تاند- د بریتانیا صدراعظم دیوید کامرون نن /دوشنبه/ په یوه نااعلان شوي سفر هلمند ته لاړ او په افغانستان کې یې د فوټبال د ودې لپاره نامتو بریتانیايي لوبغاړی ډیوید اوین له ځان سره پراوستی و.

د انګلیستان او لیورپول د فوټبال پخوانی نامتو لوبغاړی مایکل اوین په دې سفر کې د دې لپاره له صدراعظم کامرون سره ملګری شوی چې د افغانستان د فوټبال د ودې لپاره د بریتانیا د مرستې پلان اعلان کړي.

د دې پلان له مخې به د فوټبال یوه نوې ټولنه جوړه شي څو د افغانستان د فوټبال د غوره ټیمونو له لیګ سره مرسته وکړي.

د دې طرحې پراساس به د افغانستان د فوټبال تکړه او بااستعداده لوبغاړي په جورج پارک کې د انګلیستان د ملي روزنې مرکز ته ولېږل شي څو وروزل شي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې دا پلان له دوولس کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې د ملي روحیې د پیاوړتیا لپاره دی.

د بریتانیا صدراعظم سکای نیوز تلویزیون ته وویل:« د فوټبال د ټولنې او د افغانستان د سپورت د مسوولانو ترمنځ همکاري د خلکو د یوکولو لپاره بې ساری امکان برابرولی، هیوادونه سره نژدې کولی شي او په داسي حال کې چې موږ له افغانستانه وځو افغانستان په نړۍ کې یوازې نه پرېږدو.»

کامرون په هلمند کې له خپلو پوځیانو سره په کتنه کې وویل، ډاډه دی چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه به لاسلیک شي او نړیوال ځواکونه به اجازه ومومي چې له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

کامرون په هلمند کې بسټین کمپ ته لاړ چې تر کرسمیس مخکې له بریتانوي پوځیانو سره وویني.

ده ټینګار وکړ چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه هم د افغانستان او هم ناټو په ګټه ده او له همدې کبله مطمینه دی چې له یو لړ خبرواترو وروسته به لاسلیک شي. د امریکا او بریتانیا ترمنځ د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو په صورت کې ناټو هم له افغانستان سره ورته موافقه لاسلیکوي. که امریکا او افغانستان موافقه لاسلیک نه کړي د امریکا ترڅنګ د ناټو نور غړي هم په افغانستان کې له ۲۰۱۴ وروسته پوځیان نه شي ساتلی.

One thought on “بریتانیا د افغانستان د فوټبال د ودې لپاره خپل نامتو لوبغاړی افغانستان ته راولېږه”
  1. The following anecdote appears in one of Niall Ferguson’s absorbing studies of British Empire. On the eve of independence for the colony of South Yemen, the last British governor hosted a dinner party attended by Denis Healey, then the minister for defense.
    Over the final sundown cocktail, as the flag was about to be lowered over the capital Aden, the governor turned to Healey and said, “You know, Minister, I believe that in the long view of history, the British Empire will be remembered only for two things.” What Healey was interested to know, were those imperishable aspects? “The game of soccer. And the expressions ‘fuck off’.”

ځواب ورکول Abdul Salam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *