تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت ريیس نن اسلام اباد ته ورسېدل چې پاکستاني چارواکو ته د کابل د وروستیو حملو او په پاکستان کې د مېشتو ترهګرو د ارتباط په اړه اسناد وسپاري.

د ولسمشر غني یوه ویندوی شاه جسین مرتضوي رسنیو ته وویل، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت ريیس محمد معصوم ستانکزی د دې لپاره پاکستان ته تللي چې د دغه هیواد مشرانو ته د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې او د اسلام اباد له لوري د تروریستي ډلو د ملاتړ په باب اسناد وښيي.

ارګ وايي چې ولسمشر غني دوې ورځې وړاندې د پاکستان له صدراعظم خاقان عباسي سره ټېلفوني خبرې ونه کړې.

د ارګ د سرچینو پر اساس خاقان عباسي ولسمشر غني ته ټېلفون کړی و او ظاهراً یې غوښتل چې د کابل د وروستیو تروریستي حملو په خاطر غمرازي وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت ريیس د پاکستان له صدراعظم، د استخباراتو رييس او نورو چارواکو سره وویني.

2 thoughts on “برمک او ستانکزی پاکستاني چارواکو ته اسناد سپاري”
  1. ژوندی دی وی غنی خان!ا افرین! ا د ا سّی خو هر وخت را غاپی خو پروایی مه کوی!ا کاروان ّه مخ بوزی!

  2. پر پاکستانيانو دا اسناد اوشواهد کوم تاثير نه کوي موږ خپله ځه کولائ سو چه ددي تروريزم مخه ونيسو؟

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *