په افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي سطحې ټيټوالی د دې سبب کیږي چې دولت ځینې محصلین او حتی کورنۍ خپل اولادونه د ښه تعلیم په موخه بهر ته ولیږي، چې دا کار له حوسه نه بلکې د یو جدي ضرورت له مخې دی.

هر کله به دا چانس او دا امکانات نه وو چې دولت او کورنۍ خپل محصلان بهر ته د درس لپاره واستوي، ځکه هم دولت او هم کورنۍ تل شتمنې نه وي اما دوی بیا هم خپل بچي په تنګلاسۍ او بېچارګۍ کې د لوړو زدکړو د ښه کیفیت له لامله بهر ته لیږي.

محصلان باید درک کړي چې دولت او کورنیو خپل مسوولیت اداء کړ دوی هم باید خپل مسوولیت وپیژني خو متأسفانه زیات محصلان دې ته پام نه کوي او د کوم مسوولیت احساس نه کوي.

بهر ته چې لاړ شي د دې هېوادونو له هغه فرهنګ، دود او کلتور سره چې د افغاني ټولنې له دود سره سمون نه خوري عادت خپلوي او په دې توګه حتی خپله اصلي موخه له لاسه ورکوي او وخت پرې ضایع کوي، لکه: د نڅا کلپونو ته تګ چې په پایله کې یې بد اخلاقي راځي، زیات وخت د فلمونو کتل او یا هم د هغه ملک د منفي امکاناتو پوره کار اخیستل .

مهمه دا ده چې دوی باید خپل د تګ هدف او موخه وپیژني.

د امیر امان الله خان په وخت کې به چې د محصلینو کومه ډله د سیالیو وروسته د بورس ګټونکو په توګه بهر ته لیږل کیده نو نوموړي به راوغوښتل او ورته ویل یې: ( اې زما د هېواد بچیانو، اې د خپلو همزولو نه تکړه ځوانانو موږ تاسې دې ته غوره کړي یاست چې هلته لاړ شئ او خپل سبق ووایئ اما هیله لرم چې له دې طلايي چانس څخه غلطه او ناوړه ګټه وانخلئ، که تاسې خالي لاس لاړ او خالي لاس راشۍ دا به خیانت وي.

موږ ډېر غریب یو موږ ډېر بېچاره یو موږ نادان او سرګردان یو موږ ته نده پکار چې کار پرېږدو او نڅا وکړو موږ سره استراحت او بېځایه خندا زېب نه کا موږ باید کار وکړو او ځان ورسوو . ځکه مې په دومره بې وسۍ سره سره تاسې ته د ډېر زیار وروسته داسې یو چانس برابر کړ، خپل سر ګرېوان ته کړئ او وجدان نه مو وپوښتئ که تاسې ددې چانس لایق نه وئ هیله کوم د نورو وروڼو له خولې یې هم مه وباسئ .) د غونډې په پای کې به یې د قرآن کریم په لاس اېښودو له دوی د وفادارۍ قسم واخیست او رخصت به ئې کړل .

په هماغه وخت کې به د زیاتو دسیسو سره سره ځینو مغرضو کړیو هڅه کوله چې محصلین له درسه وباسي او په عیاشۍ یې اخته کړي، خو پکې ناکام به شول ځکه چې محصلینو ته به خپل هېواد یاد او د امیر خبره په غوږ کې نیولې وه او کله به چې دا ځوانان راغلل هم به ملت کار ترې اخیست او هم دولت .

خو اوسني اکثره محصلین دا په پام کې نه نیسي دوی چې کله کومه پوهنځۍ د ځان لپاره خوښوي لومړۍ پام یې دې ته وي چې څنګه کولای شي ښې ډېرې پیسې پیدا کړي حتی اصلاً دوی ته ملي ګټې او هېواد هیڅ مطرح نه دی.

د دې حالت دوام په یوې جدي معضلې بدلېدای شي، له درنو محصلینو، دولت او کورنیو غواړو چې د دې حالت په مثبت تغییر کې مرسته وکړي او د یو احتمالي پېښېدونکي بحران څخه ګران هېواد وژغوري.

روح الله خُرم

2 thoughts on “بهر مېشتو، افغان محصلینو ته/ روح الله”
  1. ګرانه وروره.
    مننه لدی څخه چی غواړی خپل ورونه او خویندی خپلو مسولیتونوته متوجه کوی ولی زما په نظر ستاسی خبره تر یوحده پوری
    ریښتیا ده مګر نه د اکثرو زده کوونکو په هکله، تر هغه ځایه چی زه معلومات لرم اکثرا محصلین چی کله بهر ته راځی نو هلته خپل مسولیت نسبت خپل وطن ته ښه درک کوی ولی متاسفانه کله چی افغانستان ته راځی دوی ته لږ چانس ورکول کیږی تر څو له خپلو تجربو څخه ګټه واخلی او وطن ته خدمت وکړی، مننه

  2. ګرانه روح الله جانه !آیا تاته دا هم معلومه ده چې همدا اوس د ماستر په سویه کسان بېکاره او بې روزګاره ګرزي اود هغوی پرځای هغه کسان چې حد اعظم دسویې یې صرف سواد دی (ټول تعلیم یې اوه اته صنفه مکتب دی او بس)اود لیسانس او ماسترۍ د جعلی دیپلوم او سی وی په لرلوسره دلوړ معاش په لرلو سره په لوړو بستو کې کارکوي

ځواب ورکول mohammad ehsan ehsan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *