تاند- د داعش یا اسلامي دولت مشر ابوبکر بغدادي ډاډ ښيي چې د موصل په جګړه کې به بریالي شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پر موصل د امریکا په مشرۍ د عراقي ځواکونو د حملې له پیلېدو وروسته بغدادي په لومړني پیغام کې خپلو پلویانو ته ویلي چې پر تُرکیې او سعودي عربستان برید وکړي.

ده ویلي چې دا جګړه پر خدای پاک د ده د پلویانو د ټینګ باور ښکارندويي کوي.

بغدادي په خپل ۳۱ دقیقه يي پیغام کې، چې اصلیت او کره والی یې خپلواکو سرچینو تایید او یا رد کړی نه دی، خپلو انتحاریانو ته ویلي چې د «بې ایمانو» شپې په ورځو بدلې کړي او د وینو سېلابونه یې وبهوي.

دا د ۲۰۱۵ م کال له دسمبره راوروسته د بغدادي لومړی پیغام دی چې خپرېږي.

پر موصل ښار د ايتلافي ځواکونو عملیات د اکتوبر په ۱۷ مه پیل شول.

په دغه ښار کې لا هم یو نیم ملیون خلک اوسي

بغدادی په خپل پیغام کې له خپلو پلویانو غوښتي چې «جهاد» ته دوام ورکړي او د جګړې میدان پرېنږدي.

2 thoughts on “بغدادي خپلو پلویانو ته ویلي چې پر تُرکیې برید وکړي”
  1. In the history of Islam there were so many good and bad groups, but your group is the worst, cruel and un Islamic. Neither your group is Islamic nor it is humans. Very soon Allah will eliminate you, your beast’s group and your supporters.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *