دویمه برخه 

اته ګونې لارې او څلور حقیقتونه

د بودا په زمانه کې هندو ټولنه پر څلورو ډلو وېشل شوې وه: (برهمن «روحانیون»، کاشتریا «ښاریان او ځنګلیان»، وایسیا «کروندګر او سوداګر»، سودرا «خادمان او غلامان») چې سیدارتا پر کاشتریا پورې تړاو درلود، خو هغه دا وېش نه مانه او پر خلاف یې دا څرګنده کړه، چې ټول خلک سره برابر او سپېڅلي دي.

سیدارتا چې کله پر بودا بدل شو، نو دا دوه حالتونه (کامراني او خواري یا ځور) چې له بوداتوب نه یې مخکې لارې ګڼلې، وروسته دې موخې ته ورسېد، چې دواړه ناسمې لارې دي.

هغه وايي: دواړه داسې ناسمې لارې دي، چې بالاخره په رنځ تمامیږي؛ نو په کار ده چې منځنۍ (اوسط) لاره غوره شي.

د بودا دا منځنۍ لاره له دغو اته ګونو تګلارو څخه بنا ده:

  • سم لیدلوری – سم نیت (هدف) – سمه وینا – سم کړه وړه – سمه دنده –  سمه هڅه (لټه) – سم فکر  – سمه څارنه.

بودا د دغو اتګونو تګلارو په خپلولو سره دغو څلورو حقیقتونو ته رسیږي:

  • رنځ: بودا ویل: زېږېدنه غم دی، ناروغي غم دی، مړینه غم دی، له خپلوانو لېرېوالی غم دی، زړه تړل (بایلل یا تکیه کول) غم دی، هیلو ته نه رسېدل غم دی، ژوند غم دی او د ماشومتوب له غم نه نیولې د هلکتوب، ځوانۍ، زړښت، ناروغۍ، بېوزلۍ، خفګان، مړینې، نهیلۍ او… غمونه باید وپېژندل شي.
  • د رنځ لامل: د غم غوښتنه تنده ده، یعنې د هستۍ تنده او د هوسونو تنده. همدا تنده ده چې یو څوک د بیا زېږېدو پر لوري کاږي، چې همدا بریالیتوب پورې تړلې ده. زیاتې هیلې، هوسونه او لېوالتیاوې د غم سرچینې دي، چې دا هم باید وپېژندل شي.
  • له رنځه خلاصون: د هوسونو او تمایلاتو له منځه وړل، د غم تمامول دي.
  • د رنځ له منځه وړل: د اتګونو تګلارو په پېژندو او پلي کولو کې رښتینولي.

بودايي عقیده

بودايي عقاید، بودا ته د هغې معنوي الګو په سترګه ګوري، چې یو وخت یې په انساني جوسه کې دلته (په دنیا کې) ژوند کړی و؛ خو دا نه مني چې ګواکې همغه مړ بودا، بېرته نړۍ ته نه راځي. دوی وايي: روښانتیا ته رسېدلی بودا یوه ازلي الګو ده، چې په ادواري (مهالیز) ډول د مختلفو اشخاصو په بڼو کې نړۍ ته راځي.

کوم بودایان چې په تناسخ باندې عقیده لري، هغوی د بودا په اړه داسې هېڅکله نه وايي، چې ګواکې هغه یوازې یو ځل په ۵۶۳م م کې دنیا ته راغلی، دوی وايي چې بودا هم لکه د نورو ډېرو موجوداتو په شان د ډېرو پېدایښتونو او مرګونو د څرخ اسیر دی (څرخ «تناسخ» یعنې په دنیا کې بیا بیا پیدایښت او مرګ). د بودایانو په باور بودا په مختلفو قالبونو کې نړۍ تجربه کړې ده، لکه د حیوان قالب، د انسان قالب، د خدای قالب او … کې؛ چې د همدغو مکررو پيدایښتونو په لړ کې توانېدلی، څو د ټولو ژوندیو موجوداتو ګډ برخلیک ته ورسیږي او دا هغه معنوي کمال دی، چې یوازې  بودا درلود، بل هیڅ داسې څیز نشته، چې د ژوندانه په یوه دوره کې ورته لاسرسی ومومي.

راځو د بودا معنوي پېژندو ته، چې بودایان یې په کومه سترګه ویني.

د دې لپاره چې موضوع په ښه توګه روښانه شي، په کار ده چې د هغه تعالیم او ښوونو ته اشاره وکړو. هغه داسې چې که موږ د هغه تعالیم او ښوونې یوازې د یو چا له خولې راوتلې خبرې وبولو، نو ښکاره ده چې په دغه منځ کې اعتبار له منځه ځي او بالاخره دا پایله راغوټه کوي، چې ګواکې دا تعالیم په بودا پورې هېڅ تړاو نلري.

بودایان په دې عقیده دي چې د بودا د تعالیمو اعتبار او مرجعیت له یوې معنوي مبدأ څخه سرچینه اخلي، دا معنوي مبدأ د بودا له ماهیت څخه زېږدېدلې او د شاکیاموني په نوم د یو تن په قالب کې پټه شوې ده، نو پر دغه اساس د بودا رسالت دا و، چې لمړی باید پخپله حقیقت درک کړي او ورباندې وپوهیږي او وروسته بیا خلک پرې وپوهوي.

ښه، کله چې بودایان بودا د معنوي مبدأ په کچه پېژني، نو هغه ته د تاتاګاتا اصطلاح کاروي. د تاتاګاتا اصطلاح د ځینو وروستیو بودا پېژندونکو په اند یو مرکب نوم دی؛ چې له دوو کلمو څخه جوړ شوی دی؛ یوه – تاتا، چې د همدغسې، دا ډول، همدا رنګ او… په معنا دی او بله – ګاتا، چې د تللي یا راغلي په معنا یې کارولی شو؛ یعنې (همدغسې راغلی یا تللی) یې ژباړلی شو، نو پر دغه اساس دا یو خاص نوم نشو ګڼلی  او له همدې مخې کیدلی شي تاتا ګاتاګانو ته په اشارې سره ووایوو، چې ډېر دغسې راغلي او تللي دي.

د تاتاګاتا په اړه لنډه کتنه او څېړنه دا جوتوي، چې دغه اصطلاح یو ډیر ظریف ټکي ته اشاره کوي، هغه دا چې تاریخي بودا په هېڅ ډول یوازینی کس نه دی، لکه څنګه چې ویل کیږي، بلکې هغه د ګڼو تاتاګاتاوو له ډلې څخه یو دی، چې د پېړیو او زمانو په لړ کې نړۍ ته راغلی دی او تقریباً یو شان تعالیم یې بشریت ته وړاندې کړي دي.

بودایان هم پر تناسخ باندې باور لري، یعنې انسان له هرې مړینې څخه وروسته په مکرر ډول بېرته دنیا ته راځي، نو پر همدغه اساس، هر بل ژوند د مخکیني ژوند عذاب یا انعام دی.

د بودا له عقایدو او ښوونو څخه یوه دا هم ده، چې باید هېڅ یو موجود ونه وژل شي، ځکه هر موجود (له حشرې نیولې بیا تر یو انسان پورې) په تدریجي او توالي ډول څو ځله ژوند کوي؛ نو هر ډول ژوند سپېڅلی دی.

بودايي دین د نړۍ روح نه پېژني، همدارنګه برهمن او اتمان هم نه مني. پر قایم بالذات وجود باندې عقیده نلري، هر څه د خوځښت او بدلون په حالت کې داسې ګڼي، چې ګواکې بالاخره زوال کوي. د وجود او لاوجود په اړه هېڅ مفکوره او عقیده نلري، د منفي ځواک کاروونکو خدایانو باندې هېڅ باور نلري او په لنډ ډول ویلی شو چې بودايي دین یو بې خدایه دین دی، ځکه چې د بودا په اند خدایان هم د زوال او بدلون وړ دي، یوازې دومره ده چې د هغوی عمر د بشر په کچه یو څه زیات دی.

بودایان بودا ته د خدای په سترګه نه ګوري، بلکې هغه یو داسې وګړی بولي چې د ریاضت په مرسته د روښانتیا او ویښتیا مقام ته رسیدلی دی. د هغه لپاره چې دوی کوم کار تر سره کوي، هغه د بودا د مجسمې پر لوري د ګلانو ګېډۍ غورځول دي؛ چې دا هم له بودا نه د تقلید له مخې کیږي، یعنې کله چې د بودا یو شاګرد روښانتیا ته ورسېد، نو هغه وخت بودا د هغه پر لوري ګلان ور وغورځول.

بودا د انسان ستونزه په فلسفه کې نه مني، هغه یې په ادراکاتو او احساساتو کې ګوري. په بودایي دین کې انسانیت ته پاملرنه د بودا یوه ښکاره ځانګړنه ده او دا اعتقاد یې دی چې د هرې طبقې هر وګړی کولی شي، پخپل ځان کې داسې بدلونونه راولي، چې له خپلو تېرو ګناهونو او رنځونو نه خلاصون ومومي.

د ژوند (حیات) په اړه هم بېله عقیده لري، موږ ژوند په درې ډولونو وېشو: (انساني ژوند، حیواني ژوند او نباتي ژوند). خو بودايي عقیده یې پر شپږو ډلونو وېشي: (د خدایانو ژوند، د اسورو (ارواګانو) ژوند، د انسانانو ژوند، د اشباح (سیوري) ژوند، د حیواناتو ژوند او دوزخي ژوند).

ځینو بودايي لیکوالانو بیا د اسورو ژوند په خپلو لیکنو کې نه دی راوړی او یوازې پنځه ډوله ژوند یې یاد کړی دی.

د بودایانو په عقیده، خدایان تر نورو یوه طبقه لوړ دي او زیاتوي چې د هغوی وجودي جوړښت تر موږ غوره او سپېڅلی دی. هیجانونه یې تر موږ حساب شوي او لطیف دي، د ژوند لړۍ یې تر موږ اوږده ده او په داسې شرایطو کې دي، چې تر موږ کم په رنځ اخته کیږي، خو بیا هم بې مرګه نه پاتې کیږي.

لومړۍ برخه

One thought on “بودیزم/ عبدالجمیل ممتاز”
  1. ممتاز صیب سلامونه او پیرزونې، لومړۍ او وروستۍ دواړه برخې مې په دقت سره ولوستې، په ګوتو مو برکت

ځواب ورکول لونګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *