دا چې ځینو ملګرو سره مو په ګډه تصمیم ونیوه چې نور به د هوټلونو ودونو ته نه ځو، نو الحمدلله تر دې دمه په خپله خبره ولاړ یو او کوشش کوو چې د خپل کور نه ېیې پيل کړو، که د ورور او خور واده مې هم په هوټل کې وي، نو ور به نه شم.
وس به راشم دویمې پریکړې ته:
په سپین کاغذ یې ولیکئ چې:
سر له نن نه به زه نه د چا کره او یا هم د چا سره هغه ملمستیا ته لاړشم او نه به څوک په خپل کور کې مېلمه کړم!
څه مانا؟
مخکې له دې چې د بیغرتۍ ټاپې وکاروئ، ښه غوږ شئ:
مېلمستیا؟
پښتانه په مېلمه پالنه کې نوم لري.
خو
په دغه مېلمه پالنه کې پښتانه دومره افراط کوي چې خبره یې د غیرت تر سرحده رسولې ده، که په کور کې یې د ماښام ډوډۍ هم نه وي، پښتون به خپل مېلمه ته پسه الالوی ځکه چې د غیرت خبره ده، تربوران به مې بیا خاندي!!
نو فلهذا:
زه د دې تش په نامه غیرت نه در تیر یم!!
نور به چاته هم داسې دعوت نه ورکومه چې پلانکی خانه راځه مړه واده دې کړی دی، نو ډوډۍ درله کومه او بیا په ډوډۍ باندې په زرهاو پیسې مصرف کړم او یا هم الکه پلانکی خانه پوهنتون نه فارغ شوې نو زه کنه یو پارټي شه پکې! او یا هم الکه د ورور ځوې دې شوی دی، زه کنه هن روټی موټی … او یا هم الکه د حج نه راغلی او مونږ له دې ډوډي هم وه نه کړه، او یا هم ګوره کنه وظیفه دې وشوه او پارټي دې هم را نه کړه او یا هم ګوره ګاډی دې واخیستلو روټي به څنګه شي او یا هم کور دې جوړ کړو… او داسې نور.

پښتون افغان یم، ملګري به راکره راځي، هر کله دې راشي،
خو
که ماښام وي نو چې څه تیاره وي هغه به خوري، دا به نه وي چې خاص پخلي به ورله کوم،
که غرمه وي او راغلل نو چې څه تیاره وي هغه به خوري، که لږ وي او که ډیر
او که سهار وي نو هم امدقسې.
بله دا چې
نور به کله هم د ملګرو سره په هغه خوراک کې شرکت وه نه کړم چې کړایي او د هوټلو خوراکونه ې پکې پاخه کړي وي او د بهسودو او یا هم په نورو پارکونو کې ې د میلي (پارټۍ) په نامه ې کوي.
هو،
ورسره کینمه خو د شین چی د څکلو نه علاوه به بل خوراک نه کوم او د ناستې غرض به مې دا وي چې نور ې د دغه رنګ خوراکونو نه منع کړل او د خپل سادر سره د خپو غزولو ې خبر کړم.
د ملګرو ودونو ته به ورځمه
خو
که په هوټل کې نه وي.
هر هغه څه چې په واده کې د نورو ملمنو د پاره تیار وي هغه به خورم، خپل تبلیغ به ورته کومه چې نور بیځایه مصرف وه نه کړي، ضرور نه ده چې په هر واده کې دې په سلګونو ملګري راوغواړي.

ځکه:

پښتانه نن د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او په ټوله کې د یو ټلنیز ناورین نه تیریږو نو زه نه غواړم چې خپلې او یا هم د بل ملګري/افغان پیسې دې په بیځایه خوراکونه مصرف کړم/کړي.

وس نو که دا کار کا تاسو ته بیغرتي ښکاري نو اینجانب ې نور په قیصه کې نه دی، خپګان مپګان به پکې نه وی، دلیل کې لرۍ نو یا بسم الله.

نو په دې هیله چې زما ټول دوستان که په مشرقي کې دي که په کابل دي او که په پيښور او یا هم د وطن داخل او خارج کې دې، دې دا واوري چې سر له ننه، بیځایه خوراکونه او پارټیانې بندې حتا که د لس افغانیو ولې نه وي.
هغه پیسې چې په یوه ملمستیا ې لګوم به اول په خپلې کورنۍ او یا هم د کوم بل افغان په کتاب او قلم او یا هم کورني ضرورت لګوم.
هیله:
تاسو نه مې هیله دا ده چې ما سره په دې کار کې ملا وتړۍ، مه چاته ملمستیا ګانې کوۍ، مه د چا دعوتونو ته ځۍ، البته دا کار به وخت اخلي، ترڅو ټول په دې وپوهیږي چې هغه پیسې چې دوې ې د پښتونولي او غیرت په نامه په بیځایه خوراکونو مصرفوي، د خیر او ولسي خدمت د پاره مصرف کړي.

# فیلنګ زما د حجرې دروازه تل وازه وي، هر کله راشۍ. خو که خوراک وخت وي نو چې څه تیاره وي هغه به خورۍ، حتا که میاشت مخکې دې هم راته د خپل راتګ ویلي وي، زه به درته ځانګړی خوراکونه نه تیاروم، بس چې راغلې او څه تیار و هغه به وخورې. او که د خوراک ټیم نه و نو بس شین چی او ګُړه (یا هم ارزانه میوه.)

6 thoughts on “بله پریکړه! / حمدالله ارباب”
  1. که ووايم چې زمونږ دپاره د غفلت له خوبه راپاڅیدلو په لار کې يو ستر ګام دئ چې تاسې پورته کړ، او هغه څه دي چې د ټولو په وسه کې دئ ، خدای دې مونږ ټولو ته د عملي کولو توفيق راکړي ، کور مو ودان درسره يو

  2. ګرانه ډیره له پند او غیرت نه ډکه خبره دی لیکلی. مونږ تل داسی غیرتونه کړی چی دومره وروسته پاتی یو او زه به هم کوشش کوم چی داسی دا ځایونه ته نور لاړ نشم او او دا پیسی په تعلیم او تربیه ولګوه
    کور ودان

  3. ارباب صیب په خولی دی برکت شه زه کومه ملګرتیا درسره نه لرم خو ستا دا اقدام د ستایلو دی خدای مونږ ټولو ته عمل کولو توفیق راکړی خدای دی نور مونږ ددی بیځایه غیرتونونه خلاص کړی زه دی ملګری یم او ستا نعره به خلکو ته رسوم

  4. ډیره ښه او پرځای پریکړه. الله تعالی دی تاسي او موږ ته هم، توفیق راکړي چې عمل پري وکړو، او د پښتنو دا ناسم دود له مینځه یوسو. مخ په وړاندې ارباب صیب!

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *