ژباړن: شفیق الله ځواک –
په حقیقت کې مرستې او کومکونه د خلکو په ژوند او اقتصاد عادي اغېز نه لري او اکثره مرسته کوونکې هېوادونه او سازمانونه، پروژې او په ځانګړې ډول لوې پروژې بهرنیو شرکتونه ته په قرارداد ور کوي. دا قراردادونه له یو لاسه بل او له بله لاسه څو نورو لاسونو ته په قرارداد ور کول کېږي، چې په نتیجه کې یواځې له ۳۰ څخه تر ۵۰ سلنې پورې مرسته شوي پيسې په پروژو لګول کېږي او پاتی ۵۰ څخه تر ۷۰ سلنې پورې بې له دي چې افغانستان ته راشي، بهرنیو لاسونو ته پروزي. افغانستان په لمړي ځل د مالي مرستو بار د ختیځ هند کمپني څخه ( هغه وخت چې هند د برطانیي تر تسلط لاندې وو) تر لاسه کړی. که څه هم په هغه وخت کې دا مرستي افغانستان يي لکه د نورو هېوادونو بهرنۍ مرستو پورې نه و تړل شوي، خو له دي وروسته د افغانستان په بهرنیو مرستو پورې وتړلې شو. د امیر امان الله خان په وخت کې د افغانستان کورني عواید د زراعتي محصولاتو د ماليي څخه لاسته راوړل کېدي، چې د ټول عاید ۶۰ سلنه يي تشکیلوله. له هغه وروسته کله چې د زراعتي محصولاتو مالیه د ټول عاید ۱۸ سلنې ته را ښکته شوې، د افغانستان اړتیا بهرنیو مرستو ته په ډېریدو شو. امیر امان الله خان ډېر کوښښ وکړ تر څو د هېواد د زیربناوو او معارف په جوړولو کې له فرانسی څخه مرسته تر لاسه کړي، ��ې ددغو مرستو په بنسټ يي د استقلال، ملالۍ، اماني او حبیبیه ښوونځي د فرانسی، المان، امریکا او شوروي څخه د مرستي غوښتنه وکړه.
د هېواد د پنځه کلنو پلانونو په پانګه اچوونه کې د بهرنیو مرستو برخه ۷۵٪ وه، چې دا برخه د هېواد په بودجه کې د ۱۹۶۰م کال څخه وروسته ۴۰٪ بودجه جوړوله.
د سردار محمد داوود خان د صدارت (۱۳۳۹ کال) په وخت، د هېواد اقتصاد د جګړو له امله اغېزمن شو او پدې وخ کې سردار محمد داوود خان له امریکا متحدهایالاتو او شوروي څخه د مرستو غوښتنه وکړه. د ۱۳۳۹ کال څخه تر ۱۳۴۹ کال پورې افغانستان ۵۰ سلنه له شوروي اتحاد، ۳۰ سلنه له متحده ایالاتو او پاتي نور يي نړیوالو بنسټونو (سازمانونو) لکه نړیوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک او ځينو نورو څخه تر لاسه کاوه. پدې کلونو کې وچکالي، د زراعتي محصولاتو کموالې، قحطي او د هېواد کمزورې اقتصاد د دي سبب شو چې په بهرنیو مرستو تکیه ډيره شي او له ۱۳۵۷ کال څخه د لویدیځ مرستي کمي او یا پرې شوي او ددې په مقابل کې د شوروي اتحاد مرستې له افغانستان سره ډېري شوي او په اویایمه لسېزه کې له افغانستان سره د قرضونو میزان تر ۱۱ میلیارد ډالرو ورسید. کله چې د ډاکټر نجیب الله حکومت سقوط وکړ، شوروي اتحاد رسمي مرستې په ټپه ودریدې. په ۲۰۰۲ کال کې د موقتی ادارې په رامنځته کېدو څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې نړیواله ټولنه د افغانستان د امنیت او بیارغونې لپاره د ۹۰ میلیارد ډالرو مرستو وعده وکړ او تر ۲۰۱۱ کال پورې ۵۷ میلیارد ډالر يي د افغانستان د ماليي او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې افغانستان ته وړ کړې. ددغو مرستو څخه ۵۱ سلنه د امنیت په برخه کې او پاتې په زیربناوو او زراعت سکتور باندې مصرف شوي دي.
باید دا هم ذکر شي چې د افغانستان سره د ۲۰۰۱ څخه وروسته د ور کړ شویو وعدو پرته اضافي مرستي هم شوي چې د ماليي وزارت د بهرنیو مرستو د هماهنګې څانګې په وینا له ژمنو پرته د مرستو اندازه تر ۲۰۰۸ کال پورې ۲۲.۳ میلیارد ډالره وو.
د افغانستان د بیارغونې او امنیت لپاره تر اوسه لاندې نړیوالې غونډې تر سره شوي دي.
د بن غونډه ( کنفرانس )
(۱۳۸۰ ه ل کال د ليندۍ ۱۴ او د ۲۰۰۱ م کال د ډ سمبر۳ نېټه)
د بن کنفرانس لومړنی لوی کنفرانس ده چې د طالبانو تر سقوط وروسته په آلمان کې جوړ شو ترڅو د افغانستان د نوي حکومت د جوړېدو لپاره يوه تګلاره وټاکې اود افغانستان سره په مختلفو برخو کې مرسته وکړي. دغه کنفرانس په داسې شرايطو کې جوړشو چې افغانستان دولت نه درلود ، ولسمشر يې نه درلود ، په خپلو بانکونو کې يې پيسې نه درلودې ، پوليس يې نه درلوده ، او په کلي توګه يې اداري او قانوني جوړښت له منځه تللي ؤ. د بن د کنفرانس ډېره مهمه مشخصه دا وه چې په دغه کنفرانس کې په قدرت کې د قومونو او سياسي حذبونوګډون په رسميت وپېژندل شو او په عمل کې پلی شو .
په مهال وېش برابرې سياسي تګلارې مشخصې شوې لکه : لنډ مهاله حکومت ،د انتقالي دولت جوړول ، د اساسي قانون تصويب ، او بلاخره د ولسمشرۍ او پارلماني ټولټاکنو تر سره کول مشخص شو. ټولو سياسي حذبونو په دغه تاريخي سند باندې لاسليک وکړ او حامد کرزي د افغانستان د چارو رهبري چې نوې مرحلې ته داخله شوې وه په غاړه واخيسته . د ولسمشرۍ د لمړنيو ټولټاکنو په ترسره کولو سره او د ملي شورا په جوړېدو سره د بن د تړون ټولې ګټې پلې شوې .
د ټوکيو غونډه ( کنفرانس )
( د۱۳۸۱ ه ل کال د سلواغې ۲ او د ۲۰۰۲ م کال د جنوري ۲۱ نېټه )
د توکيو غونډه وروسته د بن د غونډې څخه دويمه لويه غونډه ده چې افغانستان سره د مرستې لپاره جوړه شوه . د يادونې وړ ده چې په توکيو کې د افغانستان لپاره دوه جلا غونډې جوړې شوي او هره غونډه د يو بېل هدف لپاره جوړه شوې ، د هغې جملې څخه لمړۍ غونډه د۱۳۸۰ ه ل کال د سلواغې د مياشتې په لمړۍ نېټه جوړه شوه چې هدف يې د افغانستان د بيا رغونې لپاره مرسته کول ؤ . دويمه غونډه د ۱۳۸۱ ه ل کال د سلواغې په مياشت کې جوړه شوه ، پورته ذکر شوې نېټه هم د همدغې غونډې د جوړېدو نېټه ده ، دا غونډه چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د توکيو کنفرانس په نامه ياديږي هدف يې په افغانستان کې د امنيت سمون ؤ. د زياتو توضيحاتو لپاره هره غونډه په بېل بېل مبحث کې تر څېړنې لاندې نيسو:
د برلين غونډه (کنفرانس)
( د ۱۳۸۳ ه ل کال د وري ۱۳ اود ۲۰۰۴ م کال د مارچ ۳۱ نېټه )
د برلين کنفرانس چې د ۱۳۸۳ ه ل کال د وري په ۱۳ اود ۲۰۰۴ م کال د مارچ په ۳۱ نېټه د آلمان د برلين په ښار کې د افغانستان د انتقالي دولت د چارواکو او د مرسته کوونکو هېوادونو د نماينده ګانو په ګډون سره جوړشو. په دې کنفرانس کې بسپنه ورکوونکو هېوادونو افغانستان سره دبيا رغونې د پروګرامونو د پرمخ بيولو لپاره په درې کلونو کې د اته ميليارد ډالرو د ورکړې ژمنه وکړه .د افغانستان دولت د يوې څرګندې طرحې سره د برلين کنفرانس ته ولاړ او په دې کنفرانس کې د درې راتلونکو کلونو لپاره د دولس ميليارد ډالرو مرستې غوښتونکی شو.
په دې کنفرانس کې وښودل شوه چې افغانستان تر اوسه هم د نړيوالې ټولنې د پاملرنې لاندې دی او په نړيوال سياست کې د نړيوال او سيمه ايز اهميت درلودونکی دی. په دې کنفرانس کې تصميم ونيول شو چې د رغونې مديريت دې د افغانستان دولت ته ورکړل شي ، همدارنګه د افغانستان دولت په دې کنفرانس کې تاکيد وکړ چې د مرستو زياته اندازه بايد د افغانستان د دولت لخوا او په لمړيتوب ورکړل شو پروګرامونو کې د دولت لخوا مصرف شي. هغه کړکېچ چې تر اوسه پای ته نه ده رسېدلی هغه داچې د نړيوالې ټولنې د مرستو زياته برخه د افغانستان د دولت لخوا نه مصرفېږي . همدارنګه د برلين په کنفرانس کې دا وڅېړل شوه چې د بيا رغونې په کارونو کې د اصولي مديريت او يوې هر اړخيزې طرحې نه موجوديت ددې سبب شوی چې هغه مرستې چې د توکيو په کنفرانس کې افغانستان ته ځانګړې شوې وې مطلوبه پايله ونه لري .
د لندن غونډه ( کنفرانس )
( د۱۳۸۴ ه ل کال ددلوې ۱۱ اود ۲۰۰۶ م د فبروري ۱ نېټه )
د لندن دوه ورځنی نړيوال کنفرانس چې د۱۳۸۴ ه ل کال ددلوې ۱۱ اود ۲۰۰۶ م د فبروري په لمړۍ نېټه په لندن کې د افغانستان د راتلونکې لپاره جوړ شو ، په دې کنفرانس کې د اويا هېوادونو او پنځلس نړيوال سازمانونو له خوا د افغانستان د بيا رغونې لپاره د لس ميليارد ډالرو څخه د زياتې مرستې اعلان وشو.
په دې کنفرانس کې د ( افغانستان تړون ) په نامه سند هم لاسليک شو چې د هغه په اساس افغانستان د شفافې اوځواب ويونکې ادارې په جوړولو او د مخدره موادو پرضد په مبارزې ، تروريزم او د حقوق بشر په رعايت ژمن شو. د لندن تړون د بن د تړون څخه وروسته خورا ډېر مهم سند ؤ چې د افغانستان دولت او نړيوالې ټولنې لاسليک کړ.
د نړيوالې ټولنې دې ژمنې چې لس ميليارد ډالر مرسته به کوي وښودله چې افغانستان اوس هم خپلوغربي متحدينو ته مهم ده او حمايت له دې بهير څخه چې په افغانستان کې وروسته له طالبانو څخه رامنځته شوی په خپل قوت سره پاتې ده .
د روم غونډه ( کنفرانس )
( د ۱۳۸۶ ه ل کال د چنګاښ او د ۲۰۰۷ م کال د جولای مياشت )
د ۱۳۸۶ ه ل کال د چنګاښ او د ۲۰۰۷ م کال د جولای په مياشت کې د ايټاليا په مرکز روم کې د افغانستان لپاره نړيواله غونډه جوړه شوه ، چې ددغې نړيوالې غونډې اصلي چورليز په افغانستان کې قضأ او د قانون حاکميت ؤ.
د پاريس غونډه ( کنفرانس )
( د ۱۳۸۷ ه ل کال د غبرګولي ۲۳ او د ۲۰۰۸ م کال د جون ۱۳ )
د پاريس نړيواله غونډه د ۱۳۸۷ ه ل کال د غبرګولي په ۲۳ او د ۲۰۰۸ م کال د جون په ۱۳ نېټه په پا ريس کې جوړه شوه . دغه کنفرانس د فرانسې ولسمشر سرکوزي ، د ملګروملتونوسرمنشي بانکي مون او د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرانست . د پاريس په کنفرانس کې د افغانستان د ستونزو د څېړنې لپاره د ۶۵ هېوادونو وزيرانو او د ۱۵ نړيوالو بنسټونو استازو ګډون کړی ؤ. افغاني پلاوي د افغانستان د بيا رغونې لپاره د نړيوالې ټولنې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه ، او د بيارغونې په برخه کې يې د پنځه کلنې کړنلارې په وړاندې کولو سره ( ۵۰ ) مليارد ډالر وغوښتل . البته د افغانستان د دولت د کړنلارې په اساس د لندن په کنفرانس کې چې د کومو مرستو ژمنه شوې وه هغه هم په دغه ( ۵۰ ) مليارد ډالرو کې شاملېږي . د پاريس په کنفرانس کې د امريکا متحده ايالاتو( ۱۰ ) مليارد ډالره ، د ملګروملتونو سازمان يو مليارد ډالر او جاپان نيم مليارد ډالرو نوې مرستو ژمنه وکړه او نورو هېوادونو له هغې جملې څخه فرانسې او آلمان هم اعلان وکړ چې خپلې مرستې به تر دوه برابره زياتې کړي . ( ۵ ، سايټ google )
د هاګ غونډه (کنفرانس)
د هاګ غونډه په ۱۳۸۸ کال په هالنډ کې تر سره شو چې د حکومتدارۍ په غښتلتیا، د اقتصادي ودې په پراختیا، د امنیت په غښتلتیا، د سیمه ایزو همکارویو ډېرول او د وسله والو مخالفینو سره د افغان دولت سولې د خبرې په موضوعګانو خبري وشوي. د هاګ په غونډه کې امریکا په خپل نوی تګلاره کې د مالي مرستو او نظاملي پرسونل په ډېرولو تاکید وکړ.
د لندن غونډه ( کنفرانس )
( د ۱۳۸۸ ه ل کال د سلواغې ۸ او د ۲۰۱۰ م کال د جنوري ۲۸ )
د لندن کنفرانس د ۱۳۸۸ ه ل کال د سلواغې په ۸ او د ۲۰۱۰ م کال د جنوري په ۲۸ نېټه په لندن کې جوړشو. په دغه کنفرانس کې د افغانستان حکومت يو ميليارد امريکايي ډالره مرسته وغوښته خو نړيوالې ټولنې يوازې د يوسلو پنځوس مليون ډالرو د مرستې ژمنه وکړه . په دې کنفرانس کې مهمه موضوع د افغانستان امنيت او ثبات وه او داچې ددغه هېواد دولت څرنګه کولای شي چې زيات مسؤليت په غاړه واخلي .
د کابل غونډه ( کنفرانس )
د کابل غونډه په ۱۳۸۹ کال کې په لمړي ځل د نړیوالې ټولنې په حضور کې په کابل کې تر شو. پدې غونډه کې د افغانستان دولت د اقتصادي پرمختیا لپاره، د حکومتداری او امنیت لپاره له نړیوالې ټولنې مرسته وغوښته او همدارنګه افغانستان له مرستو کوونکو هېوادونو وغوښت تر څو ۵۰ سلنه مرستي د افغانستان دولت د بودجې له لرې په مصرف ورسوي.
لیزیون غونډه
د لیزیون غونډه په ۱۳۸۹ کال په پرتګال کې تر سره شو. په افغانستان کې د ناټو حضور ددې غونډې یو له مهمو موضوعګانو څخه وو. همدارنګه ترانزیتي پلانونه، روزنیز برنامې، د مخدره توکو سره مبارزه، د افغان ملي ځواکونو تجهیز کول او افغانستان دولت د امریکا او مرستو کوونکو هېوادونو سره د اوږدمهالې همکاریو تړون
لاسلیک کول له عمده موضوعګانو څخه وو.
د لندن دوهم کنفرانس هم په ۱۳۹۳ کال یا ۲۰۱۴ کال کې په لندن کې تر سره شو. پدې غونډه کې د افغانستان سره په بهرنیو مرستو او په پرمختګ باندې بحث وشو، نه په امنیتي ځواکونو او امنیت باندې.
د افغانستان سره د مرستو او همکاریو لپاره په پورته لسو نړیوالو غونډو کې ۹۰ میلیارد ډالره افغانستان سره د نړیوالې ټولنې لخوا ژمنه وشوه چې ددې څخه ېواځې ۵۷ ملیارد ډالره تر اوسه پورې افغانستان ته ور کړ شوی دي.
هغه هېوادونه چې د افغانستان سره ډېرې مرستې کړي په لاندې ډول دي.
هغه هېوادونه چې د افغانستان سره د مرستو ژمنې کړي خو تر اوسه پورې يي هېڅ مرستي افغانستان ته نه دي ور کړي په لاندې ډول دي:
• برازیل ۳ میلیون ډالر ژمنه کړی دی
• کرواتیا ۳ میلیون ډالر ژمنه کړی دی
• مصر یو میلیون ډالر ژمنه کړی دی
• مالتا هم یو میلیون ډالر ژمنه کړی دی
• عمان ۱۱ میلیون ډالر ژمنه کړی دی
• قطر ۳۰ میلیون ډالر ژمنه کړی دی
• سلواکیا ۵ میلیون ډالر ژمنه کړی دی
• تایوان ۳۳ میلیون ډالر ژمنه کړی دی
• ویتنام ۴۶.۳ میلیون ډالر ژمنه کړی دی
د افغانستان دولت په بهرنیو مرستو تکیه د ۶۰ کلونو مخینه لري او د ۱۳۸۱ راهیسي د طالبانو له سقوط وروسته، افغانستان د نړۍ یو له ستر مرسته اخیستوونکو هېوادونو څخه شمیرل کېږي. د ماليي وزارت د ارقامو له مخې اوس هم د افغانستان اقتصاد تر ډیره حده پورې په نړیوالو مرستو ولاړ دی او د نړیوالې ټولنې مرستي د کورنیو تولیداتو ۷۱٪ تشکیلوي.
دلته دا سوال پورته کېږي چې ایا په افغانستان کې بهرنۍ مرستې په سم ډول مصرفیږي او که نه؟
یو شمېر اقتصادپوهان په دي نظر دي چې د نړیوالې ټولنې د مرستو ډېره برخه حیف او میل شوي او څه ډول انتظار کېده چې دا مرستې به د افغانستان په بیارغونه کې او د مرسته کوونکو هېوادونو د پروژو په عملي کولو کې عمده رول ولوبوي. د پروژو قراردادونه له یو لاس څخه څو لاسونو ته ولوېدل ددي سبب شول چې دا مرستې په اغېزمن ډول استعمال نه شي.
یو شمیر کارپوهان او د سوداګرې او صنعت د اتاقونو مسوولان پدې باور دي چې ډېرې بهرنۍ مرستي د نړیوالې ټولنې لخوا د اینجوګانو پواسطه په زیربناوو، ساختمان جوړونه، د واټونو په جوړونه او په یو شمېر نورو برخو کې په مصرف رسیدلې دي.
د یو شمېر پوهانو په باور ۸۰ سلنه مرستې د خلکو په ژوند او اقتصاد عادي اغېز نه درلود او مرسته کوونکو بنسټونو ډېرې مرستې د پروژو او په ځانګړې ډول د سترو پروژو قراردادونه بهرنیو شرکتونو ته ورکول چې په نتیجه کې دا قراردادونه له یوه لاسه څو نورو لاسونو ته رسیده. تر اوسه د بهرنیو مرستو څخه تر شاوخوا ۴۰۰۰ کیلو متره سړکونه قیر شوي او له ۳۵ سلنو ډېر خلکو ته بریښنا انرژي ویشل شوی ده. خو د بهرنیو مرستو څخه چې څه ډول استفاده کېده هغسې ګټه ترې وانه خیستلای شو.
د افغانستان په اقتصادي پرمختیا باندې د وروستیو بهرنیو مرستو اغېز
افغانستان ته وروستی بهرنۍ مرستې په بیارغونه، د زیربناوو په جوړولو، په کورنۍ ناخالص تولید کې بدلونونه، په وروستیو کلونو کې دندې او کاروبارونه، د قیمتونو په سطحه کې بدلونونه او د افغانستان په بهرنۍ سوداګرې يي اغېز دا څرګندوي چې بهرنۍ مرستې د افغانستان په وده او پرمختګ کې ګټور رول لوبولی دی.
بیارغونه او د زیربناوو جوړول: زیربناوې هغه ټول بنسټیز او اوږدمهاله تاسیسات دي چې د یو په ځان بسیا او په ځان متکي اقتصاد کې د پرمختګ د فعالیتونو تضمین کوي. په عامه سکتور کې زیربناوې په دوه ډوله تخنیکي او ټولنیز ویشل شوي. د سړک جوړونه، مخابرات او برېښنا په تخنیکي زیربناوو کې قرار لري او امنیت، زده کړې، تربیه او روغتیا په ټولنیز زیربناوو کې شمېرل کېږي.
1) امنیت: په اقتصادي پرمختیا کې امنیت ډېر ارزښتمن دی او همدې لپاره له ۵۰سلنو ډېرې بهرنۍ مرستې افغانستان ته د ۲۰۰۸-۲۰۰۰ کلونو ترمنځ د امنیت په برخه کې په مصرف ورسېدې. برسېره پر دي چې د هېواد امنیتي ځواکونه د ۱۴۰۰۰۰ سرتېرو څخه نوی جوړ او په پښو ودرول شو. ددې شمېر سرتېرو سره بیا هم په هېواد کې امنیت ټينګ نشو. په ۲۰۰۲ کې د ځانمرګو ۴ پېښې وي او په ۲۰۰۶ کال کې دا شمېره ۱۴۰ ته لوړ شو.
2) بیارغونه او د واټونو او سرکونو جوړونه: د ۱۳۱۵۰ کیلو مترو په اندازه اصلي او فرعي سړکونه د بیارغونې لاندې ونیول شوې، خو د هېواد کړېز (حلقوي) سړک لا تر اوسه بشپړ شوی نه دی او د ډېرو جوړو شویو سړکونو د ترمیم غوښتنه هم شوی دی.
3) ښوونه او روزنه او زده کړې: د زده کوونکو او ښوونځېو شمېر په ۲۰۰۶م کال له ۵.۵ میلیون څخه ۶.۳۵ میلیون تنو په ۲۰۰۸م کال کې لوړ شوی. همدا ډول د محصلینو شمېر په ۲۰۰۶م کال له ۵۰۰۰۰ تنو څخه ۶۸۰۰۰ تنو ته په ۲۰۰۸م کال کې لوړ شوی، چې ۳۷ سلنه لوړوالې ښودنه کوي. خو د ښوونې او زده کړې په کیفیت، د امکاناتو او فارغ التحصیل ته د دندو پيدا کول په برخو کې توجه نظر نه دي شول.
4) روغتیا: د ۱۳۸۷ کال احصایه د هېواد د وروستیو کلونو د روغتیا په برخه کې لیکي. روغتیايی مرکزونو او صحې اوبو ته لاسرسۍ د بشر اساسي حقوقو څخه شمېرل کېږي، خو بیا هم په افغانستان کې اکثره خلک ددې حقوقو څخه بی برخه دي او لاسرسي ور ته نه لري. د ټولو صحي شاخصونو ته په کتنې، افغانستان د ټولو سمیه ایزو هېوادونو په پرتله خرابترین وضعیت کې قرار لري. د نویو زیږیدلو ماشومانو مړینه په هرو زرو کسانو کې ۱۳۵ تنه، د مېندو مړینه د ولادت په وخت کې د هرو زور تنو څخه ۱۶۰۰ دی او د هېواد د وګړو منځنې عمر ۴۴ کاله دی.
5) مخابرات: په تېره لسېزه کې د مخابراتو سکتور کې ښې لاسته راوړنې درلودې. په ۱۳۸۷ کال کې د ۹.۵ میلیون د مبایل سیم کارتونو ویشل او پلورل او د ۵۰۰۰۰۰ ډیجیتل تیلیفونو د لینونو غزول لویه لاسته راوړنه ده خو بیا هم د مخابراتو نرخونه ډېر لوړدي. د مخابراتو وزارت په وینا د ۲۰۱۵ کال په لومړی یو له ۹۵٪ ډېرې وګړي د اړیکونو نیول اسانتیاوې لري او په راتلوونکو اتلس میاشتو کې به د هېواد مخابراتي خدمتونه ټول افغانستان تر خپل پوښښ لاندې ونیسي.
6) برېښنا: په کابل ښار کې د برېښنا ویشل د نورو کلونو په پرتله ښه شوي خو بیا هم د بريښنا، ګاز او اوبو برخه د هېواد په ناخالص داخلي تولیداتو کې د ۱۳۸۷-۱۳۸۵ کلونو ترمنځ ثابت پاتي شوي دي.
کورنۍ ناخالص تولیدات
د یو هېواد کورنۍ ناخالص تولیدات د یو هېواد اقتصادي ودي یو معیار ګڼل کېږي. د افغانستان حقیقي کورنۍ ناخالص تولیدات د ۱۳۸۷-۱۳۸۱ کلونو په اوږدو کې په منځنې ډول ۱۳.۸ سلنه وه، او د ۱۳۸۱ کال څخه وروسته د کورنۍ ناخالص تولیداتو د ټيټېدو په حال کې دی او د ۱۳۸۴ او ۱۳۸۶ کلونو کې د نسبي لوړوالې څخه وروسته په ۱۳۸۷ کال کې د پام وړ ټېټوالې ښودنه شوی دی. که چېرې د کورنۍ ناخالص تولیدات ټېټېدل دوام وکړې نو په راتلونکې کې به د منفي اقتصادي پرمختیا شاهدان واوسو.
که چېري د کرنې، صنعت او خدماتو سکتورونو برخې ۱۳۷۸ـ۱۳۸۵ کلونو د حقیقي کورنۍ ناخالص تولیداتو برخې تحلیل شي نو دا روښانه کوي چې د هېواد په اقتصاد کې تر اوسه هم د کرنې سکتور تر ټولو مهم سکتور ګڼل کېږي. د افغانستان د اقتصاد مهمترین سکتور کرنه اوس هم د بهرنیو اغېزو ( اقلیم، ورښت او وچکالې) تابع دی. په ۱۳۸۷ کال کې د کرنې سکتور ونډه په کورنۍ ناخالص تولیداتو کې ۷٪ کموالې موندلې. پع داسی حال کې چې د ۱۳۸۷-۱۳۸۵ کلونو ترمنځ د صنعتي تولیداتو ونډه په حقیقي کورنۍ ناخالص تولید کې ثابت (۲۵٪) پاتې شوی دی، د خدماتو سکتور ونډه ( په ځانګړې ډول د مخابراتو او پست) په کورنۍ ناخالص تولیداتو کې د دوو نور سکتورونو په پرتله په ۱۳۸۷ کال کې له پخوا څخه ۵٪ ډير شوی دی.
د ۱۳۸۷-۱۳۸۵ کلونو په اوږدو کې په کورنۍ ناخالص تولیداتو کې د اقتصادي سکتورونو ونډې
کامل استخدام او د قیمتونو ثبات:
کامل استخدام او د قیمتونو ثبات د اقتصادي سیاست له عمده هدفونو څخه دي چې د اقتصادي او ټولنیز رفاه لپاره مهم ګڼل کېږي. د کامل استخدام او د قیمتونو ثبات په نشتون کې هېواد د بی روزګارې او د پیسو پړسوب په ناروغیو اخته کېږي، اقتصادي تعادل له منځه ځي او د هېواد اقتصادي ودې او پرمختګ ته زیانونه اړوي. په خواشنې سره باید وویل شي چې بهرنۍ مرستې د بی روزګارې په کمولو کې مهم رول نه دی لوبولې. د هېواد کاري ځواک د ۱۵ میلیون تن اټکل شوی چې ددې څخه ۴۰٪ بی کاره دي. د کاري ځواک مشغولتیا ونډه د کرنې په سکتور کې د ۷۹٪ په شاوخوا، د صنعت په سکتور کې د ۵٪ په شاوخوا او د خدماتو په سکتور کې د ۱۶٪ په شاوخوا اټکل شوی دی. د ۴۰٪سلنې بی روزګارې شتون لوړ عدد دی او دا بی روزګاري په اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او فرهنګې برخو ژور اغېز لري. په یوه څېړنه کې چې د کابل پوهنتون د تحقیقات پالیسي ملي مرکز لخوا په ۱۳۸۸ کال کې تر سره شوی، ۸۴٪ د ځواب ویوونکو لخوا د امنیت نشتون او د دې اغېز په پانګه اچوونه په افغانستان کې د بی زورګارې عمده علت بلل شوی.
د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۹ کلونو کې د پیسو پړسوب (انفلاسیون) ددي ښودنه کوي چې په دي موده کې د قیمتونو ثبات ته توجه نه دی شوی. د انفلاسیون کچه د تېرې لسیزی په ۷ کلونو کې په منځې ډول ۱۲٪ او په ځانګړې ډول په خوراکي موادو او ترانسپورتي مصارف کې لوړ دی.
د ۲۰۰۹ کال دیفلاسیون هم د هېواد د اقتصاد په زیان دی. د مرکزی احصایی د راپور له مخې د حمل او نقل او وارداتي جنسونه پرمختګ له پاکستان څخه (په تورخم کې اسانتیاوي او له د تورخم او کابل لویو لارو ترمیمول او پرانیستل)، په نړیوال بازار کې د غذايی او نفتي موادو د قیمتونو کموالې، د غنمو مرستي ترلاسه کول له پاکستان (۵۰۰۰۰۰ ټنه) او له هند (۵۰۰۰۰ ټنه) او د دولت او WFP او FAO بنسټونو لخوا د غنمو ویشل.
بهرنۍ سوداګري
د ۱۳۸۱-۱۳۸۷ کلونو په اوږدو کې د افغانستان صادرات (په ځانګړې ډول وچې میوې او قالین) په منځنې ډول د ۳۳۷ میلیون ډالرو، د هېواد واردات (په ځانګړې ډول ماشین الات او تجهیزات، غذايي مواد او نفتي مواد) په منځنې ډول د ۲۵۴۲ میلیون ډالرو په اندازه وه. د صارداتو او وارداتو دا ارقام د یو منځنې کسری بیلانس د ۲۲۰۵ میلیون ډالرو په شاوخوا رامنځته شوی دی، چې د هېواد لپاره ګټور نه دی.
ژباړه او زیاتوونه
Wror Zwaak Shafiqullah saheb; MashaALLAH ddera sha aw jaliba jbarrh de karry.
Wabakhsha kawly shoo Asli menb`a(Ma`khaz) d de maqale wapejanuu? Maninah.