تاند- د بشري حقونو څارونکې ډلې د افغانستان له حکومته وغوښتل، هغه وړاندیز فوراً رد کړي چې پراساس یې زناکار ته د مرګ سزا ورکول کېږي.

د عدلیې د وزارت یوې کاري ډلې، چې د یوه نوي قانون پر مسودې کار کوي، وړاندیز کړی چې د زناکارو ښځو د سنګسارولو په شمول دې د زنا په برخه کې سخت اسلامي قوانین اجرا شي.

د بشري حقونود څار ډلېپه یوه اعلامیې کې، چې د تاند په ګډون یې ګڼو رسنیو ته استولې، د هغو مرستندویانو په ګډون چې د افغانستان له عدلي او قضايي پروسو سره مرسته کوي، له نړیوالو مرستندویانو څخه غوښتي ولسمشر حامد کرزي ته په زغرده ووايي چې د جزا په قانون کې د سنګسار زیاتول به د مرستندویو هیوادونو د مرستو د پای ته رسېدو سبب شي.

د بشري حقونو د څار ډلې د اسیا د څانګې رييس براډ اډمس وویل:«دا کاملاً ټکان ورکوونکې ده چې د طالبانو د رژیم له پرزېدو ۱۲ کاله وروسته د کرزي حکومت بېرته د سنګسار جزا تطبیقوي. د کرزي حکومت باید لږترلږه د بشري حقونو له لومړنیو ژمنو سره خپله وفاداري ثابته کړي او دا وړاندیز سمدستي رد کړي.»

په مسوده کې، چې د بشري حقونو د څار ډلې یې کاپي لیدلې ده، ویل شوي؛ که محکمې یوه ښځه او نارینه، چې واده یې سره نه وي کړی، د جنسي اړیکو په لرلو تشخیص کړل، دواړه باید په هغه صورت کې اعدام او سنګسار شي چې د جرم مرتکیبان مجرد نه وي.

په مسوده کې دا هم ویل شوي چې ښځې ته باید د سنګسار سزا د عامو خلکو په مخکې ورکړای شي.

خو که د جنسي اړیکو لرونکي مجردان وي باید سل متروکې یا دورې ورکړای شي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په موده کې دا ډول قوانین اجرا کول.

په تېرو دوولس کلونو کې په هغو سیمو کې چې د دولت حاکمیت ټینګ نه دی په خپل سر دا ډول سزاوې عملي شوي دي.

د جمعې په ورځ د بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ کې یو ځوان او یوه پېغله د جنسي اړیکو د لرلو په تور د کلیوالو له لوري ووژل شول.

12 thoughts on “بشري حقونو د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د سنګسار قانون اجرا نه کړي”
  1. ما از قانون شرعی حمایت می کنیم اگر دولت مردان ما احکام شرعی را اجرا نمیکنند ما هرگز دولت را و حکومت را حکومت اسلام گفته نمیتوانیم و از آن متابعت نمی کنیم وقت فیصله را واضح خواهد کرد کی نظام ما اسلام را می پذیرد یا دیموکراس غرب را

  2. څوک چی مسلمانان دی هغوی اسلامی قانون خوښوی اودا اسلامی قانون دټولو مسلمانانو لپاره دعزت دخوندی کیدو ضامین دی
    خدای دی وکړی چی په افغانستان کی هم داسی نور اسلامی قانونونه هم جوړ اوپه خلکو عملی شی
    چی دخلکو مال دولت او عزت خوندی شی

  3. باالکل یې ملاتړ کوو. چارواکي به ډزې کوي خیر خیریت به وي خو که یو بیچاره فقر وهلی یې ونیوه بیا به یې اعداموي. که د ننګرهار د والي لور چاسره وتښتیده هغه سړی به وژني او لور به خپل وراره ته نکاح کوي. خو که د یو بې وسې سړي لور دا کار وکړ نو لمړی به ترې همدا جهادي ښاغلي جنسي استفاده کوي او بیا به یې وژني؟ نه منو دا د سنګسار قانون باالکل یې نه منو حتی د یو مسلمان په صفت. چیری دی عمر ثاني. چیری دی عمر بن عبدالعزیز. چیری دی صلاح الدین ایوبي. دهغه پرښتو ځا کرزي ته پاتې دی. شیرزي او حاجي عبدااقدیر، ګلاب منګل، او اسدالله خالد ته پاتې هو رښتیا محمد انور جګدلک او ډاکټر عبدالله د خبلې سکرترې طلاقي خاوند د جنسي تیري د درې لکه ډالرو د حق السکوت متعمل ، رښتیا حکمت کرزی او جمیل کرزی دې له مرګي هیر شي. په دا اوسني حکومت کې خو بالکل څوک زنا نه کوي لاخو؟ خصوصا چارواکیي؟ بیخي پرښتې دي لاخو؟ کرزی صاحب هم دروغ ده په شکریه بارکزئ مین نه دی. او له جناب هیوادمل صاحب سره د چرسو سګرټ هم نه وهي. او هغه ښایستوکه هزاره هلک چې د ارګ په مشاعرو کې لا نطاق شو هم کرزي صاح نه دی راوستي هغه خو بارا د خلیلي صاحب په رییکومینډییشن راغلی دی.

    واه وه سنګسار هغه هم د پرښتو په لاس
    رښتیا د سیما ثمر لپاره هم د بشري حقونو قانون په ګټه دی.

    ای د تاند انډیوالانو! تاسو ښه خلک یئ خو د خدای په خاطر دا کمینټونه خپروئ په خدای داسې حقایق درته سره له ژوندیو سندونو او ویډیوګانو او غږونو درولیږم چې ویکي لیکز خو د خلکو له یاده درته وباسم ړومبی ځل به یو پښتو ویب سایټ اسمان ته پورته شي خو یو شرط ډاریږئ به نه او خپروئ به یې

    حقایق

  4. منم چې د وروسته پاته ټولنو د ایل کولو لپاره د تعلیم او ښونې ترڅنګ سخت قوانین یوازینی حل کیدی شي.خو افغانان ولا که په دوزخ بند او واز وي.

    زه خپله د سنګسار مخالف یم په قرآن کې صراحت نلري او احادیثو کې که موجود هم وي، احادیثو ته دومره پدومره مهمو موضوعاتو کې د عمل جامه اغوستل سخت او ناشونی کار دی

    الله ج فرمايي

    سورة النور
    بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
    ﴿سُورَةٌ اَنزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَاَنزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ﴾ (1)
    ﴿الزَّانِيَةُ وَالزَّانِى فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ وَلاَ تَاْخُذْكُم بِهِمَا رَاْفَةٌ فِى دِينِ اللهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ﴾ (

    زناکاره او زناکار هر یو سل-سل درې ووهئ

    د مرګ خبره ېې نده کړې

  5. عجیبه ده:
    وایی ږیره زما واک یې د ملا
    دلته افغان حکومت او ددې ملت خلک د اسلام چیغې وهي او بل لوری یې بشري حقونو څارونکې؟؟؟!! ډله
    دا ډول جزا تطبیقول نه غواړي
    زه خو وایم، اې ډلې: نور کارونه مو سم کړئ، داستاسې کار ندی

  6. داخوډیره ښه خبره ده چی زنا کارسړی اوزنا کاره ښځه داسلامی قانون له مخی باید رجم یا سنګسارسی اوپه دي کی بشری ډله ځای نه لری

  7. سنگسار د اسلام له داسي احكاماتو سخه دي چي احاديث دصحابوو او
    دتول اهل اسلام او علماوو پري اجماعده
    ددي. مخالفين دي په ايمان ودار شي.

  8. Ha ha ha 🙂

    De ta wayi qanon, khabara dalta da che tsok ba sangsarigi, da mahtaramo wazirano zamn aw lorani che dubai aw khareji hewado ta rashi no dasi bad amalona kawi che kpala europayan ne ham nakawi aw da wayi che taso kho zano ta musolmanan wayyast……

  9. سنګسار د لومړنیو بدوی ټولنو یو عرفی عمل وه چی جړلی یی حتی تر لومړنیو یهودو او نصاراپوری رسږی. خو دغو ټولنو په مرور د زمان ټولنیز، فکری، او شعوری پرمختګ وکړ او داسی غیر انسانی سزواوی یی محکومی او بندی کړی. د سنګسار عمل عین لکه د لومړنیو ټولنو کی د انسان د قربانی عمل وه. که چیرته ابراهیم د یهودانو نیکه د انسان قربانی نه وه بنده کړی نو ولله چی نن به هم مسلمان او باالخصوص افغان لګیا وه او انسانان به یی قربانی کول. وروڼو خاطر مو خوندی اوسه، افغانستان نور هغه نه دی چی هر شی ملا او مذهببالی غواړی کوی به یی. دلته نړی خپل مسؤولیتونه لری، د چا پلار هم سنګسار نه شی قانونی کولای. مذهبیون او ماتحت انسانان دی خپل دا خوب اوبو ته ووایی. و ما علینا الالبلاغ

  10. غورجنگه اول تاته وایم چی دلته اسلامی اوشرعی احکام جاری نسی بیابه دیره خود سری وی هرچه چی را وری یعنی امن هغه حدودالله دی چی تول جهان راسی امن نه راوره کیزی هغه شرعی احکام دی چی امن راولی

    او گلوجان ته وایم. چی توبه وکازه
    صحی احادیث سته درجم. یاسنگسار
    خو په دی شرط چی 4شاهدان وی یا خپله اقرار وی شرایط لری. مگر داچی ته وایی چی
    په قران کی نسته او احادیثو ته اعتبار نسته
    دابل جرم اولو گناده. الله پاک په قران مجید کی فرمایی. اوامر کوی چی مه نژدیکیزی
    وجای ته دفحشا. که چیری ته خوا نه بده وی خپل ماینه راوباسه بازارته یا پارک زرنگار ته
    لکه خره چی هر یو خپل بار پر وری

  11. I am supporting but not only this all islamic law must be implemented in the country then the nation will support and I hope one day I will see full islamic law

    With best regards

  12. د بشری حقو نو ددفاع کمیته یا دبشری حقوقو ته دشپکاوی او تو هین کمیټه نن یو پادی اجینټ کفری ا جینټ زموږ په شر یعت او اسلام تعرض کوی مسلما نان ګمراه کوی زما دولت څا نته اسا سی او شر عی قوا نین لری په کوم جر؛ت زموږ په چا رو کی مذاخله کول غواړی که ددنیا بشر یت رهبری دد کمیتی په لاس کی شی ددنیا دبشر یت حا ل به څنګه شی؟ واضیح خبره ده،،،،،،، افسوس ددغسی سست مذ هبه مسلما ن په حال تقلید ډیر ژر کوی عو ا قبو ته ی نګوری هم په دنیا شر منده هم په اخرت

ځواب ورکول عاصم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *