تاند- د ملي اردو هغه سرتېری، چې د ملت او حکومت له لوري د اتلولۍ لقب ورکړای شوی، له بندي کېدو وروسته په ضمانت خوشي شوی دی.

بریدمل عیسي خان، چې تېره میاشت یې پر ملي شورا د وسله والو انتحاریانو حمله شنډه او شپږ تنه یې ووژل، په هغه موټر چې د ولسمشر لومړي مرستیال د جایزې په توګه ورکړی و، یو تن وواهه. په دې پېښه کې وهل شوی کس مړ شو او عیسي خان یې محبس ته ولېږه.

چارواکي وايي چې عیسي خان یې په ضمانت خوشي کړی خو د دوسیې په اړه یې تحقیقات روان دي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وویل:«عیسي خان په ضمانت خوشي شوی دی.»

رحیمي وویل چې عیسي خان تر هغو په هیواد کې دننه ازاد ګرځېدای شي چې محاکمه یې پیلېږي.

ده ونه ویل چې چا د بریدمل عیسي خان ضمانت کړی دی.

په همدې حال کې د کابل پولیس وايي چې د عیسي خان خلاف به قانوني پروسه روانه وي او که محکمې په سزا محکوم کړ، د قید موده به پوره کوي خو که محکمې له تحقیقاتو وروسته برات ورکړ، ازاد به وي.

2 thoughts on “بریدمل عیسي خان په ضمانت خوشي شوی”

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *