چی تاسی لیکلی په دولت کښی فساد نه دا باد داسی لیکل شوی وای چی هغه خلک چی افغان ملت استفراق کړی وه او له ځا نه یی شړلی وه هما غه نجس امریکا د خپلو منا فعو د تا مین پخاطر دوباره په مونږ حا کم کړل چی د اوسنیو بدبختیو عا ملین همدا اوسنی مافیا یا دولتی چارواکی دی

  2. هو بلی دننی بدبختیو باب کمونستانو پرانیست خو د کابل جګړه د جاهلی تعصباتو زیږنده وه چه دښمنانو وکولی شول چه د انحصاری جنون دلاری نور جګړی ته اړ او بیا ددی مدعا ښه ثبوت بیا هم د بن په تړون کی بیا ځلی هماغه انحصاری جنون بیا هم تر پخوا ډیر په لیونی ډول د منطقوی او نړیوال ابعادو سره د غټ غټ بمونو متقاضیان ورته شکل ورکوی او په ډیر لجام ګسیخته شکل جنګ ته لمن وهل کیږی او تنظیمی جنګ په ټول ملت تحمیلیږی چه داوسنی جنګ لوی داخلی عامل یی دبن د انحصاری تړون زیږنده ده چه دا مفسدین له جنګ او فساد نه تغذیه کیږی او د حاکمی ډلی دی خصوصیت د هر چا مداخلی ته لار پرانیستی ده

  3. د ثور اوومه او اتمه د هيواد په تاريخ کې کرغېړنې ورځې دي، پردغه ورځ زموږ زرګونه وطنوال شهيدان شول، په زرګونو معیوب په زرګونو نورو هيوادونو ته مهاجر شول.

  4. دا ټولې نړۍ ته ښکاره ده چې دا ۳۸ کاله د افغانستان د تار یخ هغه تورې او بدمرغې ورځې دي، چې زموږ خائینو، هیواد پلورونکو، پردی پالو، تریاکي مشرانو د خپلې شخصي ګټې په خاطر په ولس زغملې۰ او د دوی د بې اتفاقۍ د لاسه دي چې زمونږ ګاونډیان او امریکا د یوشمیرهیوادو سره په ګډه زمونږ ستړئ ولس ربړوي۰ ښه په داوي چې ټول افغان سره یو موټئ شي او په ګډه او امن په خپل کور کې ژوند وکړو۰

  5. په ډیر تاسف سره باید ووایو چې د افغانستان واک د ثور په اوومه او خصوصا د ثور په اتمه د داسی کسانو په لاس کی ولوید چې د دې باتورو او ننګیالیو خلکو د مشرتابه لیاقت یی نه درلود. هغوی چې د ثور د اوومی پرضد قیام وکړ اود دوه میلیونو هیوادوالو د وژلو او دمیلیونونو نورو د مهاجرت او کډوالی اصلی عاملین دی د ثور په اتمه واک ته له رسیدو وروسته په خپل منځي جګړو سره اخته شول، د هیواد ملی سرمایه ، روزل شوی ملی اردو او د هغې تجهیزات ، ملی کدرونه او ملی یوالی یی له منځه یووړ او تر نن پوری د خپلو هیوادوالو په وژلو لګیا دي. د افغانستان په کورني سیاست کی هیڅ پردی ملامت ندی ، بلکی ټوله ملامتي د همدغو نا اهله تش په نامه « جهاتی مشرانو » په غاړه ده . افغانستان به هغه وخت لدی پردی پالو نه خلاص شی چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د دوی کاندید ته د نه ځواب ووایی او د هغوی په مقابل کې ملی افغانی ځوانو مشرانو ته چې لاسونه ېې د خپلو هیوادوالو په وینو سره نه وي ، او ملی ګټو ته وفاداره وی ، رایه ورکړي.

ځواب ورکول Ataey ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *