د پینځو کلنو به وم چې د نغمې له نوم سره اشنا وم ،د هغې سندرې به مې اوریدلې یوه ورځ مې پلار ته ویل چې پلاره جانه نغمې واده کړی دی او که نه ، نو هغه راته ویل چې هو واده یې کړی دی او خاوند یې هم هنرمند دی او منګل نومیږي.

زما د نغمې اواز د ماشومتوبه خوښیده کله به چې له ښوونځي څخه راغلم نو په کور کې مو یو پخوانی ټیپ و د او زړي زړي کیسټې مو هم درلودي کله به مې چې یو کیسټ واچولو نو مقري په غږ به سندره چالانه شوه نو بیرته به مې کیسټ کیښوده تر هغه وخته به مې همدا حال وو چې ترڅو د نغمې کیسټ پيدا کړم کله مې چې کیسټ پیدا کړ نو ډډه مې ورته ووهله او ښه په خوند به مې سندري اوریدې،نو سندري په پاې کې به د بابرزی صیب نوم راته ، او اکثره سندرو کې به د بابرزي صیب نوم به وو.

چې په کومه سندره کې به د بابرزي صیب نوم نه وو نو هغه سندره به مې خوښیده بس د بابرزي صیب د شعرونو مینه وال وم
پښتو کې مو همدا یوه هنرمنده مو درلوده خو اوس شګر دې په پښتنو کې نورې هم بلا سندرغاړي لرو او پښتو موسیقۍ ژوندۍ ساتلي.

که پښتو موسیقۍ ته چې هر څوک راځې او پښتو موسیقي ته پرمختګ او وده ورکوي زه یې نیک اقدام او هرکلی یې کوم ځکه چې زمونږ موسیقي به لاپسې پرمختګ وکړی
زه پدې ښه پوهیږم چې په پښتنه ټولنه کې د یوي پيغلۍ موسیقۍ ته راتلل داسې معنی ورکوې چې په سر په تلی کې ګرځول دې او په پښتنۍ ټولنه کې ورته په بده سترګه کتل کیږي

خو اوس د بریښنا امیل په نوم یو پښتنه پیغله واقعآ چې ښه غږ لرې د خوږې ژبي میرمنه ده په غږ کې یو جادو پروت دې د میئن د زړه ټکور دې زه شهامت او بهادرۍ ته سلام کوم چې پداسې یوه ټولنه کې چې هلته پښتنۍ خویندو ته بلا ستونزي مخي ته پرتي وې هغه دې د موسیقۍ هنر ته مخه کړې .

بریښنا امیل چې په دویمه نغمه ښاپیرۍ باندې یادیږي یو نیم کال کیږې چې دې هنر ته یې مخه کړی په لږ وخت کې د ډيرو مینه والو زړونو کې یې ځانته ځاې پيدا کړیدې

یو شاعر وایې چې :
څوک چې شجره د ښکلو وګوري
ټول د ننګرهار وې چې دا ولی وې

خو بریښنا امیل بیا د ننګرهار نده بریښنا امیل وایې چې زه په همدې افتخار کوم چې افغانه یم او بیا پښتنه او د زیږوپښتنو ټاټوبي کې پيدا شوی یم
یو نیم کال کیږی چې په سندرو یې پيل کړیدې لومړۍ سندره چې بریښنا امیل پخپل خوږ غږ کې زمزمه کړی هغه د ښاغلي منتظر صیب شعر دې چې وایې:

سپینه مې غاړه سپین مړوند ، سپين مې جانان دې
دا ښکلی وطن مې کابل جان دې

پدې سندرو ویلو سره یې د ډيرو مینه والو زړونه یې ترلاسه کړل د هغه په زړه کې لوې ارمان دادې چې په افغانستان کې د تر تله سوله وې او نړۍ کې دې ځلانده اوسه
راګرځم خپلو خبرو ته مخکې مې هم یادونه کړی وه چې بریښنا امیل دې هنر ته نوې نوې راغلی ده او ډير لنډ وخت کې یې د افغانستان دننه او باندې خپل مینه وال پيدا کړیدی د هر چا په زړونو کې جونګړه جوړه کړیده
زه هیله لرم چې بریښنا امیل به داسې شعرونه انتخاب کړی چې د خپل کلتور او افغانیت پام پکې وساتي او خپل پښتو د خدمت مصدر وګرځي

36 thoughts on “بریښنا امیل که دویمه نغمه ښاپيرۍ /صداقت غورځنګ”
  1. mohtaram sadaqat ghorzang salam ;tasey pashtana hunarmanda stayee,
    did your sister,doughter ,weife or (I AM SORRY) mother also like to participate in pashto music
    in big population or meeting in front of peoples.
    or just you like other peoples,respect to some body else, is,respect to self,
    jalalabad is city of pashtoons,from time gulagha shirzy is come in power in jalalabad,
    many thing far from islam and pashtoon calture is young peoples doing(SOME OF THEM)
    i live in newyork united states,here jewish or israel 100%fallow their religion,
    but why we under name of democracy forgot.all historical calture of pashtoons and islam.
    we need education of science and technology.but under regulation and rull of islam.
    thank you

    1. محترم امریکا میشته کاموال وروره لږ دی د خبرو محتوایات د احترام په چوکاټ کی وکه او بل دا چی هر انسان هر شی نشی جوړیدای تاسو که زر ځله هم کوشش وکئ فنکار کیدای نشی لیکن دا خور چی نن ددی فنکاری هنر ډګر ته راغلی ده دا ددی یو هنر دی چی غواړی لدی لاری د انسانی ټولنی پر خرابیو باندی د انتقاد په ژبه خلګ د انسانیت او محبت لور ته را وبلی فکر کوم تاسو دا لاهوری او پیشوری فلمونه ډیر کتلی دی او اوس تاسو دا محترمه فنکاره خور هم د هغو ډانسارانو په هنداره کی ګوری نه بلکی دا یوه غزل خوانه ده دا یوه اواز درلودونکی فنکاره ده چی اواز یی د انسان روح باندی د جادو په شان اغیز لری اواز خو هر څوک ایستلی شی لکن د بعضی کسانو اواز د انسان روح ته خوشحالی ورکوی زموږ د نورو مذهبونو او کلتورونو سره سر او کار نسته مذهب ځانته ځای لری او کلتور او هنر ځانته مذهب کلتور نشی کیدای لکن زموږ پښتنی روایات زموږ فرهنګ دی موسیقی د روح غذا ده موسیقی د پښتنود روایاتو یوه ډیره پراخه برخه ده حاتا موسیقی زموږ د اسلامی مذهب نه هم وړاندی زموږ په پښتنی روایاتو کی شتون درلودی ته خپله په امریکا کی اوسیږی د امریکا بی ستره ژوند دی د ځان لپاره خوښ دی او د بل انسان پر هنر باندی انتقاد لری ته هره ورځ د نیویارک په کوڅه او بازار کی څومره لغړی ښځی وینی ایا دا ګناه نده ته کولای شی چی په یوه اسلامی او افغانی ټولنه کی ژوند وکی او که یا وایی چی په افغانستان کی خو د ددین ستنی ملایان او طالبان انسان د مرغئ پشان په پڅ چاکو حلالوی نو بیا محربانی وکه پر قاتلانو او غیر اجتماعی ځناورو باندی انتقاد وکه لطفا د فنکار او اداب له چوکاټه ته چورلوټ خبر هم نه یی فقط تعصبی او مذهبی احساسات دی په غلبه راغلی دی کلمه ووایه پر ځان یی چوپ کړه چی په شی باندی اګاه توب نلری تبصره مه ورباندی کوه

  2. سلام علیکم ورحمت الله و برکاتهّ
    دا وایی چه د سندرو له لاری خپل پښتو ته خدمت کوم خدای د تا تباه کړی د سندرو له لاری خدمت مه کوه د اسلام له لاری خدمت وکاوه قران به د یاد کړای وای او د قران ستوری به وای نو خلکو به ویلی ول چی دا پښتنه خور د قران ستوری دی
    اوس خو خلک وای دا پښتنه ډمه ده مونږ پښتانه د وشرمه ولو
    ته خدمت نه کوی مګر پښتو شرمه وی الله د تا وشرمه وی

  3. صداقت صاحب:
    زه نه غواړم چي ستاسو پر خبرو څه وراضافه کړم او نقد ورباندي ولرم.

    زه یوازي همدا غواړم ووایم، چي څه د ځان لپاره غوره بولې د بل لپاره یې هم هغه غوره وبوله..(حدیث شریف دئ) له ځانه یې نه وایم…

    آیا ته دا غواړې چي ستا د کور مېرمن دي سندرغاړې وي او سندري دي د خلګو په منځ کي ووايي…

    زه تنګنظری نه یم، ليکن ضرور نه بولم چې دا ډول ليکني دي وسي….

  4. Dear Kamawal Sahib,

    Don’t get so angry and please learn how to speak politely to everyone including the writers. The way you have responded to the writer is completely against the teachings of Prophet Mohammad (SAW). Despite being in the US, you have not learned from the people of US how to behave and react toward others. As far as per my experience of communicating with the people of the world including the US, they would never accept such rude words.

    It is art, and the writer is interested in art and is appreciating it. She makes poems, talks to Pashtoons and encourage them how to become wise and love and protect their country; I am sure she is more useful to Pashtoons and to Afghanistan than you are. If you think you are more useful, please talk about your accomplishments.

    If you are in the US for studying and learning purposes, I highly appreciate it, but if for any other purposes, then I would say that no good Muslim will let his brother or son to go to a Christian’s country and serve them.

  5. مننه ګرانه : کومینټ مې درته ولوستو زمونږ په پښتنو کې دغه یو غټ مرض دې چې کوم کلتور چې د نورو څخه راپاتې دې هغوې ته ښه خوشحاله یو خو چې خپل کلتور او موسیقی ته وده ورکوو نو بیا د خلکو د غبرګونونو سره مخامخ کیږی اوس په پښتنو سیمو کې اکثره د پاکستانی هنرمندانو سندري چې هیڅ د مفهوم او د پيغام زکر پکې نه کیږي هغوي ته ښه خوشحاله یو او په رڼو سترګو یې ورته تماشه کوو خو چې خپله یو پښتنه خور سندره اوویې نو هغوې پسی خبري کوو نه پوهیږم چې څه وکړم

  6. Mr kamalwal, I doubt that you live in NY. at least your English doesnt suggests that. I think an NY resident will write a bite better English rather than what you did.
    why we Afghans have a bad habit. when we talk about something that we dislike it than we use Islam as a weapon agianst it. I am sorry for you. even if you live in NY (I repeat that, I doubt) you mentally live beside Taliban and Mulla Omer. be brave and say what you want. never use religion as a weapon.
    also be open to yourself, to people and your god! if a girl is singing, she will stand liable for it not you! so dont worry brother!
    your sympathy doesnt change anything, so keep it for yoursefl!

  7. کاموال صیب ستا سړېتوب هم دی نه مالومېږی چه یی پښتون اودپښتنوسره خبری په انګلېسی کی
    دا هم د پښتون کلتور نه دی

  8. عبیدالله ناصري صیب، ستا پیران عربان یا د فحاشۍ او عیاشۍ ستوري وایي چې لکل فن رجال معنی دا چې د هر فن له پاره خپل خلک وي. هر کس کولی شي چې د خپل مسلک او پوهې په اساس خپلو خلکو، ژبې او وطن ته خدمت وکړي. بله دا چې د قران تش په نامه دعوه کوونکیو هم دین او هم خپل ځانونه دومره وشرمول چې د خلکو یې زړونه له دین نه بیخي بد کړل. خدای دې درته هدایت وکړي.

  9. Salam Alikum Brother & Sisters!
    God Almighty left judgments for the Day of Judgment, which means that we are in no position to condemn this lady or the writer for their deeds or expression.

    I do not understand why our people are bothered by the choices of other people make in their life. It is not my life or your life what other people do. Let them do whatever they want as long it is in legal framework and social norms.

    What the writer says, it is his expression and appreciation of music, this singer and Mrs. Naghma. What the lady Breshna Amil does is her expression and way of life. Why it bothers others. Both of them are of adults, they have their own families to tell them what to do and they are not infirm… We should not be here to tell others how to live. We can atone ourselves for our own wellbeing in term of morality, value and belief…

    If you do not like it, then do not watch it, do not hear and always ignore it… than being judgmental…

    Thanks,
    Mullah Habib

  10. ناصری صاحب وایم له خولی د قربان شم سمی پر ځای خبری دی وکړی .ته بد کوی چی د سندرو له طرقه خدمت کوی د ناصری صاحب خبره چی قران د زده کړی وای او بل دا چی غورځنګ صاحب دا ته چی وایی چی پاکستانی سندری بی مفهومه دی سمه ده زما هم پاکستانی سندری نه خوښیږی ختا دغه د پاکستان له نوم سره نفرت لرم.نو بریشنا امیل څه نعت خوانه ده هغه خو هم جانان می فلانکی دی دیدن ته نه راځی مړه کیږم ورپسی څه و څه وایی یو بل ورور څه لیکلی نو هغه ته زه داسی وایم چی که چیری هر یو په خپل کار کی مهارت لری نو دا معنا نه چی په ګناه کی ته مهارت لری نو عمر بر به ګناه کوی په کوم قرانی ایات یا حدیث کی ده چی د سندرو اوسرود لوڅ سر بربنډه مخ له لاری خپل وطن ته خدمت وکړه داقسم خو یی زه کوم چی دی د خدمت په خاطر سندری نه وایی د خدمت لپاره نوری هم ډیری لاری دی دا ځان ښولو او مشهورولو په خاطر دا کارونه کوی نور مو خوله مه خلاصوی چی دنیا مو دا کمینټونه وینی خفه نه شی بخښنه غواړم

  11. ښاغلی صداقت سلامونه! ګرانه ډېره ښکې لیکنه دې کړې ،الله دې ګوتې مه خاورې کوه ،دا چې د پښتو ژبې بڼ ته هر څوک خدمت کوي ،نو په ډاډ سره ويلی شم، چې هغه به د هر افغان په زړه کې ځای پيدا کوي.نو داچې بريښنا اميل اوس مهال دافغان د ادب په بڼ کې يو نوی ګل راټوکېدلی د نوموړۍ د لابريالېتوب په هيله.
    ګران! يو وړانديز لرم په دې هيله ،چې راڅخه خوابدی نشې،د افغانستان په موسيقۍ ډګر کې ډېرې ښکلي بلبلان وو، شته او وي به ،چې دهغو جملې څخه يو هم عبدالله مقری صيب دی.
    ښاغليه! فکر کوم چې نوی ځوان يې ،چې د نغمې لپاره دمقري صاحب توحين کوې ،زه پوهېږم چې تا د مقري صاحب د تو حين موخه نه ده ،خو په ليکنه کې درڅخه شوې ګرانه،عرض مې دادی ،چې خپله لېکنه بايد يو ځل ښه ولولو او د يو کره کتوونکي اند هم له ځان سره واخلو ،فکر کوم ،چې دغه به زمونږ د بريالېتوب په لور يو ګام وي.

  12. ګرانه! دستاسو لېکنه مې لوستلې ،خو مخکې له لوستونکو، چې يو ځل تاسو لوستلې وای ډېره به ښه وای.

  13. له یو بهرنی پروفیسور څخه چا وپوښتل چه د افغانانو د ستونځو علت څه دی؟ ده بی له ځنډه ځواب ورکړ چه ستاسو د ستونځو اصلی علت دادی چه تاسو هیڅ شی په خپل ځای کی نه ایږدی! سړی پوښتنه وکړه چه هغه څنګه ؟ ده ځواب ورکړ چه زه به یی یو ساده مثال درته ووایم. مثلآ د نر تناسلی اله خپل ځای لری چه باید پکښی کیښودل سی خو تاسو دا اله په سر کی ایږدی نو ځکه مو مغز کار نه کوی او هر څه مو ګدوډی دی. سړی ورته قهر شو چه غـ.. بیا چا په سر کی ایښی دی او دا څنګه امکان لری؟ پروفیسور په خندا شو او ورته یی وویل چه اوس درته وایم چه تاسو څنګه غــ.. په خپل سر کی ایږدی. کله چه ستاسو یوماشوم د ځوانی مرحلی ته رسیږی او د مکتب، درس او زده کړی وخت یی وی ددی پر ځای چه څه زده کړی ټول فکر یی په دی وی چه چیرته یو نجلی او یا کوم څه پیداکړم چه دا شی پکی خالی کړی او په کتاب کی هم د نجلی شی ورته سترګو سترګو ته کیږی. اخر بل شی پیدا نه کړی اوله خپل لاس څخه کار واخلی چه دا کار نور هم سړی د پریشانی کندی ورټیل وهی او مغز یی نور هم ورخرابوی دا دی د غــ.. د په سر کی ایښودلو منفی تاثیرات. خو موږ داسی نه یو کله چه مودی کار ته زړه وسی ورځو داکار کوو او بیرته په بیغمه زړه خپل کتاب لولو او خپل د ژوند نور ضروری اړخونو ته فکر کووخو ستاسو دسر ماغزه یوازی د غـ.. په فکر کولو او د کوـــ په یادولو وسولیدل. عاقل را اشاره کافی است

    1. ها ها ها ها ها ها تاسې خو سم د خبرې پرتوګ ورایستلی او بیا دې لیکلي چې عاقل را یک اشاره کافی است داخو دې یو اشاره کړې که ټوله خبره بربنډه وکړې نو هغه خو به تر دې هم زوروره وي استغفر الله. الله ج دې په ټولو ورحمیږي. آمین ثمه آمین

  14. سلامونه ټولو دوستانو ته هیله ده چی د نظر ورکولو په باره کی لږ د سالمی کوپړئ څخه کار واخلئ اول باید ځان اصلاح شی او بیا نورو ته نصیحت او بل هر سړی خپل یی کار زه نه پوهیږم چی دا ولی خلګ خپل تنګ نظری د بل انسان په افکارو کی عملی کوی په ننئ زمانه کی زه فکر کوم هر سړی په دی پوهیږی چی څه وکړی بیله ملا او طالب نه ځکه ملا او چرګوړی یی( طالب ) هر وخت کوشش کوی چی په خپله جادوګره ژبه باندی د ټولنی پر بیچاره ولس خپل د تنګ نظری عقیدی افکار عملی کړی دی غواړی چی ټولنه همیشه بدرنګه وی ځکه ملا جان او چرګوړی په بدرنګه او ناپوه ټولنه کی خپل مداری توب ته ښه ترا د عمل جامه ورکولای شی دده خپل هرڅه خوښ دی خو د نورو دپاره ناروا دی دده د حجری بانډار او دریا وهل خوښ دی خو نورو ته بیا میوزیک ږغول ناروا دی دده بچه بازی خوښه ده خو د نورو کسانو د زنکه بازی خلاف دی او داسی نوری ټوټکی چی لیکل یی بسته یو کتاب دی راځم دی ته چی موزیک د انسانی ارواح یوه برخه ده او پښتانه ددی نړی د انسانو پشان ژوند غواړی دغی فنکاری خور ته د لا بریالیتوب هیله او ملا او چرکوړی ته صرف دونه وایم چی د ننی عصر په علومو ځان خبر کړی تاسی خصوصا د پښتنو ملایانو ته دا وایم چی نور مو د پرون تاویزونه او مدارتوب عصر ندی یا اصلاح شی نور عصری اجتماعی علم وکئ او یا نور مو بسته اسلام او پښتانه مو دواړه غرق کړل تباه او برباد شئ تاسی چټل اوناخبره ناپوه والاکه د خدای تعالی د خدایی او مذهب په شلمه برخه اګاتوب لرئ په خدای دی مو قسم وی چی د اسلام د دین په باره کی اسرایل او عیسایانو تاسو نه هم ډیر اګاه او خبر دی عربی وایاست په معنی یی شک نایاست ضربا او ضربو وایاست لکن په دوه جمعه دوه مو سر نه خلاصیږی پر منبر دریږئ لکن قلم نیول مو زده نکړل د منبر پر سر کریږی باسئ لکن هیڅ وخت مو حقیقت نه وویل حال داجی هرڅه له ورایه معلوم دی غوا توره د شیدی یی سپینی دی

  15. زه وايم الله ج ياددقبرعذاب اواخرت جي سوك به يا ولري داسي كاربه به زوندونكري هغه خلك جي داكار خدمت بولي دخل كورخلك دي دي سحني ته راوباسي ترسودوي هم دي خدمت كي شريك شئ أوشه طرقي وكري

  16. د پښتنو د وروسته پاتی کیدو لاملونه؟

    په وروسته پاتې هیوادونو کې حتي اکثره
    خلک د څښآک پاکې اوبه هم نه لري
    توپير په سلوک کې دی، چې د کلونو په اوږدو کې يې د فرهنګ او کولتور نوم اخيستی دی.
    کله چې د پرمختللو هېوادونو د وګړو سلوک او کړه وړه څېړو، نو ډېری د دوی په ژوند کې د لاندې اصولو پيروي کوي:
    • اخلاق، د اصلي بنسټ په توګه
    • يووالی
    • د مسووليت او دسپلين منل
    • قانون او مقرراتو ته درناوی
    • د نورو استوګنو حقوقو ته درناوی
    • کار سره مینه او د غوره کارونو د کولو لېوالتيا
    او
    • د ستونزو زغمل
    مګر په وروسته پاتې هېوادونو کې لږ شمېر وګړي يادو اصولو ته درناوی لري.
    موږ وروسته پاتې يوو، خو له دې امله نه چې طبيعي زېرمې نه لرو او يا بشري ځواک مو کمزوری دی، مګر کړه وړه مو د دې لامل شوي، چې وروسته پاتې اوسو نو باید خپله پشتو رسم رواج ډیر کلک راونه نیسو، خپل کړه وره سم کړو، لږ څه تغیر منونکي اوسو هیله مندیم چه دا لیکنه ګټوره تمامه شي.

    ولې يادو اصولو منلو او زده کولو ته نه ځير کېږو؟

  17. ټولو ته وایم چې که په رښتیا هم دا لیکنه تاسې ته دومره په زړه پورې نه ده نو بیا ولې دومره غبرګون يرې ښکاره کوئ داسمه خبره ده چې ښو ته به ښه وايې او بدو ته به بد خو په افغانستان کې داسې ظالم او جابر وژونکې شته چې د انسان مرګ د میږي تر مرګ ورته اسانه ښکاري داسې کسان شته چې د غریب د حق خوراک ورته خپله ځاني شتمني ښکاري داسې خلک شته چې په زور او زیاتي په خلکو خپله واکمني منلې ده داسې خلک شته چې د دنیا د څو پیسو لپاره د خلکو اولادونه بیايې او بیا یې وژني داسې کسان شته چې د پردې تر شا د خلکو وینه څکې او په عامه ټولنه کې يې ځان بزرګ او د خلکو خدمتګار وړاندې کړی دی د افغانستان په هره برخه کې بد خلک شته چې داسې کارونه کوي چې نه زمونږ او ستاسې په دود کې شته او نه دين او نه یې شریعت منې یادشویو ستونځو ته باید ډیره پاملرنه وشي ددې پر ځای چې یو بل ته سپکاوې وکړو.
    په درناوې

  18. انسان یو اجتماعی مخلوق دی
    خدای تعالی ج انسان یو اجتماعی موجود خلق کړیدی او په ټولنه کی ژوند کوی . که یو انسان لویه ګناه وکړی د ټولنی د یوه مشخص ارګان چی قضا ده ورته د خپل جرم په مقابل کی جزا ورکوی او یوه جیل یا زندان ته یی ورلیږی تر څو د خپل بند موده تیره کړی. تاسی وګوری چی په دی بندی به ژوند څومره سخت تیریږی اوهره لحظه به دی حسابوی چی کله به له دی زندان نه خلاص شم.
    مونږ هم غواړو چی خپل ځان او همنوعو ته داسی زندان جوړ کړو او دهغوی ژوند داسی محدود کړو لکه یو زندان. که بل څوک یو کار کوی مونږ حتما باید د هغوی کار وڅیړو چی هغه څه کوی او یا څه یی کړیدی. که زما له نظر سره مخالف کار یی کړی وی باید چی هغه بی د قضایی ارګانو له فیصلی محاکمه کړم .
    ژوند یو الهی نعمت دی او هر انسان خدای تعالی ج آزاد پیداکړی دی اوهغه ته یی کامل اختیار ورکړی دی چی خپله قضاوت وکړی او خپله لاره ځان ته انتخاب کړی. یو انسان تر هغه وخت پوری په خپلو کړنو کی آزاد دی چی یا یی بل چاته ضرر ونه رسیږی او یا قانون او مقرراتو پر هغه بندیز نه وی لګولی. بل دا چی ژوند یواځی خوړل ، څښل ، عبادت کول هم نه دی ، بلکه انسان نوروډیرو شیانو ته ضرورت لری لکه هنر ، موسیقی ، تعلیم او تربیه ، سپورت ، طب ، ساینس ، تکنالوژی او …..
    تر ټولو ښه به دا وی چی نورو ته احترام وکړو ، تعلیم او تحصیل وکړو . ځان له نورو هیواد والو او نړیوالو نه خبر کړو اوځانونه تر هغوی پوری ورسوو او د امکان په صورت کی تر هغوی مخکی هم شو. په نورو پسی خبری او تبصری کول بند کړو . سیاسی شعور پیداکړو او د پردیو په لمسون خپل هیواد وال ونه وژنو. فکر نه کوم چی هنر او موسیقی به دومره لویه ګناه وی لکه د یوه مظلوم اومعصوم هیواد وال وژل یا معیوبول دی . په اوسنی عصر کی حتی ډیر قوی دولتونه هم نه شی کولای چی د انسانانو ارادی ماتی کړی ، بلکه د خپلو اتباعو په غوښتنه قوانینو ته تغییر ورکوی او خپل ځانونه د انسانی تمدن له کاروان سره عیاروی.

  19. سلامونه.په سرکي مي سلامونه ومنی بعد له سلامه دمره ویل لرم چه هر سړی باید هنر ته احترام ولری .هر هغه څوک چه د هنرمخالف دی بیا دي سندري هم وانه وري دسندرو د اوریدو څخه دي هم بیا ډډه وکړي.ډیری کسان وینم چه سهاره ترماښامه پوري سندري اوري او دلته یی د ځانه ملا جوړکړی.دیو چا سپکاوی نه دی پکار.او بل دا چه همدا سندرغاړی دي چه دنن ورځي حالات یی په سندرو کي رانغاړلي دي داهم زه یو لوی خدمت بولم چه د خپلو خلکو اواز د سندرو له لاري روښانه کوي.د شمعي اشنا کامیابي غواړم او همدا رنګه د ټولو هنرمندانو.ډیر څه مي په زړه کي دي خو مګر بس دی معذرت غواړم

  20. سلامونه .هنر ته احترام ساتل پکاردي .حیران دلته یم چه ځیني خلک سهارنه تر ماښامه پوري په خپله سندره اوري او دلته یی د ځانه یی ملا جوړکړی .له هنرمندانو څخه ملاتړ پکاردي نن سبا همدا هنرمندان دي چه د خپلي خاوري هرتکلیف ته ځان رسولی او د سندرو پواسطه یی د څپلو خلکو،یتیمانو،کونډو او رنډو اواز یی پورته کړی او ځان یی ورته رسولی دی.پکار نه دي چه د چا سپکاوی وکړو او هر څوک دي باید ځان ته خیال وساتي او ځان دي اصلاح کړي همدا تر ټولو لویه خبره او لوی خدمت دی د هرچا خپل کاردی.پخپله هنر ته احترام او ټول هنرمندان دي که هغه ښځه وي او که نارینه.خفه نشی معذرت غواړم

  21. که هنر او ادبیات نه وی يوه ژبه مری . د خپلی ژبی د تقویی او روزلو لپاره ډیرو مسلکی کسانو ته اړتیا شته. شاعران به شعرونه لیکی ، لیکوالان به ډرامی ، کتابونه ، علمی او مسلکی آثار اوتاریخونه لیکی، د موسیقی او فلم هنرمندان به نوی کمپوزونه او نوی فلمونه په خپلو ژبو جوړوی . سندرغاړی به یی په ښکلو او زړه راښکونکو آوازو کی سندری وایی. د پوهنتون او ښوونځیو استادان او ښوونکی به زمونږ اولادونه را ته روزی. لنډه دا چی هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه.
    تاسو وګوری نور تنګ نظره خلک زمونږ د پښتو يو څو ښکلی او ښایسته کلیمی لکه پوهنتون ، ښوونځی او ولسی جرګه نه شی منلای . مونږ خو د نورو هرڅه منلی دی او بیاهم قانع ندی. خپل ځان پیژندل دی خدای پیژندل دی او مونږ باید د هنر موسیقی او فلمونو په واسطه خپل اصلی شهامت او افغانی غیرت نورو نړیوالو ته وښیو نه د تروریست او وژونکی او ډار اچونکی څهره.

  22. Salam To All of YOU!
    I guess some of those babies should wake up that she is not your servant or the writer is not your child. Let them leave their life and express themselves. What we are saying, thinking or doing does not have to be certainly the right thing in life.

    At the end, it is GOD to pass judgment, not us…

  23. لیکوال وروره،
    ستاسو لیکنه ډیرې ګرامري نیمګړتیاوې لري. هیله ده هره لیکنه له اتمام وروسته دوه دری ځلې خپله یا په کوم ملګري ولولئ ترڅو د لوستونکي د ژبې د بندښت یا جملو د ماتوالي څخه بیغمه او د مناسبو ویوکو په کارونه مفهوم په سمه توګه لوستونکي ته ورسیږي.

  24. سلامونه اونیکی هیلی می ومنی خدای دی روغ صحت درکړی هیله ده چی سلامونه ته می وعلیک ووایاست
    تاسی څرګندونی کړی دی دوستا نو چی هنر ادبیات ژبه ساتی راځی چی په واقعی هنر اوهنرمندان نو باندی ړوغیزو دوستانو اوسنی موسقی دژبی دبډایه کولو لپاره نه بلکی دله منځه وړلو لپاره استعمالیږی نو راځی چی دهنرمندانو په نامه ډمان تشویق نکړو

    1. عجازه وړاندی تر دې چی د اعتراض خوله خلاصه کی او یا دا بی معنی نظر ورکړی ته رشتیا زیات تعلیم ته اړتیا لری او بل ستا اجتماعی اخلاق سخت کمزوری دی

  25. غورځنګ صاحب د برېښنار امیل په اړه ستا لیکل شوې ستاینه او د ملګرو کمینټونه مې ولوستل مګر نه پوهیږم چې څوک ګرم او څوک نا ګرم دی، د ملګرو له لورې لیکل شوي کمینټونه د هر ملګري خپل شخصي نظر بولم او نه غواړم چې د دوﺉ په شخصي نظرونو باندې خبرې وکړم مګر یواځې دا وایم چې هنر او هنرمندي جرم نه دی دا د هر شخص خپله وړتیا ده چې په کومه برخه کې یې لري هغه مسول دی چې په یاده برخه کې له ځانه وړتیا وښايي، زما په اند غورځنګ صاحب د هر بااستعداده شخص لازمه ستاینه په کار ده نه غیرې منظمه او افراطي، تاسې او ځینو ملګرو د اغلې برېښنا امیل د هغه له وړتیا نه پورته ستاینه کړې ده د بېلګې په توګه تاسې هغه د اغلې ښاپیرۍ نغمې سره برابره او یا ورنېژدې بللې ده چې دا په حقیقت کې له حقیقته ډېره لرې خبره ده، اغلې ښاپیرۍ نغمه هغه ښکلې او بااستعداده هنرمنده ده چې د هغه په غږ ویل شوې سندرې د بلې هنرمندې په غږ خوند خو څه چې نه یې کوي بلکې د هغې جادوګره هنجره او ښکلی غږ تر اوسه چا نه دې لفسنګ کړی یعنې په دې معنا چې د هغه د غږ سره بل چا داسې غږ نه جوړیږي چې ډبلنګ پرې وشي.
    مننه

  26. ګرانو وروڼو! زه له تاسو تولو څخه یوه پوښتنه کوم. ایا په ټول قران کی د الم څخه بیا تر والناس پوری او یاهم د حدیثو په شپږو واړو کتابونو کی داسی یوصریح ایت یا حدیث راښودلی شی چه له هغه څخه د موسیقی حراموالی ثابت شی؟؟؟؟ دا راته مه وایاست چه دا دومره ملایان نو درواغ وایی! دا مو هم نه منم چه لهو لعب څخه مقصد موسیقی ده . دا به هم نه راته وایاست چه دا ټول خلک یی حرامه بولی نو ځکه حرامه ده . دوهمه د خبره د ښځی د اواز خبره ده چه وایی د ښځی اواز حرام دی خو پیغمبر ص په مکه د غونډی سر ته خیژی او په زوره ناری وهی چه ای فاطمی ای عایشی او ای خدیجی زه تاسو د ددوزخ له اوره نه شم ژغورلای د خپل ځان له پاره له خدایه بخښنه وغواړی ولی موږ خو د خپل تورسری د نوم په اخستلو شرمیږو او له پیغمبر څخه ځانونه زیات غیرتی بولو . زه نه پوهیږی چه موږ دا حرام او حلال له کومه ځایه راویستل ؟

  27. زه فقد دا ووایم چی زه بریښنا په رسمیت پیژنم خپل پلار یی په قبر کی وشرماوه وایی چی پلار په کور نشته او د مور نه ډار نشته او مور یی په هر مجلس کی په خپله لور فخر کوی نور مو خپل قضاوت چی دا وطن ته خدمت کوی او که د اسلام سره دښمنی

