تاند- د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر عالمي بلخي وايي چې بهرمېشتې افغانان د خپل هیواد له اقتصاد سره د کال د ۱۱۶ ملیون ډالرو مرسته کوي.

ښاغلي بخي نن /سې شنبه/ په خپل وزارت کې د مهاجرو د معلوماتي مرکز د پرانستنې په مهال وویل«د شویو څېړنو له مخې، هر کال د افغان کډوالو له لوري د افغانستان له اقتصاد سره د څه باندې ۱۱۶ ملیون ډالرو مرسته کېږي.»

عالمي بلخي
عالمي بلخي

ده وویل چې د نړیوال بانک څېړنې ښيي چې دا پیسې افغانستان ته د حوالو له لارې رالېږل شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر دا هم وویل چې د نړیوال بانک د څېړنې راپور د وزیرانو شورا ته وړاندې شوی دی.

ده وویل چې د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د حوالې لګښت له ۵ فیصدو ۳ فیصدو ته راټیټ کړي.

د ښاغلي بلخي په وینا په ۲۰۱۶ م کال کې شاوخوا یو ملیون افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

عالمي بلخي وايي چې اوس له هیواده دباندې د افغان کډوالو شمېر تر ۶ ملیونو لږ شوی دی.

3 thoughts on “بهرمېشتې افغانان هر کال د خپل هیواد له اقتصاد سره ۱۱۶ ملیون ډالره مرسته کوي”
  1. دا خو یې ښه شوده په دې وزارت کې کېنولی دی. په سلګونو میلیونه ډالر خلک خپلو خلکو ته رالېږي.

  2. بلخی صاحب چی د راستانه شویو وطنوالو لپاره د یادولو وړ خدمات نلری او ټول په فریادونو سر شوی ، سړه هوا، دمسؤلینو سوړ استقبال او حتی ځینی یی په راتګ خپه او دسیسی ورته جوړوی، سرپناه نه درلودل ، دجایدادونو غصب د ښکرورو ارذل الناس له خوا او نشتوالی د لمړنیو ضروریاتو او داسی نور مصیبتونه او وحشتونه .
    دبلی خوا په ایران کی ثقیل او حتی وژونکی کارونه او معتادیدل په مواد مخدر او لیږل یی د سوریی د فرعون بشارالاسد د حکومت او قدرت کی ساتنی لپاره او اکثرا اول خط ته مخکی کول دا ټول هغه څه دی چی زموږ ایرانی حکام یی د آیت الله خیلو تر قیادت لاندی پر مسلمان ګاوڼدیو تحمیلیږی.
    بیا کوم چه رد مرز کیږی په ډیر زجر او وحشت سره څو ورځی زندان بیا د بیهوشی لپارره جبرا څه ورباندی خوړل کیږی او بیا په مسیر د خروج کی څو ځایه جبری هوټلوته داخلیږی که خوری یا نه خوری پیسی به ورکوی ، دا ده بشر دوستی او انسانیت درجه !!!چه اوسنی دور ګاونډی حکام یی کوی او زموږ د حکامو ګټی شمارل ، لکه چه ټر په پر پټیږی.
    نور په سرحدونو کی ویشتل ،وحشیانه برخورد،دقاچاقبرانو رذالت ، دبحرونو او ځنګلونو تلفات او نور ضایعات که حساب شی بلخی صاحب به حتما له ملت نه پوروړی شی نو خپل تقصیرات او پورونه په آخوندی چلونو بلی خواته اړولی چه یواځی ګټه ښیی او نورهم مهاجرت او فرار تشدیدوی !!! وای بر حکام بی مسؤلیت و همسایګان دد صفت.

ځواب ورکول ا.تندر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *