تاند – د برتانیا د نړیوالې پراختیا وزیر لارډ بېټس د دغه هېواد د مشرانو جرګې (هاوس آف لارډز) ته په ورتګ کې د ۴ دقیقو ځنډ له امله استعفا وکړه.

ښاغلی بېټس د مشرانو جرګې د څه مسئلې د سپیناوي لپاره ورغوښتی وو خو هغه ونه توانېد چې په ټاکلي وخت ور ورسېږي او څلور دقیقې وروسته ور ورسېد.

لارډ بېټس د مشرانو جرګې غړو ته په وینا کې وویل، چې هغه په ځنډ د ورتګ له امله «ډېر زیات د شرم احساس کوي» او له همدې امله استعفا کوي.

د مشرانو جرګې په تالار کې، چې ۷۸۷ غړي لري، شور جوړ شو او نژدې ټولو د «نه،‌ نه، نه» غږونه پرې وکړل خو وزیر نه منله او د خجالت له احساس سره په چټکۍ له سټېج څخه ښکته شو.

ویل کیږی چې د برتانیا لومړۍ وزیرې تیرېسا می د ښاغلي بېټس استعفا ونه منله او نوموړی په خپل حال وزیر پاتې شو.

3 thoughts on “برتانوي وزیر د مشرانو جرګې ته د ۴ دقیقو ناوخته ور رسېدا له امله استعفا وکړه”
  1. د ملت په وړاندی احساس د مسؤلیت او د وخت قیمت همدی ته وایی خو موږ ته بلاتشبیه ، پیش کله ای خر یاسیین خواندن ، بیش نیست. مګر هو موږ هر څه لرو خو که مؤمن حکام او علما تری کار واخلی او تربیه کی یی راولی.
    داخلاق حکام مسلمان مجموعه دی حسب ضرورت راټوله او دتعلیم او تربیی لپاره دی کورسونه دایر او بیا دقیقه ارزونه ورسره حتمی کړی.
    ځکه اوس ملت دا وایی چی : وزیر شدن آسان است ولی آدم شدن خیلی مشکل است یعنی قبل از وزارت بر آدمیت باید فکر کرد
    والله اعلم

  2. کاشکی مونږ هم لږ یو څه دوخت په قیمت پوه شوی وای، اووخت تیریدل یوداسی مرحله ده چی هیڅ اشتبا نه منی اوله هری مرحلی باید سالمه استفاده وشی

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *