تاند- د افغانستان برښنا شرکت په یوه زړه ور اقدام کې د څو تنو زورواکانو برېښنا پرچاو کړه.
د افغانستان د برښنا شرکت په وینا زورواکان لکه پخواني جهادي قومندانان او چارواکي د کال د دېرش ملیون ډالرو په ارزښت برېښنا مصرفوي خو پیسې یې دولته ته نه تحویلوي.
د دغه شرکت له لوري له برابر شوي لیست سره سم څلور سوه زورواکان، چې د ولسي جرګې غړي، پخواني جهادي قومندانان او د دولت جګپوړي ماموران پکې شامل دي، د برېښنا محصول نه ورکوي.
خو د افغانستان برښنا شرکت د لومړي ځل لپاره په یوه بې ساري اقدام کې د ځینو کسانو د کورونو برېښنا، چې محصول یې نه و ورکړی، پرچاو(قطع) ګړه.

د افغانستان برښنا شرکت چارواکي وايي چې تر دې پخوا یې هم د زورواکانو کورونو ته کسان لېږلي چې د برېښنا محصول نه ورکوي خو د هغو ساتونکو یې مخه نیولې او برېښنا یې نه ده ده ورپرچاو کړای شوې.
د دوی په وینا په ځلونو د برښنا شرکت ماموران د زورواکانو د ساتونکو له لوري وهل شوي دي.
افغانستان ډېره برېښنا له ازبکستان او تاجکستان څخه واردوي او مجبوره دی چې دغو هیوادونو ته د وارداتي برېښنا په وړاندې هر کال لږترلږه ۴۴۰ ملیون ډالره ورکړي.
د روان کال په اپریل کې رویټرز خبري اژانس د افغانستان برښنا شرکت د رييس میرویس عالمي له قوله په یوه راپور کې ویلي و چې شرکت یې د ملېشو د پخواني قومندان جنرال دوستم په شمول له یو شمېر زورواکانو سره د برېښنا د محصول په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.
د ښاغلي عالمي په وینا جنرال دوستم د برښنا شرکت دوه لکه ډالره پوروړی دی او حاضر نه دی چې محصول ورکړي.
د ښاغلي عالمي په خبره زورواکان فکر کوي چې برېښنا یې باید وړیا وي. کله چې دوی ترې محصول وغواړي نو له ولسي جرګې ورته ټېلفونونه پیل شي.
عالمي وویل، دوستم د برېښنا دوه لکه ډالره محصول ورنه کړ، دوی یې برېښنا ورپرچاو کړه، مګر لا څو ساعته تېر شوي نه ول چې له زوره یې کار واخیست او له بلې لارې یې برېښنا وصل کړه.
ښاغلي عالمي ویلي، که دوستم یا نور جګړه ماران نن د برېښنا محصول ورنه کړي د دوی اولادونه او لمسیان به مجبوره کړای شي چې د ملت پیسې ورکړي.
Who gets the dollars that come to Karzai office? Everybody wants a piece of the pie.
سلامونه اونیکی هیلی
دبریښنا شرکت ته دی الله ج بری ورکړی چی ددی خونخوارو سپیو څخه دبریښنا محصول یابل واخلی وسلام
لعنت دوی په داسی دبریښنا وزیر چی په دی تیرو لس یا کم زیاتو کالو کی دپورتنی خبرپه اساس د کال ۴۴۰ ملیونه ډالر ازبکستان او تاجکستان ته دبرق دواردولو په خاطر ورکوی چی که لس کاله دا پیس ورکړی شوی ، نو فکرکړی چه څه ناڅه څلور بلیونه ډالر په هوا تللی الله ج د دا وزیر تباه او برباد کړی سره له یارانو یی . امین
د بریښنا شرکت زړور اقدام وکړ چی بریښنا یی زور واکانو ته پرچاو کړه مګر د راپور لیکونکی و نشوکړای چی د ټولو نومونه ولیکی
د برښنا شرکت دا کار پر ځای او د ستایلو دی پکار ؤ چې دوی دا کار ډېر وختی کړی وای خو اوس هم نه دی ناوخته اوس دې مالیه اوجریمه هم پسې حساب کړی او یوه نیټه دې ورته وټاکي که تر نوموړې نېټې پورې یې پیسې تحویل نکړې بیا دې نوې نېټې ورته ټاکی مالیې او جریمې دې پسې حسابوی کله چې قانون حاکم شی انشا الله حساب به ورسره کیږی او د دوو لکو پر ځای به بیا دوه میلیونه ډالر تحویلوی
د همداسې ورځې په هیله