ډاکتر فاروق اعظم د ثور د اتمې د نمانځلو  لپاره په جوړه شوې غونډه کې د امریکا او د ناټو مخالفت وکړ. هغوی یې د پښتنو ضد وبلل، خو خپله ېي د عطا محمد نور مډال په ډېر افتخار ومانه. دا لومړی ځل نه دی چې افغانان په خپلو غونډو کې احساساتي بحثونه کوي او شعارونه ورکوي، خو پوښتنه دا ده چې زمونږ د مشرانو دا شعارونه څومره عملي کېدای شي‌ او څومره حقیقت لري؟

څو ورځې دمخه مې د امریکا د بهرني سیاست په اړه د امریکايي لیکوال ګلن هستډ کتاب لوست او د ډاکټر اعظم خبرو د هغه لیکوال بحثونه او خبرې را په یاد کړې.

د هېواد د بهرنیو چارو په اړه پرېکړه دومره آسانه نه ده څومره چې زمونږ مشران فکر کوي. لومړی خو بهرنۍ ستونزې هېڅکله په وار نه وي او موده نه لري چې څوک ووايي کوم اول او بیا کوم به دویم وي؛ دلیل ېې همدا دی، چې حکومت د  بهرني سیاست د حل د لومړیتوب پرېکړه او طبقه بندي ملي ګټو ته په کتو کوي. کومه موضوع چې یو مشر ته مهمه ښکاري هغه شاید بل ته مهمه  هم نه وي.  

له هېواده بهر ستونزې ریاضیکي پوښتنې نه دي چې یو ځل حل شوې؛ نو هر څه  به سم شي. کله چې د دوو هېوادونو د اړیکو په اړه په رسنیو کې خبر راځي نو دا په دې مانا نه ده چې د هغوی اړیکې به د تل لپاره په هغه حالت وي. دا منل شوې ده چې په بهرني سیاست کې ستونزې تکرارېږي. د اوسني حکومت، چې ډاکټر غني ېي مشري کوي، له پاکستان سره اړیکې دا ثابتوي چې بهرنۍ پالیسي کوم خاص فورمول او یا هم یوه تګلاره نه لري چې هره ستونزه به په یو ځل هموارېږي؛ بلکې امکان لري چې یو هېواد د له یوې ستونزې سره بیا-بیا مخ شي. بل مهم ټکی دا دی چې کله د یو حکومت د مشر بدلېدل د حکومت  په بهرنۍ پالیسي ډېره اغېزه کوي. د کرزي حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره پاکستان ته مخه کوله او ولسمشر غني د چین له حکومت څخه مرسته غواړي. نه یوازې دا بلکې ډاکټر غني اقتصاد ته لومړيتوب ورکړی. یو دلیل ېی همدا دی چې موږ نه شو کولای د ډاکټر غني بهرنۍ پالیسي ته د کرزي په پرتله تر هغه وخته  ښه او یا هم بد ووایو، چې مو د مذاکراتو پایله نه وي لیدلي. دا منل شوې ده چې دوه ولسمشران چې یو له بل څخه وروسته قدرت ته رسېږي نو خپلو سره به ډېر مخالفتونه لري. خو هر څومره ېې چې مخالفتونه ډېر وي بیا هم هغوی باید د ملي ګټو پر خلاف کوم حرکت ونه کړي.

کله چې په بهرني سیاست کې یوه موضوع ټاکل کېږي نو لاندې درېیو ټکو ته پام ډېر مهم دی:

لومړی، آیا دا موضوع د افغانستان بقاء ته ضرر رسوي؟

دویم، آیا دا د افغانستان بقاء نه، خو نورو مهمو ټکو او دوامداره ثبات ته مستقیماً ضرر رسوي؟

درېیم، آیا دا د افغانستان بقاء او دوامداره ثبات ته نه، بلکې نورو مهمو ټکو ته په غیر مستقیم ډول  ضرر رسوي؟

که چېرې موږ دې ټکو ته پام وکړو نو پوه به شوو چې زموږ ډېري مشران د (مړې ګېډې پارسي) وايي.

حکومت تل غواړي چې له خلکو څخه نظر واخلي او د هغوی په خوښه کار وکړي. اما؛ په بهرني سیاست کې باید موږ یوازې دا ونه وینو چې خلک څه غواړي بلکې دا هم ومنو چې څومره توان او قدرت لرو؟

د هېواد د قدرت او د هدف تر منځ چې کومه فاصله ده هغه ته د (دی لیپمن ګپ “the Lippmann Gap”) ویل کېږي. لیپمن یو امریکايي لیکوال و چې کلونه وړاندې ېې د امریکا د حکومت ستونزه د هغه د هدف او د قدرت ترمنځ فاصله ګڼله. د افغانستان سیاسي حالت ته په کتو ویلای شو چې د فاروق اعظم د امریکا په خلاف شعار د لیپمن له تېورۍ سره جوړ راځي. امریکا هغه هېواد دی چې نن سبا زموږ د حکومت د کارکوونکو تنخواه د دوی د مرستو له وجهې ورکول کېږي. د افغانستان په شان د یو غریب هېواد  او د امریکا په شان د دنیا تر ټولو لوی قدرت تر منځ اختلاف او ستونزې به د افغانستان لپاره ډېره ښه پایله ونه لري. یا هم زموږ د ځینو افغانانو احساساتي شعارونه چې افغان حکومت له پاکستان سره یو رسمي جنګ ته هڅوي، هغه څه دي چې افغانستان ېي نه د اقتصاد له اړخه او نه هم د پوځ له اړخه قدرت لري.

د افغانستان په شان یو هېواد باید تر هغه د جنګ شعار ورنکړي تر څو چې په خپلو پښو او اقتصاد نه وي ولاړ. په یویشتمې پېړۍ کې د یو هېواد قدرت د هغه هېواد د جنګونو د شمېرې لوړالۍ نه؛ بلکې د جنګ په ډګر کې وسایل او په هغه متکي کېدل تضمینوي.  

احساساتي خبرې آسانه دي او ټول ېي کوي؛ خو موږ ېي باید د پایلې په اړه هم فکر وکړوو. زموږ ډېري مشران نړیوال سیاست ته د  حجرې د بنډار په سترګو کوري. نه نړیوال سیاست د حجرې بنډار دی او نه هم د حکومتونو مخالفت تربورولي ده، چې باید هغسې ورسره چلند وشي. د کلونو اشتباه باید بیا تکرار نه کړو. آزمایلي مشران باید بیا ونه آزمایوو او خپل بهرنۍ سیاست نور باید په احساساتو نه بلکې په عقل او پوهې مخې ته یوسوو.

One thought on “بهرنی سیاست که د دېرې بنډار/ حبیبه اشنا”
  1. سلام
    دغه بنډارونه، احساسات، هياهو، هله مه پريږده ونيسه واخله راشه اودر شو خو د هېواد کړکېچ لانور هم د بشپړو ننګونو سر مخامخ کړ. هرڅوک په خپله سندره کې سيل بين عقل چهل وزير دارد .د فاروق خان د کتاب څخه چې د هېواد په ورځ پاڼې ويب سايت کې پروت دي دغه ډول احساسات راڅرګنديږي لکه د ملا ضعيف کتاب.

ځواب ورکول ع. شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *