عبدالجبار قهرمان بیا پر هلمند را شوه شوی دی؛ نوموړي همېشه په رسنیو کې په بار- بار او په تکرار- تکرار ویلي چې تاسې یې یووار ماته په لاس راکړئ، په افغانستان کې څه، چې آن په پاکستان کې به لا د تروریستانو ناز ور واخلم.
څوک نه پوهیږي چې حکومت له وچې مجبورۍ، که د ده د ازموینې لپاره، ورته د هلمند د پوځي- اوپراتیفي مشرتابه مسؤلیت وسپاره؛ کله چې نوموړی اول وار د دې وظیفې د انجام لپاره هلمند ته را ورسېد نو افغان عسکرو ته یې وویل چې که هر جنرال په خپله وظیفه کې غفلت وکړ او هر عسکر په دنده کې فعال وو نو د جنرال دریشې به ځنې کاږي او په عادي عسکر به یې اغوندي؛ دا ډېره لوړه الوتنه وه چې دې قهرمان تر سره کړه؛ له دې څرګندونې د ملي وسلوال پوځ د سپکاوي بوی راتی؛ خو له بده مرغه د دې جنرال په دوران کې هلمند د سقوط کندې ته ور برابر کړ شو.
له دې سره سم، قهرمان بیا د کابل په رسنیو کې خوله خلاصه کړه او تر پخوا یې په لاشدت سره ګریانۍ شروع کړې چې دی نه له صلاحیت او نه له امکاناتو سره استول شوی وو، خو بیا یې هم، د ده په وینا، هلمند هغه حد ته ورساوه چې د ده په وخت کې په ټول هلمند کې یو ټک هم نه وو؛ اما دی له ناکامۍ په شکایت او د کابل د رسنیو پوخ مېلمه وو؛ بیا یې دعوه وکړه چې امکانات اوصلاحیت راکړئ، د هلمند جګړه په شپږو میاشتو کې کنټرولوم.
دا دی دا قهرمان بیا پر هلمند راکښته شوی، تر پخوا په لا ډاډ چلنجونه او د پرمختګ تعهدونه ور کوي؛ هلمندی ولس یې د بریا دعاوې کوي د حمایت ملا یې تړي او له خدایه غواړي چې د نوموړي په برکت، نه یوازې په هلمند، بلکې ټول افغانستان کې یو ټک هم و نه شي، خو د دې سړي په پڅه ژرنده یې یووار اوړه کړي چې دا وار به یې له پېټي سره څه وکړي؟
و به ګورو، دلته وخت ډېر ژر هر څه ثابتوي.
د وطن د اصیلو سرسپارلو ساتونکو د سرتاسري بریا، د پردیو د نوکرانو او د هیواد د دوښمنانو د یومخیزې شرمندګۍ او تباهۍ په هیله.
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۷ مه / پرلپسي ۹۹ مه ګڼه/چهارشنبه/ ميزان/۲۸/ ۱۳۹۵
One thought on “بیا د قهرمان د قهرمانۍ خوبونه”
  1. قهر مان ولې تشویق نه کړو ، آیا د هلمند له شرایطو موږ پوره خبر یو چې له کا بل څخه د هغه ځای د شرا یطو تحلیل و لیکو ؟ آیا په هلمند کې له هغه څه سره چې قهر مان مخا مخ دۍ موږ پوره معلو مات لرو؟ آیا د قهر مان مجبور یتو نه موږ درک کولای شو ؟ زه د یوه افغان او مسلمان په تو ګه د فهر مان په نیت کې شک نه کوم ؟ خو زموږ بد بختي داده چې تل او د همیش لپاره لپاره نیم تش ګیلا س ګورو هغه ډکه برخه یې له پامه غور ځوو، کله مو د قهر مان په مجبور یتو نو تبصره کړې ؟ نه . موږ افغا نا نو ته الله منفي ذهنیت را کړۍ همیشه منفي با في کوو، را ځۍ د قهر مان د نا هیلي کلو پر ځای هغه تشویق کړو او د بر یا دعا یې وکړو .

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *