تریخ ناور

خبریال: میرویس جلالزی – د بشري حقونو د څار ډلې پر افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني غږ کړی چې خپل پوځي جنرالان وپوهوي څو د ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي.

د بشري حقونو د څار ډله دغه خبرداری وروسته تر هغه ورکوي چې د جون میاشتې په ۱۴مه د افغان ملي اردو لوی درستیز ویلي، افغان پوځيان د محاربې پر مهال د وسله والې جګړې له قوانینو معاف دي .

دې ډلې ویلي، دا کار افغان پوځیانو ته اختیار ورکوي څو په جګړه کې له ملکي خلکو سره په بې باکۍ برخورد وکړي او کولای شي د ډیرو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي او په ورته وخت کې سرتیري له هغه مجازات څخه خلاصوي چې له ملکیانو سره به د بدسلوک په خاطر ورته تر دې دمخه ورکول کیدل.

د بشري حقونو د څار ډله له ولسمشر غني څخه، چې د ملک د ټولو وسله والو قواوو اعلی قوماندان دی غوښتي، څو خپل وسله وال وپوهوي چې ټولو نافذه ملي او نړیوالو قوانینو ته د جګړې پر مهال جدي پاملرنه او درناوی وکړي.

د بشري قوانینو له مخې د جګړې دواړه لوري مکلف دي چې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي او هغوی په خپله جګړه کې له رامنځ ته کیدونکي خطر څخه خوندي وساتي.

د دغه سازمان د اسیا د برخې مرستیال ریس فلیم کین ویلي هغه افغان قوماندانان چې د جګړې قوانین نه مني نه یوازي دا چې د ملکي خلکو او خپلو سرتیرو ژوند له خطر سره مخامخ کوي بلکې خپل ځان د بشري جرمونو په سبب له مجازاتو سره هم مخامخ کوي.

نوموړي له افغان پوځ سره د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو او ملکونو غوښتي چې له افغان مشرتابه سره خپلې مرستي په دې مشروطي کړي چې سرتیري به یې د ماموریت پر مهال د ملکي خلکو له ځورولو او وژلو مخنیوی وکړي او که نه نو دا کار کیدای شي له دوي سره نړیوالي مرستي هم زیانمني کړي.

اوس مهال افغان پوځ ته د نړیوال بانک، اسیايي بانک او ملګرو ملتونو پراختیايي اداري په ګډون د اروپايی ټولني او امریکې له لوري مالي مرستي کیږي.

One thought on “بشري حقونه: افغان جنرالانو ملکي خلک له خطر سره مخامخ کړي”
  1. لوي درستيز صاحب دي مهرباني وكري تر هر خه دمخه جه دا لوي درستيز شي بايد دملي او بين المللي قوانين مطالعه اوخان بايد مطابق دقوانينو اعيار كري .
    دملكي وكرو سره هر نوعه ظلم او تشدد جرم دي خه داجه به قتل ورسيزي
    دا طباعو حقوق او دانسا نانو حقوق به ملي او بين المللي قوانينو كي واضح دي.
    دجنكي قوانينو بر خورد به جنك كي، سلوك او رفتار دجنكي متهمينو او دجنك دزخمي أسيرا نو سره معامله كول واضح او هويدا دي .جنكي أسير ان او زخمي أسير ان دجنك به وخت كي هرخه عاجل داول خط خخه دجبهي امنيتي منطقي ته انتقاليزي.دزخميانو تداوي شرط حتمي ده أودنورو متهمينو خخه به أزاداه او ديمو كر اتيكه فضا كي تحقيق او صحراءي محكمي له لاري فيصلي صورت نيسي .
    غيري إنساني بر خورد دجنكي أسيرا نو سره جرم او دبوشتني ورده.
    دلوي درستيز دا امر به خبله جرم او بايد دبوشتني لاندي ونيول شي .خكه دده امر خلاف دملي او بين المللي قوانينو خخه دي .
    دجنك به حالت كي دنظامي خارنوالانو او نظامي محكمي كدون حتمي دي .

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي2 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *