تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: برېټانیا پرون جمعه د افغان سولې په تړاو د فرصتونو او اسانتیاو د برابرولو په اړه د یوې غونډې کوربنه وه.
د انګلستان حکومت وایي، دا غونډه د بهرنیو چارو وزارت، د مشتراک المنافع هیوادونو د دفتر او نړیوالې پراختیایي ادارې په کوربه توب په لندن کې لیکنستر کور کې شوې ده.
د دې غونډې نور جزیات نه دي خپاره شوي خو هدف یې دا بلل شوی چې انګلستان غواړي پوه شي چې څرنګه افغانستان سولې ته رسیدلای شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې روسیې او پاکستان هم ورته غونډې جوړې کړې وې خو کابل یې په غبرګون وویل چې د افغان حکومت له محوریت پرته هیڅوک سوله نشي راوستلی بلکې دا به د سولې د پروسې د تخریب هڅې وي چې ځینې هیوادونه یې کوي.
لنډه دا چی تره کی هغه خبره رښتیا شوه چی:سپینو جامو کی انګریزان راغلی دینه
د انګریز ګوتی اخری ګوتی دی ځکه چی نور نو امریکا د انګلیس مخزدوران پیژندلی او باید بریتانیه له تیونو شیدی وروی ترڅو زاړه(پاکستانیان) او نوی اخوانیانو ته د افغانستان جلب په لاس کی ورکړي