  28. بریښنا د لوړ د کلی ده او پلار یی مړ شوی دی که تیر ژوند ته یی وګوری ډیر زیات مشکلات یی تیر کړی دی خو دا نه هیروی چی خدای به یی بیا په مشکلات اخته کړی زما هیله له دی نه دا ده چی د خپل پلار او نیکه دروازی ته وګوری او نور توبه وکړی . بعضی ورنه وایی چی دا پښتو ته خدمت کوی او د دی لباس او لوڅ اندامونه دپښتی د شان سره لوبی نه دی ؟او د پشتنونو کلتور ته سپکاوی نه دی او بله دا چی دا که د نغمی ځای ته ورسيژی نه څه وکړی هغی کوم نوم پریښود چی دا به یی پریژدی دمره دعا ورته کوی چی خدای د هدایت ورته وکړی

  29. ګرانو دټولو تبصیرې می یوپه بل پسی وکتی او دا چی زه یوافغان یم او زه هم دخپلی پښتنې خور په اړ تبصیركولای شم
    دا چی هنر دپښتو ژبی کلتور ده
    اوس راشۍ څوک پښتونواله پالی
    او څوک چی پښتو پالی هغه که دهنر برخه وی که د ادب لیکوالی او دبریښنا خور په شان پښتنو پسی خبری کوی هغه زما په اند دپښتو کلتور سره اشنا نه ده

    اوبل هغه ورونه چی دګران حقیقی کتاب قران شریف خبره کوی هغو ته وایم چه ایا دا وایی چی موږ قران شریف حفظ کړی ده او بیا راشی په مسجد کی چاودنه وکړی ګران مظلومه په وینو سره کړی ایا دا خدمت ده

    ټولو ته وایم چې که په رښتیا هم دا لیکنه تاسې ته دومره په زړه پورې نه ده نو بیا ولې دومره غبرګون يرې ښکاره کوئ داسمه خبره ده چې ښو ته به ښه وايې او بدو ته به بد خو په افغانستان کې داسې ظالم او جابر وژونکې شته چې د انسان مرګ د میږي تر مرګ ورته اسانه ښکاري داسې کسان شته چې د غریب د حق خوراک ورته خپله ځاني شتمني ښکاري داسې خلک شته چې په زور او زیاتي په خلکو خپله واکمني منلې ده داسې خلک شته چې د دنیا د څو پیسو لپاره د خلکو اولادونه بیايې او بیا یې وژني داسې کسان شته چې د پردې تر شا د خلکو وینه څکې او په عامه ټولنه کې يې ځان بزرګ او د خلکو خدمتګار وړاندې کړی دی د افغانستان په هره برخه کې بد خلک شته چې داسې کارونه کوي چې نه زمونږ او ستاسې په دود کې شته او نه دين او نه یې شریعت منې یادشویو ستونځو ته باید ډیره پاملرنه وشي ددې پر ځای چې یو بل ته سپکاوې وکړو.

    نو دا وایم چی بریښنا امیل افغانه ,پښتنه ده او موږ ورباندې فخر کوو او زموږ ویاړ ده
    او هغه یو ازاده ژورنالسته ده
    زموږ ورته دوعا ګانې دی
    په درناوې

  30. ګرانو احترامات می وه ومنی !دا چه موږ او تاسو داسلام دمبین دین تر بیرغ لاندی ژوند قبول کړی اسلام څه ویلی دی ؟ زه تفصیل ته نه ځم زه او تا پوره من یو په هر څه پوهیږو دومره وایم چه ! ددنیا ټول هوسونه خواهشات لکس لکس تعمیرونه لکس لکس موترونه لکس لکس صورتونه وغیره وغیره ټول خاوری کیږی یوه سخته ورځ لرو چه په دغه ورځ دوه مهما نخانی دی الله پاک به قاضی او پاچا وی څوک به یوی مهما نخانی ته او څوک بلی مهما نخانی ته ور پولی هغه مهما نخانه چه هیڅ کمبودی پکی نه وی چا ته ورکول کیږی ؟ او هغه مهما نخانه چه هلته ابدی دردونه کړاونه غضا بونه دی چا ته ورکول کیږی ؟ تا سو محترمین لنډ ځواب راکړی نو هلته به دبریښنا امیل په مورد قضاوت وکړی چه دغه میرمنی ځه ډول هنر کسب کړیده . ی

  31. ۰۰۰(E=M.C²)
    که څوک ښه په ژوره (عمیق او دقیق) د قرآنکریم زده کړه وکړي، هستوي فزیک څه چې آسمانونه تسخیروي۰خو زه د خلافت تورې ډیوې ته ناسته یمه۰

  32. قسمت څه ته وائې؟ که څوک الله( ج) عقیده لري، نو په قسمت هم باور لري۰
    دآغلې بریښنا ایمل په تقدیر کې ئې دا لیکلي چې خپل ژوند د پښتو په کلتور ښایسته کړي۰
    ــ د امازون او فریقې په ځنګلو کې په میلیونو وحشي انسانان ژوند کوي او کوم لارښود نه لري چې الهي لاره وروښیي۰ دغه بې ګناه او له هر څه بې خبره انسانان به دوزخ ته ځې او که چیرې؟۰۰۰
    زمونږ خالق رحمان او رحیم دئ۰ د هر څه اختیارخپله لري نو د بل چا قضا ته حاجت نشته۰

ځواب ورکول سنګر شینواری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *