نړۍ له اضدادو جوړه ده او د ژوندسره مرګ شته دی. د تقدیر د فلسفې اصل او حقیقت دی، چې د انسان له پیدایښت د لومړۍ ورځې نه له ده سره یو ځای مرګ پیدا کېږي.
ډېر خلک د انسان مرګ ته خفه کېږي، خو د ژوند او مرګ د فلسفې په بیان کې د انسان مرګ یې ژوند دی، یعنې که د الله تعالی په پیرزوینې او لورینې یو خدای بښلي انسان ته د جنت دروازې خلاصې شي، نو د حقیقي ژوند پیل له هماغې ورځې نه پیل کېږي.
تاسې د انګیزې خور مړینې ته مه خفه کېږئ، ځکه چې ژوند له مرګه وروسته پیل کېږي او دې خدای بښلې ته به الله تعالی ښکلی ژوند ورکوي.
له انسانانو سربېره په نباتاتو هم ژونداو مرګ ( خزان او بهار) راځي او له هر خزانه وروسته بیا بهار پرې راتلوونکی دی، چې په بي بي انګیزې شینوارې به هم له خزانه وروسته بیا بهار راځي.
الله تعالی دې د بي بي انګیزې راتلوونکی ژوند بهار بهار کړي او موږ ټول ورته د دعا لاسونه لپه کوو او د خدای (ج) نه ورته د مغفرت غوښتونکې یو.
مننه له تاسی او ستاسی له ښکلی پاڼی. باید یادونه وکړم چی بی بی انګیزه شینواری په ننګرهار او ختیځو ولایتونو یوه ځلانده ستوری او نه مړه کیدونکی شمع وه او زمونږ د ترټولو لوی او ښکلی باغ ترټولو دښآیسته ګل غوټی چی مونږ دانګیزی شینواری په نامه پیژندله د خزان یوی بی دریغه سیلی له مونږ نه ډیره لری یوړه . چی یاد به یی زمونږ په زړونو کی د تل لپاره ژوندی وی. واقعا د انګیزی شینواری خور مړینه دافغانستان او خصوصا دننګرهار لپاره یوه ستره ضایع وه چی ددی تشی ډکول به شاید کلونه کلونه وخت ونیسی خو ولی مونږ بیا هم مایوسه نه یو او داهیله لرو چی یوه ورځ به مو هیواد له دی بدمرغیو ځنی نجات پیدا کړی او زمونږ دباغ تازه او سمسور ګلونه به رانه په سپرلی کی د خزان څپیړی نه خوری او یوه ورځ به زمونږ په ملک کی دایمی خوشالی وی او هره نوی راتلونکی ورځ به مونږ ته د یوی نوې خوښۍ او یوه نوی اختر زیری راکوی.
الله ج دی وکړی چی دا ورځ زمونږ په ژوند کی په دی غم ځپلی هیواد راشی.
امین یارب العلمین
قریب الرحمن رحمانی له ننګرهار همیشه بهار ولایت څخه
دا دې د تعصب، د تروریزم، د پښتون دښمنۍ او د طالبیزم سوغات! بس هره ورځ د پښتنو کورونه او جنازې، ! اخر تر کله قتل، تر کله تباهي، تر کله بې رحمي؟6
Allah bless her our nation, Islam,calture, national intresten enimy do not want to have life like other nations angiza sacrificed just her honesty and loyalty of her nation and country just want to loyalty her family one side she is alive for ever because she is martyr and other side her name will be alive too.
Manana
Arif haleemyemy