خالد سمیر 

ژباړن او راټولونکی: خالد سمیر

اسراییلی لیکوال بروچ کوګان لیکي، یهودان په منځني ختیځ کې ځانونه یواځې احساسوي، خو یو څه شته چې دغه ذهنیت بدلولای شي.

 یهودان به دغې پوښتنې ته څنګه ځواب ورکوي چې د اسراییلو تبعید شوي لس قومونه په افغانستان او پاکستان کې دي.

د آی ټرایب په نامه یو سازمان په وروستۍ ټولپوښتنه کې تقریباً سل پښتانه پوښتلي دي. ډېری پښتنو ځواب ورکړی چې نیکونو یې ورته ویلي دوی بني اسراییل دي.

کوګان لیکي، پښتانه د افغانستان او پاکستان په غرونو کې له زرګونو کلونو راهېسې میشت دي، سره له دې چې پښتانه مسلمانان دي، خو دوی بیا هم د پښتونولۍ په نامه قانون کې ژوند تېروي، هغه قانون چې د موسايي قانون سره ورته والی لري.

دی وايي، کله چې پښتونولي له قران سره په ټکر کې راشي، نو پښتانه د پښتونولۍ پیروي کوي، د بېلګې په ډول، مسلمانانو ته اجازه ورکړل شوې چې د اوښ غوښه وخوري، خو ډېری پښتانه دغه غوښه نه خوري.

ځینې پښتني دودونه چې د مسلمانانو په منځ کې عام نه دي، خو په یهودیت کې ریښې لري، لکه په اتمه ورځ د ماشوم ختنه یا سنتول، د جمعې په شپه د شمعو لګول، د ورور کونډې سره نکاح او داسې نور.

د پښتنو سترو قومونو کې روبیني، ګاړي، اشوري، افریدي، شینواري، لېوني او یوسفزي هم شته چې له یهودي قومونو سره یې نومونه ورته والی لري، لکه روین، ګاړ، اشر، افریم، شیمن او یوسف.

د افغانستان شاهي کورنۍ اصلیت د پاچا بنیامین کورنۍ ته ورګرځي.

دا نوي حقیقتونه نه دي، په تورات کې یادونه شوې چې د منځني ختیځ  د اوسېدونکو(Assyrians)  ورک شوي قومونه ‘’ګوزن’’ کې میشت دي، ګوزن په افغانستان کې د آمو سیند نوم دی. دغه سیند د راو سا ادیه ګاون په نامه هم پېژندل کېږي .

په منځنیو پېړیو کې افغانستان ته د تللو یهودانو په لیکنو کې پښتانه په اصل کې یهودان بلل شوي دي .

په وروستیو کې موږ ته انټرنېت دغه اسانتیا رابخښلې چې پښتنو سره په مستقیم ډول اړیکې ونیسو او په اړه یې تحقیق وکړو.

کله چې د پښتنو او اسراییلو د اړیکو په اړه خبرې کېږي، نو خلک حیرانېږي. دوی دوه مهمې پوښتنې کوي: لومړی، ایا افغانان سختدریځي اسلامي ترهګر نه دي؟ دویم، که چېرې دوی له ورکو شویو یهودو قومونو څخه وي، نو دا (سختدریځي) څه مانا؟ دا اوس څه روان دي؟

د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې یو له اساسي مسلو چې د پښتنو کلتور ورسره لاس او ګرېوان دی؛ سختدریځی اسلام دی.
پښتنو ته سختدریځی اسلام له ایران او عربستانه منشاء اخلي. یو شمېر پښتانه قومي مشران وېره لري چې څو نسلونه وروسته به د وهابي او نورو بنسټپالو مسلمانانو د هدف ګرځېدو له امله پښتون قوم نه اوسي، ځکه چې دوی (سختدریځي) غواړي اسراییلي ريښه یې ورته ختمه کړي.

یو شمېر مشرانو سره موږ په اړیکه کې یو، هغوی کار کوي چې خپلو کورنیو ته د رښتیني اصلیت په اړه روزنه ورکړي او بېرته یې له یهودو سره یو ځای کړي .

تر اوسه چې څه پېښ شوي، ډېر ساده ځواب لري. که چېرې له یو چا څخه په ماشومتوب کې ورور ورک شي او ډېر کلونه وروسته یې پیدا کړي، نو لومړی دا خبرې نه کوي چې موږ څو، څو په ورځ کې لمونځونه کړي، بلکې دوی د یو بل خوشبختي او سلامتي غواړي او هڅه کوي چې له یو بل سره مرسته وکړي.

اسراییل په پوځي ټکنالوژۍ، ثبات او درملو برخه کې د نړۍ رهبر دی او څرنګه چې پښتانه زموږ ورک شوي ورونه دي، نو خپل تخصص په مرسته به د دوی حالت ښه کړو.

موږ دغه بهیر روان کړی، د نوې ټکنالوژۍ په وسیله پښتنو او اسراییلو خبرې پیل کړي. په بېلابېلو برخو کې د پښتنو او یهودو تر منځ اړیکې نیول کېږي، لکه په فیسبوک کې.

د آی ټرایب په نامه زموږ سازمان د پښتنو په شمول د ورکو شویو قومونو په اړه کار کوي او غواړي چې د یهودو د تبعید شویو قومونو تر منځ د اړیکو پلونه جوړ کړي .

خو پښتنو تاریخپوهانو او مستشرقینو د پښتنو د اصل او نسب په اړه بېلابېل نظریات ورکړي دي. مشهور مسـتشرق او پښـتو پېژندونکی (راورټي) وایي: (د هېڅ قوم د اصل او نسب په اړه د نظریاتو اختلاف دومره نه شته، لکه د افغانانو د اصل او نسب په باره کې چې شته).

پښتانه اریایان او د اریانا (اوسني افغانستان) اصلي اوسېدونکي دي.

 د پرتلیزې ژبپوهنې له مخې د پښتو ژبې په اړه ویلای شو چې دغه ژبه د لغاتو د جوړښتونو او ګرامر له مخې يوه غني او په دغې سيمه کې يوه بشپړه لرغونې ژوندۍ ژبه ده. که څه هم ځینو غیراکاډمیکو لیکونکو ویلي چې پښتو ژبه په عربي ژبې پورې اړه لري او له دې امله پښــتانه هم د بني اسراییلو له قوم څخه دي. مګر د ژبپوهنې او نړیوال اکاډمیک تاریخ له نظره دا ټول روایتونه افسانې دي او کوم ارزښت نه لري، ځکه عربي يوه بېله ژبه ده چې د عبراني ژبو سره يې اړيکې شـته او په سامي نژادو خلکو کې کارول کېږي چې ويونکي یې په جغرافیایي لحاظ یو څه بېل او لرې د منځني ختيځ خلک دي، خو پښـتو یوه معتبره آریایي ژبه ده چې سانسکريټ هم ددغې (آریایي) کورنۍ څخه ده. دا چې پښتو، فارسي، سانسکريټ، اوستاـ هندي او داسې نورې هندو اروپايي ژبې د يوې ونې بېلابېل ښاخونه دي او پښـتانه هم د نړیوالو منل شویو تاریخي آثارو له مخې آریایان دي او د یوه نومیالي آریایي قوم په حیث د نړۍ پر مخ په خپل لرغوني استوګنځي کې اوسېږي. د ادبیاتو او ژبپوهنې د علم پر بنسټ همدا اوس هم په پښتو، فارسي، بلوڅي، حتا اورمړي ژبو د هغو لرغونو آریایي ژبو اغېزې شته دي نو په دې اساس یادې ژبې اريايې دي. آريانا ته يو وخت کې اريانا ويجه ويل کېدله. آریایان د تاریخ په اوږدو کې ډیر نومیالي خلک پاتې شوي چې درانه، ښاغلي، اصیل او نجیب خلک هم ورته وایي. د (آر) کلمه تر اوسه په پښـتو ژبه کې شتون لري چې د اصل په معنا سره کارول کیږي، لکه د پښتو په یوه کلاسیک شعر کې راځي(دی له آره لوی ولي و)یانې له اصله لوی ولي و او ورته نورې بېلګې.

یونانی تاریخپوه هېروډتس بیا د پښتنو په اړه له میلاد (۴۰۰) کلونه پخوا یادونه کړې ده، هغه لیکي: ( هغه خلک چې په پکتيا يا پکتيکا کې اوسېږي، هغه غښتلي، زړور، مېلمه پالونکي او توریالي خلک دي چې د څرمنې لباسونه اغوندي او اوږدې ږیرې پرېږدي.) هیروډتس زیاتوي: (داریوش دوه تنه د دې خبرې د مالومولو لپاره وګومارل چې اباسیند چېرته په سمندر ور ګډېږی؟ دغو دوو تنو خپل کار د کسپتیروس له ښاره او د پکتیکا له هېواده پیل کړ.)

 همدا راز هیروډتس په خپلو لیکنو کې د (اباروتی) کلمه راوړې چې له (اپریدو) سره چې په پښتنو کې دیوې سترې قبیلې نوم دی سمون خوري او معروف نارویژن ژبپوهاند پروفیسورمارګنسټرن هم وایي چې په غږیز لحاظ ممکنه ده چې(اپاروتی) او (اپریدی) سره یو ډول وي .
دا چې پښتو یوه اریايي ژبه ده او له سانګریت او فارسي ژبو سره اړیکې لري، بېلګې یې وړاندې کوم.

پښتو……….. سانسکریت…….. فارسي

سالو……………سالو…….. چادرسرخ زنانه

پتنګ…………..پتنګ…….. پروانه

سنګار………….سنګار……… آرایش

 تالو……………تالو………….کام

سنګر……….. سنګر………. کمین

 کلال…………کلال……… کلال

رسۍ………… رسی……..ریسمان

 جنجال……… جنجال……. جنجال

یو لامل یې دا دی چې پښتانه خپل دین ته ډېر وفادار خلک دي او په هېڅ ډول له غیر مسلمانونو سره جوړېږي، نو یهود غواړي چې پر ځان یې رامات کړي. 

13 thoughts on “بني اسراييل پښتانه ورک شوي ورونه بولي”
  1. يهود د نري تَر تولو هوشيار، تعليم يافته، شتمن أو دينداره خلك دي. په جهان كى تَر ٪؜ ٨٠ زياد كشفيات أو نوى لأس ته راورنى همدوي كُوي. د نيا تَر تولو تكره داكتران، انجنيران أو ساينسپوهان هم په دي قوم پورى ارتباط لري. داسى دير كم يهوديان شته چي نورو اديانو ته اوختي وي. افغانان بايد له دي قوم سره شه روابط ولري أو تري علمي أو تخنيكي شيان زده كري. نه پوهيزم چي ولى زه هم فكر كوم چي احتمال يي شته چي پشتانه أو يهودان سره جنيتكي جورشت لري.

    1. که یهود او پښتانه رښتیا سره وروڼه وای نو یو نیم کشف خو به پښتانو هم کړی وای، بل دا چې یهود ډیر ارام خلک دی پښتانه بیا بر عکس.
      بل دا چې یو څه وخت وړاندې په همدې اړه د
      ټسټ DNA
      وشو داسې څه يې نه کړل پيدا چې دوی د سره ورونه وي.
      نو ځکه خو موږ وایو چې لکومدینو کم.

  2. د اسلام د مبارک دین مطابق ټول انسانان د بابا آدم علیه السلام او بي بي حوا اولاده ده چې ابراهیم علیه سلام او د ده د اولادې نور پیغمبران او زمونږ ګران پیغمبر هم بالاخره د یوې واحدې کورنۍ سره تړاو لري نوپه دې اساس که پښتانه په بني اسراییلوپورې وتړل شي کومه د حیرانتیا خبره نده .
    اما په اوس وخت کې له زرګونو کلونو تېرېدو وروسته د ژبو فامیلونه تقریبا مشخص دي مثلا عربي ، عبرانی د سامي ژبې کورنۍ سره ، فرانسوي ، ایتالوي ، هسپانیوي، پرتګالي ، یوناني ، رومانیایي ژبې په لاتین پورې اړه لري ، روسي ، پولیندي ، اوکرایني ، بلاروسي ، بلغاریایی ، چکي ، سلواکي ، صربي ژبې په سلاویان کورنۍ پورۍ ، جرمني ، دنمارکي ، سویدني ، نارویجي ، هالندي ، انګلیسي په انګلو ساکسون کورنۍ پورۍ ، ترکي ، تاتاري مغولي کورنۍ پورې او همداراز:
    پښتو ، هندي ، پارسي ، بلوچي ، کوردي و پنجابي ژبي په سانسکریت پورې اړه لري. نو پدې حساب پښتانه بني اسراییل نه دی . که کومه قبیله له یهودیانو زمونږ خواته راغلي وي ، نو هغوي به په پښتنو کې مدغم شوي وي چې اوس یې پېژندل ګران کار دی.

  3. د امقاله ما انګلیسی کی ولوسته او لدی کمنټ سره می شریکه هم کړه : دامقاله وایی چه پښتانه چه د امودریاب او اباسین ترمنځ سیمه کی اباد دی داسرایلوورک شوی دتره زامن دی ، مونږ وایو ممکن دی چه پښتانه دی داسرایلویوه قبیله وی، خو پښتنو بیا دمشهورو اسرایلو خلاف (چه د تورات او انجیل وړاندوینه اوزیری یی د اخری پیغمبر محمد رسول الله ص په هکله ترپښولاندی کړی) دابراهیم ع، اسحق ع او یعقوب ع د وصیت مطابق او د موسی ع او عیسی د وړاندوینو او په تورات او انجیل کی د محمد رسول الله ص په اړه د زیری سره سم په ټولنیزه توګه په اخری پیغمبر محمد رسول الله ص ایمان راوړ او دهغه نصرت او تاید یی وکړاو الحمد لله چه اوس ټول پښتانه د الله ج وحدانیت او د محمد رسول الله ص رسالت منی او بیا له ادم ع نه ترمحمد رسول الله ص پوری د موسی ع او عیسی ع په شمول په تولو پیغمبرانو ایمان لری او د الله ج رالیږلی دین چه ادم ع یی شروع او محمد رسول الله ص باندی یی مکمل کړ منی ، پښتانه پدی حساب بیا یو امتیازلری او هغه داچه هم یی تیرکی د الله ج په دین عمل کاواوهم یی اخری نبی ع محمدرسول الله ص بغیرله څه ځنډ منلی او په قران یی ایما ن راوړی
    اوس نو که اوسنی اسرایل په ریښتیا غواړی چه دخپل تربرونوپښتنو سره یو شی نو ټول دی بی قید او شرط اسلام ومنی ، محمد رسول الله ص دی ومنی او د محمد رسول الله ص په هکله دی زمونږ د مشرنیکه ابراهیم ع، اسحق ع ، یعقوب ع، اوورپسی د بنی اسرایلو د ټولو رسولانو او انبیا و خبره ومنی په خاص ډول تورات او انجیل کی د موسی ع او عیسی ع زیری د محمد رسول الله ص او قران په ارتباط ومنی ، کله چه ننی اسرایل دا کاروکړی نو فلسطین او اسرایل به یو شی او بیت المقدس به یی پای تخت اوپښتانه بیا په افتخارلدوی سره یوځای شی

  4. سلام
    که د ظفر کاکاخېل تاليف ( پښتانه د تاريخ په رڼاکي ) کتاب مطالعه کړئ نو دا دنظريه به ١٠٠% ردر کړئ چي پښنانه بني اسرايل دي

  5. که تاسو د ښکلى پښتو ډير قديمى تاريخى بدبختى ريښى ومندل نو ټول پوشتنو ته به موځواب وموندى.
    دى موضوع نه مښکى چى خبرى وکړى شه ژور لوست هم ارومرو ولرى.
    بل دا چى زموژ نيکونه بى سواد و او د خولى خبرو باندى باور عالم کار ندى

  6. لمړی د سمیر جان څخه مننه کووم !

    پښتون ټبر او پښتونولی یا ورورولی هغه انسانانو ته ویل کیږی چه د ځمکی په کری کی یی ساری نه لیدل کیږی او نه به ولیدل شی.
    خو که دغه ټبر ته چا په سپکه سترګه وکتل نو سل کاله وروسته تری هم د خپلی سپکی بدل اخلی، او که د انسانیت په سترګه یی ورته وکتل نو پښتون ورته سل ځله د انسانیت په سترګه ګوری.

    که یوه امریکایی،بنی اسرایلی، انګلستانی، فرانسوی، جرمنی، هندوستانی او یا دنورو غیر دینی هیوادونو غیرمسلم اتباع ځمونږ په پښتو ژبه خبری وکړی، ځمونږ په ظاهری څیره یی ځان برابر کړو یعنی خولی یا پټکی، څادر، واسکټ او د څرمنی څپلی یی په پښو وی، او ږیره او بریت هم ولری او ځمونږ سره په کلیوالی حجرو او دیرو کی یو ځای ناست وی. نو ځمونږ پښتانه به دغه خلکو ته د پښتونولی او ورورولی په بڼه ګوری نه د پردی او نا آشنا په ډول.

    هندوان او سیکان ځمونږ سره په پښتون میشتو سیمو کی په پیړیو ژوند کوی، آیا هغوی ته کوم پښتون څه وویلی؟ وګوری په بالاچنار کی پښتانه شیه ګان په کلیو او بانډو کی ژوند کوی مګر ځمونږ سونی پښتانه د هغوی سره پښتونولی او ورورولی کوی.

    د جلال اباد یو ورور راته یوه ورځ د پښتنو د میلمه پالنی او پناه اخستونکی په هکله داسی وویل:

    تاسی به په ننګرهار ولایت کی د یوی ولسوالی نوم اوریدلی وی چه خوګیانی ورته وای، دا ولی دا ځکه چه ددغی ولسوالی خلکو خوږ ته پناه ورکړی وه، داسی خوږ چه د دغی ولسوالی یو ځوان هلک یی خوړلی وه مګر خوږ په ناڅاپی ډول د همدغی هلک کورته ننوتلی وه، مګر خوږ د دغه ځوان مور او پلار او دکلی خلکو په دی خاطر ونه وژلو چه په پښتنو کی دا قانون دی چه کله دښمن ستا کورته پناه راوړه نو ته حق نلری چه هغه ته ته ضرر ورسوی.
    یادونه: د دغه پیښی وروسته دغه ولسوالی د خوږیانو یا خوګیانی په نوم یاده شوه.

    خبره لږه اوږده شوه. اصلی خبره داده چه د پښتون تاریخ په دیی وروستیو ۳ لسیزو کی یو تعداد غمازانو او متعصبانو خراب کړی دی، که نه د پښتون او پښتونولی تاریخ ډیر خوږ، روښانه او سولیز وه او دی.

    د تبصری لنډیز :

    اوس که دا حقیقت ولری چه بني اسراييل ځمونږ سره قومی اړیکه او یا ورورولی ولری، نو بیا ولی مونږ په دغه خبره منکر کیږو، خیر دی هغوی به خپل دین کوی. او مونږ به خپل دین کوو. او که کله وخت راغی په آرامه آرامه به دغه ورونه مونږ خپل دین او ورورولی ته دعوت کړو.

    وګوری عربستان او مصر خپل مناسبات د امریکا او اسراییلو سره پالی، همداسی ایران د روسانو سره ډیری ژوری اړیکی لری، حال داچه روسان هیڅ آسمانی کتاب نه منی، او پاکستان د کلونو راهیسی چین ته پلار وای، هغه چین چه په هیڅ آسمانی کتاب باور نلری .

    په اخر کی که چیرته ځمونږ او د بنی اسرایلو دغه د قو میت خبره حقیقت ونلری، او یا هسی افواهات وی. نو بیا زه وایم چه شیخ فریده پټه خوله دی بهتری ده. او بس

    که چیرته ځما په تبصره کی نا آعوذب الله کومه کلیمه په نا فهمی لیکل شوی وی بخنه غواړم

    والسلام

  7. زه هو وایم دا سمه حبره ده پشتانه د اسرایلو ورونه دی زکه کوم ظلم چی اسرایل کوی د هعهی دوه چنده ظلم پشتانه کوی په یو بل باندی او بله حبره دا چی اسرایل دیر هوشیار دی مگر پشتانه بیا تش د بوتل زامن دی

  8. سلامونه سنکه یاستی زغواړم په دی باره کی یو سه معلومات غواړم هیله کووم لماسره په تماس کی سیی

  9. سلام
    ځینی جوکونه او کُمیډیانی په تراژدیو بدلی شویدی او ځینی کُمیډیانی همداسی کُمیډیانی پاتی شویدی
    په تېر قرن کی د نازی هټلر کُمیډی په تراژیدی بدله شوه او پدې قرن کی د سپټمبر یوولسمه او د عراق اټومی وسلې او د القاعدې کُمیډی په تراژدی بدله شوه
    امّا هغه کُمیډی چه همداسی کُمیډی به پاتی شی هغه عبارت له زموږ په هیواد کی د رښتینی دموکراسی یا رښتینی اسلامی حکومت د استقرار د ارمانی خوبونو کُمیډی ده
    بله کُمیډی چه ډېره تبلیغاتی او تلبیسی پانګه اچونه پکی شوېده خو همداسی به کُمیډی پاتی وی همدا د یهودو بېځایه تلاښ د پښتون قام د بنی اسرائیلی ریښې د اثبات کُمیډی ده

ځواب ورکول Naseer Ahmad Shagiwal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *