تاند – د بلوچستان لپاره ازادۍ غوښتونکی يو ملت پال ګوند له پاکستان څخه د خپلواکۍ لپاره له هندوستان څخه د نېغ په نېغه پوځي مرستې غوښتنه کړې ده. بلوچان پر پاکستان تور لګوي چې د بشري حقونو څخه په سرغړونو سره يې په خپله صوبه کې دوی په اقليت بدلول غواړي او وسايل يې نه ورته ورکوي.

بلوچ ريپبليکن ګوند پرهندوستان غږ کړی چې د بلوچستان د ازادۍ لپاره دې ورسره داسې مرسته وکړي لکه څرنګه يې چې بنګاليانو سره د بنګله ديش د ازادۍ لپاره کړې وه.

د دغه ګوند يو مشر شيرمحمد بګټي د مشال ريډيو انګريزۍ څانګې، ګندهارا، ته ويلي چې هندوستان دې داسې مداخله وکړي لکه د بنګالي ملت پالو په ملاتړ يې چې وکړه او په نتيجه کې يې په ۱۹۷۱ کال کې پاکستان مات او بنګله ديش رامنځته شو. هغه زياته کړه چې هند دي بلوچان همغسې وژغوري لکه څرنګه يې چې بنګاليان ژغورلي وو. د هغه په خبره د بنګاليانو په شان به بلوچان هم د خپلواکۍ لپاره د هند پوځيان بدرګه کړي.

بلوچ لاریونوالو د هغو بلوچ ځوانانو عکسونه په لاسونو کې نیولي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا تښتول شوي او ورک دي
بلوچ لاریونوالو د هغو بلوچ ځوانانو عکسونه په لاسونو کې نیولي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا تښتول شوي او ورک دي

ياده دي وي چې پاکستان په مشرقي برخو کې د بنګالي ملت پالو د ځپلو په حال کې وو چې په ۱۹۷۱ کال کې هندي پوځيانو مداخله وکړه. همدغه کال پاکستاني پوځيانو شکست وخوړ او بنګله ديش جوړ شو. بنګاليانو له ډير وخت راهيسې پاکستان په تعصب تورناوه او هغه مهال يې پاڅون وکړ چې په ۱۹۷۰ کال عمومي ټاکنو کې د بريا وروسته هم د شيخ مجيب الرحمان بنګالي ګوند ته د حکومت جوړولو اجازه ورنکړل شوه. د مشرقي پاکستان په نامه دا صوبه له نهه مياشتې جګړې وروسته په بنګله ديش بدله شوه.

د شير محمد بګټي له خوا د دغه شان مرستې غږ په داسې مهال راپورته شوی چې د رپورټونو تر مخه د بلوچ ريپبليکن ګوند جلا وطن مشر برهمداغ بګټي او د هغه ځيني نور مهم ملګري له نوي دهلي څخه د هندي پاسپورټ غوښتنه کوي. خو شير محمد بګټي وايي چې په دې اړه به لومړی د خپل ګوند دننه بحث وکړي.

برهمداغ بګټي دا مهال په سويټزرلينډ کې اوسي. داسې رپورټونه وو چې سويټزر لينډ ځکه د هغه د سياسي پناه غوښتنه رد کړه چې پاکستان يې ترهګر بولي خو د نوموړي ګوند وايي چې د سويس حکومت ورته لا په دې اړه د رد يا منلو ځواب نه دی ورکړی.

په منځ کې: بلوچ مشر نواب اکبرخان بګټي چې د ۲۰۰۶ د اګست په ۲۶مه د پاکستان د هوایي ځواک په بمبار کې ووژل شو
په منځ کې: بلوچ مشر نواب اکبرخان بګټي چې د ۲۰۰۶ د اګست په ۲۶مه د پاکستان د هوایي ځواک په بمبار کې ووژل شو

په دې وروستيوو کې په هندي کشمير کې د هندي پوځيانو خلاف د خلکو تر مظاهرو ورسته هندي وزيراعظم نريندرا مودي بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه پر پاکستان نيوکې وکړي.

پاکستان لا وار دمخه پر هند تور لګوي چې بلوچ بيلتون پالو سره مرسته کوي. د مودي دا خبرې او د بلوچ خپلواکۍ غوښتونکو له خوا د هند څخه د مداخلې غوښتنې به د اسلام اباد او نوي دهلي اړيکې لا پسې خرابې کړي. خو شیر محمد بګټي په دې اړه اندېښمن نه دی او وايي چې پخوا هم پرې پاکستان ګلونه نه پاشل.

One thought on “بلوچان: هند دې له پاکستانه زموږ د ازادۍ لپاره پوځي مداخله وکړي”
  1. چا دزکن چاہ در پیش
    پنجابیانو کو۔۔۔۔۔۔۔۔،، ٹینگوی
    کہ د پشتنو لاس در ورسیدی حال بہ مو ڈیر بد وی
    د ۳۶ کلونو قصاد بہ پہ لز وخت کی درسخہ واخلو
    ندانی غیرت افغانی یم- چون بہ میدان امدی میدانیم

ځواب ورکول Pasarlai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *