په لسګونو چارواکي او بهرني میلمانه ناست ول، د حکومت د چارواکو لوی لوی نومونه، بهرني ډیپلوماټان، د نړیوالو مؤسساتو او ادارو استازي.

غونډه وړه نه، ښه لویه او تشریفاتي وه، د غره لمن له وسلوالو ډکه وه.

دغونډې انانسر د ډيپلوماټانو په لباس ملبس وو، خړه دریشي، نیلي نیکټايي، په جیلي غوړو غوړ تور اوږده د ممثلو ویښته.

غونډه د معمول په څېر د قران عظیم الشان په تلاوت پیل شوه، د قاري خوږ غږ ټول متوجه کړل.

د غونډې دوهم معمول د ملي سرود غږول دي، انانسر په ادبي جملو په درنښت د غونډې درانه کورني چارواکي او بهرني میلمانه د ملي سرود احترام ته وبلل.

ټول په پښو ودرېدل، نظامیانو او د پوځي جامو څښتنو په سینو لاسونه کېښودل، ملکي لوړ پوړو د احترام د اداء غاړې هسکې، لاسونه په نامه ودرېدل.

د غونډې په دریځ د لسګونو رسنیو د لوګوګانو ځای نه وو، تلویزیوني او راډيويي رسنۍ خورا وې.

دغونډې انانسر چې لوړه ونه یې وه، دریځ ته په رکوع شو، دنګ لوډسپیکر یې را مات کړ، د لوډسپیکر غږ نیونکې څوکه یې د مډرن لپ ټاپ خواته کږه کړه، انانسر د لپ ټاپ له یوه ډاریو نه د ملي سرود غږیز فایل پرانېست، د لپ ټاپ په تت غږ خو د لوډسپیکر د لوړ غږ په مرسته ملي سرود د غونډې د ټولو برخوالو غوږونو ته ورسېد.

“قلعه اسلام قلب اسیا – جاودان ازاد، خاک اریا – زادگاه قهرمانان دلیر- سنگر رزمنده مردان خدا

الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر

تیغ ایمانش به میدان جهاد – بند استبداد را از هم گسست – ملت ازاده افغانستان – در جهان زنجیر محکومان شکست

الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر”

یوه بل ته وکتل، بل، بل ته وکتل، د مخکې کتار ولاړو چارواکو د مخ غومبري سره شول، غاړې یې ماتې شولې، سترګې یې په ځمکه ولوېدې.

ملي سرود تر پایه وغږېد، یوه دوو د نقل د ورکړې هڅه وکړه، خو د ملي سرود د اورېدو چاپیریال داسې وي چې هیڅوک هم نشي خوځېدی او نه هم غږېدی.

یو بهرنی چې مې څنګ ته ولاړ وو، البته په ژبه خو نه پوهېده خو د ملي سرود د موزیک نه یې اندازه کولی شوه، غلي غوندې وویل ، It is not a national anthem

ملي سرود وغږېد، انانسر راغی بیا یې په درنښت د غونډې برخوال بېرته ناستې ته وبلل، وې ویل: “با تشکر از اینکه به شنیدن سرود ملی جمهوری اسلامی افغانستان به پا ایستادید.”

څو شیبو کې د وزارت مهم معین دریځ ته وبلل شو، معین له څوکۍ د پاڅېدو په وخت تریو وو، تریو تندی د دریځ په څنګ کې په پسپسک انداز انانسر ته وویل، او بچه چه کردی، این خو سرود ملی نه بود.

انانسر په جالب انداز ځواب ورکړ، نه صاحب، سرود ملی بود، ها سرود ملی

مهم معین ويناء پیل کړه، لومړۍ د کار خبره یې دا وه چې افغان حکومت د قانون تطبیق ته متعهد دی، مونږ په جدیت قانون تطبیق کوو، دا نننۍ غونډه هم د قانون د تنفیذ غونډه ده.

نېږدې یو ساعت وروسته شل ټنه مخدره مواد وسوځول شول.

5 thoughts on “بلی، صاحب سرود ملی بود/ رحیم ګل څاروان – کابل”
  1. څاروان وروره که واقعیت همداسی وی نو په دوخت کی یو ښه غیرتی افغان پیدا شوی وی په دغونډه او همدلته دژوند ورځ ورباندی بدله کړی وی خو متاسفانه چی دخلکو ته وخت ورکول شوی دی بیغمه دی چی دپوښتنی څوک نشته دی میدان شغالانو ته خالی دی چی هرڅه کوی کولی یی شی څوک دی چی ددی …………..نه پوښتنه وکړی
    په درنښت

  2. د تاریخ نه معلومیزی چی پرون 3شنبی ورج داکار سوی. دایو لیکنه وه که حقیقت خبره ده ؟داچنگه خبره اورم داخو قانون ته سپکاوی سوی افغانیت اوخلگو ته سپاکاوی دی عجبه ده داقانون پر چا باندی چلوی. زه نه پوهیزم چی نور چه شی ولیکم لعنت دی وی پر داسی اداری چی خپل دقانون دفاع نکوی

  3. زموږ خو هم دا حال ده، چی د ملی سرود په نوم مو بل سرود غږول کیږی (خداری) او لیکوال مو لا اوس هم په کنایو او شف شف خبری کوی. معین خو لا څوک نشی ملامتولی ځکه چی خپل معینیت ساتی. لیکوال صیب ته څه ساتی چی اوس هم لا په شف شف خبری کوی. اوس نو دا مه راته وایه چی په کنایه کی می درته ویلی خو پری پوه شه!!! دا هیڅ معنی نه لری چی د ملی سرود دفاع ته په زغرده سره ونه دریږونو ولاکه هیڅ ته هم ودریږو

ځواب ورکول ss ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *