د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر

تاند- د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سفر په لړ کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي ريیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي او د افغانستان د سولې د عالي شورا ريیس پیرسید احمد ګیلاني سره ولیدل.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې د بهیر او څلور اړخیز ګروپ په اړه وویل، هیواد یې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي او د دغو خبرو د چمتووالي لپاره له افغانستان سره د یو ملیون او څلور لکه ډالره مرسته کوي.

ښاغلي هامند تاکید وکاوه چې بریتانیا د څلوراړخیزو خبرو ملاتړ کوي او باور لري چې افغانستان ته د سولې او ثبات د راوستلو یو مهم فرصت په لاس ورکوي او د افغانانو کړاوونه پای ته رسوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د اصلاحاتو په برخه کې په ځانګړي ډول له فساد سره د مبارزې لپاره د افغانستان د حکومت ژمنه، چې د ۲۰۱۴ م کال په دسمبر کې یې د لندن په کنفرانس کې کړې وه، مهمه وبلله.

ده زیاته کړه:«خوشاله یم چې د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر په توګه بیا افغانستان ته راځم. د بریتانیا حکومت ژمن دی چې له افغانستان سره خپل مشارکت ټینګوي. موږ به د افغانانو د لا سوله ییز، خوندي او سوکاله راتلونکي لپاره د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړو.»

ده همداراز وویل:«دا د افغانستان لپاره مهم کال دی. په بروکسل کې د ناټو کنفرانس د افغانستان حکومت ته موقع برابروي چې نړیوالې ټولنې ته په خپلو اصلاحاتو کې د پرمختګ اجنډا بیان کړي څو نړیواله ټولنه له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړي.»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د ویبپاڼې د راپور له مخې فلیپ هامنډ په کابل کې له بریتانیايي پوځیانو سره هم وکتل.

ده په کابل کې د بریتانیايي پوځیانو له قوماندان برید جنرالاین توماس، د ناټو د غوڅ ماموریت له قوماندان جنرال جان نیکلسن او په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو له قوماندان جنرال ټیم فورد سره په افغانستان کې د بریتانیا پر غیرپوځي رول خبرې وکړې.

2 thoughts on “بریتانیا د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره ۱،۴ م ډالره مرسته اعلان کړه”
  1. دا یو عشاریه څلورمیلونه ډالر دی نه یو سلو څلور میلونه دالره غلطی باید اصلاح شی

ځواب دلته پرېږدئ