تاند- د بریتانیايي شهزادګۍ کېټ بیا اومیندواره ده. د بریتانیا سلطنتي ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ملکې د لمسي شهزاده ویلیمز مېرمن ۳۲ کلنه کېټ حامله ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ممکن د شهزادګۍ کېټ ماشوم د ۲۰۱۵ میلادي کال په مارچ میاشت کې دنیا ته راشي.

د کېټ او ویلمز لومړی ماشوم تېر کال زېږېدلی و.

1په بریتانیا کې له دې سره سره چې ملکه او سلطنت تشریفاتي رول لري او د هیواد ټولې چارې د صدراعظم په لاس کې دي، خلک د ملکې او د هغې د خپلوانو له کورنیو مسلو سره ډېره لېوالتیا لري. اوس به اکثره تلویزیونونه، ورځپاڼې او نورې رسنۍ د کېټ او ویلمز په راتلونکي ماشوم تبصرې کوي.

د سلطنتي ماڼۍ په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د کېټ او ویلمز راتلونکی ماشوم هلک او که نجلۍ ده.

2 thoughts on “بریتانیايي شهزادګۍ بیا اومیندواره ده”
  1. میاشت دوه مخکې خو دې یو ماشوم خراب کړی وه، ماشاءالله سمه د اوزې په څېر دی، داسې ژر یې بیا کار کړی دی که دا شهزاده همدې کار ته بالکل وزګار دی 🙂

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *