حربیار مري

تاند- د بلوچستان د ازادي غوښتونکي غورځنګ یو مشر حربیار مري وايي، بلوچستان نه غواړي چې له پاکستان سره یوځای وي او نه د کومې موافقې یا معاهدې پر اساس د پاکستان برخه و.

ښاغلي مري په یوه اعلامیه کې، چې له لندن څخه یې د بلوچستان رسنیو ته لېږلې ده، ویلي«پاکستان په زور بلوچستان ونیوه او له ۶۸ کلونو راهیسي د بلوچستان پر خلکو ظلمونه او جنایتونه کوي.»

ده همداراز وویل، پاکستان له یو مخې بلوڅان وژني، په لویه پیمانه پنجابیان په بلوچستان کې ځای پر خای کوي او له کلونو راهیسي د بلوچستان طبیعي سرچینې لوټي او اوس یې په خپلو جنایتونو کې چین هم شریک کړی دی.

ده وویل، بلوچستان اشغال شوی خو بریتانیا او ځیني نور هیوادونه فکر کوي چې بلوڅ ملت باید له پاکستان سره د خپلو ستونزو په حل کولو کې جوړجاړي ته غاړه کښېږدي خو دا په داسي حال کې ده چې بریتانیا په خپله له اروپايي اتحادیې سره یوازې د څو قوانینو په خاطر خپله ازادي نه معامله کوي او له دې اتحادیې وځي.

3 thoughts on “بلوڅ مشر: بلوڅان نه غواړي چې له پاکستان سره یوځای وي”
  1. د حربیار مري خبرې د تایید وړ دي. نړۍ باید بلوچان او پښتان او همدارنګه سندیان د پنجابي استعمار له منګولو نه خلاص کړي.

  2. World have seen their detestable face. The agent of India and Israel. . They will never succeed in their nefarious designs. . . Baloch people have altogether rejected their enemies. . . I do not fill it with their fists.

ځواب ورکول Hakim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *