سرچینه: آر ټي (نن روسیه)

د برتانیې رسمي دین مخ پر ضعف روان دی، څېړونکې وايي چې په عیسوي کلیسګانو کې یواځي د ګوتو په شمېر د لوړ عمر وګړي په عادتي بڼه عبادت کوي، خو د مسلمانانو په مسجدونو کې زیات شمېر ځوانان عبادت کوي چې تر ډېره یې د برتانوي ځوانانو پام خپل کړی. د مسلمانانو عامو مسجدونو په زرګونه برتانویان خپل لور ته هڅولي، که د یکشنبې په سهار کومي کلیسا ته سر ور ښکاره کړئ، د ګوتو په شمیر وګړي پکې په عبادت بوخت وي، په برتانیه کې د عیسوي دین کمزوري له پخوا راروانه ده، ۹۵ سلنه وګړي د یکشنبې په سهار د عبادت په موخه کلیساګانو ته نه ځي، له دې څرګندېږي چې په برتانیه کې عیسویان په ډېره ټيټه کچه خپلو دیني عباداتو ته پاملرنه کوي، دا کار یواځي په برتانیه کې په دې حال نه دی، بلکي په ټوله اروپا کې یې همدا حال دی.

په برتانیه کې د مسلمانانو شمېره د تېرو پنځلسو کلونو راپدېخوا مخ په زیاتېدو دی، چې پکې ۷۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی، د برتانیې د ملي احسایې له د مسئولینو په وینا چې یواځنی دین د اسلام مبارک دین دی چې ځوانان (له ۲۵ کلنۍ ټيټ عمره)  پکې ډېر عبادت او د خپل دین پلوي کوي چې په سلو کې ۴۸ دي چې په برتانیه کې یې شمېر ۱.۳ میلیونه ته رسي.

ډاکټر محمد عبدالباري په برتانیه کې تر ټولو د لوی مسجد مشري په غاړه لري، دا مسجد د لندن په ختیځ کې دی، محمد په دې باور دی چې مسلمانانو ځوانانو له خپله کوره د خپلې عقېدې درنښت زده کړی، مسلماني کورنۍ خپلو ځوانانو ته داسلام مبارک دین عقاید او احکام ور ښودلې. هغه زیاته کړه چې دا مسجد په ۱۹۱۰ ز کال کې جوړ سوی، اوه زره وګړي پکې په متوسطه کچه عبادت کوي، چې له دې ډلې یې پنځوس په سلو کې ځوانان دي.

په ۲۰۱۱ ز کال کې عیسویان د مسلمانو په پرتله زاړه وګړي وو، دهغوی اقتصادي ستونزي د هغوې د تقاعد کېدلو له سببه وې، خو مسلمانان بیا تر ډېره ځوانان وو چې دهغوی د اقتصادي ستونزو لاملونه په خپلو زده کړو بوختیا او په کور او کورنۍ جوړولو پسې هڅه کول و. ځینې بیا په دې باور دي چې د اسلام مبارک دین د حفاظت او ساتنې دین دی، په وینا یې چي عیسویت له دوی سره مرسته نه کوي چې هغوی په برتانیه کې له ستونزو او بلواوو په امن کې وساتي.

په ۲۰۰۷ ز کال په برتانیه کې یو لوی شمیر وګړي ووژل سول، دا د اروپايي اتحادیې په هیوادونو کې بل هر هیواد کې د وژنو او قربانیو لوی شمیر ښيي، له دې کبله برتانیه تر ټولو نورو اروپايي هیوادونو نامننه ده، په برتانیه کې په هرو سل زره وګړو کې ۲۰۰۰ جرایم ثبت سوي وو، په امریکا کې دا شمیر په سل زره وګړو کې ۴۶۶ ته رسېده. د جرایمو د یوې سروې له مخي د ۲۰۱۳ ز کال د مارچ تر میاشتي پورې ۸.۶ میلیونه جرایم ثبت سوي وو.

له بل لوري ویل کېږي چې د برتانیې په هغو اطرافي سیمو کې چې ځوانان له راز راز ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، له خپله دینه تېښته کوي، د بریکسټن مسجد پخوانی مشر   عبدالحق باقر په ګارډین ورځپاڼه کې لیکي چې  وګړو ته ناسمه پاملرنه ددې لامل کېږي چې هغوی له ځانه کوم بل ځواک ته مراجعه کوي تر، څو یې دانسانیت مقام او حیثیت ته درنښت سوی وي، باقر په خپله له پلاره کاتولیک پلوی و، خو بیا مسلمان سو، له هغه وروسته  یې په ژوند کې یو ډول بدلون او د زړه تسکین پیدا سوی،  دده په وینا چې له ټولو هغو عیسویانو سره چې ده مرکې او خبرې کړې د پورته دلیل پر اساس له خپله دینه لاس په سر سوي او د اسلام مبارک دین یې قبول کړی.

د ځوانانو د ښې روزنې او پالنې (سټریټ یوکې) بهیر مشر وايي:  له نوې عقېدې سره مې احساس سپېڅلی سوی، د زړه تسکین زیات سوی، او په رویه کې مې هم  ستر بدلون  راغلی ، د اسلام مبارک دین  په پلې کېدا مې  په حقیقي توګه غیرت او مېړانه ډېره سوې، چې له دې مبارک دین منلو وروسته مې بد احساس نه دی کړی.

د څېړونکو په وینا چې د اسلام ددین د پیروانو پر خپل عبادت او مذهبي کړنو ټینګار او پر وخت اجراکولو عیسویان ځوانان هم هڅولي چې همدې دین ته مخه کړي، د اسلام پیران بیا وايې چې د ځوانانو دې دین د مخ کولو دلیل دا دی چې دهغوی پخوانیو دینونو مستقیمه لار له اوله ورکه کړې وه، هغوی د اسلام په مبارک دین کې مسقیمه او سمه لار موندلې ده.


ټولنپېژندونکې په دې باور دي چې که دا حالت جریان پیدا کړي، د اسلام دین به د عیسویت دین په شا کړي، او د یوې پېرۍ په اوږدو کې به په برتانیه کې حاکم دین اوسي.

د  ۲۰۱۱ ز کال د سر شرمېرنې له مخي د مسلمانانو شمېره په سل کې پنځه سلنه اټکل سوې وه، چې په ټوله کې ۶۰۰۰۰۰ مسلمان وګړي له نورو هیوادونو څخه په تېره یوه پېړۍ کې برتانیې ته راغلي دي، د برتانیې له ټولو مسلمانو څخه یې نیم په همدې هیواد کې زېږېدلي.  امریکايې څېړونکې په دې باور دي که د مسلمانانو زیاتښت په برتانیه کې پر همدې حال اوسي په راتلونکو شلو کلونو کې به د مسلمانانو شمېر دوه برابره (۵.۵ میلیونه) سي، له ۲۰۳۰ ز کال پورې به په برتاینه کې تر کویټ ډېر مسلمان اوسي

2 thoughts on “برتانوي ځوانان له عیسویته اسلام ته اوړي/ ژباړن: آغامحمد قريشي”
  1. زکه مسلمانان کیژی چی داسلام دین د عدالت’ مساوات، ورورولی،اخلاقی او اجتماعی او مکمل دین دی

ځواب ورکول ذاکرالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *