دویمه برخه

یوه وړه یادونه:

په تاند کې، د همدې مقالې د لومړۍ برخې په کامنټ کې د حمیدالرحمن کریمزي په نامه یوه ښاغلي په خوست کې د معارف او زدکړو د غوړید او ښه کیدو په باب ډیر لنډ، خو بډای مالومات راته لیکلی دی چې د زړه له تله مننه ور نه کوم داسې چې په لوستلو مې زړه وغوړید؛ خو د خپل کامنټ په پای کې یې د گیلې په ډول دا جمله هم را ته لیکلې ده:

«…نو تا دلته خوست سخت مضر معرفي کړی.»

ما په خپله لیکنه کې د خوست په باب هیڅ ډول منفي او مضر څه نه دي لیکلي، که ښاغلی حمیدالرحمن کریمزي بل ډول برداشت کړی وي، بیا هم زه بښنه غواړم.

ما په ټول کې د افغانانو او په تیره د پښتني سیمو او پښتنو دا وروسته پاتې والی زوروي، ما په خوست کې د شیخ زاید د پوهنتون مثال ځکه ورکړ او د دې سیمې د ځوانانو پر حال مې دا و ویل چې په دې ښار کې له دغه شته چانس څخه باید  استفاده وکړي.

زه نه یوازې ښاغلي حمیدالرحمن کریمزي ته، بلکې ټولو خوستیانو او هیواد والو ته په ښکاره وایم چې په ټول افغانستان مې زړه سوزي، په تیره په خوست باندې، او دلیل یې هم دا دی چې زه د خوست او خوستیانو پور وړی یم، زه د خوست او خوستیانو قرضداره یم. زه نه غواړم خپله بیوگرافي په چا ولولم، خو په لنډه توګه دومره وایم چې:

زه په ادبیاتو کې«MA» لرم، یعنې د ادبیاتو ماستر یم، علمي رتبه مې پوهندوی ده، پر قلم او کاغذ باندې دومره برلاسی یم چې لکه همدا توري دغسې نثر او کله، کله شعر هم لیکم او…

او دا ټول زما د کورنۍ او نورو استادانو تر څنگ، د خوست له برکته. زما د ماسترۍ د دورې مخامخ استاد چې په ټولگي کې ورته ناست یم او د ماسترۍ د تیزس لارښود استاد مې د خوستی بچی و، زما دانشمند استاد صدیق روهي نومیده او هغه بزرگوار د خوست  د اسماعیل خیلو د کلی و او…

خوست یو وخت داسې بچیان او پوهان ټولنې  ته او افغانستان ته وړاندې کول لکه روهي او اوس…

اوس راغلو ماشوم، کوچني او نوي نسل ته:

له بده مرغه چې دا اوس په پښتنو کې په یوه منلي دود بدله شوې خبره ده چې د دې پر ځای چې د ماشوم او کوچني د حقونو په رڼا کې کم تر کمه د هغه ورځني حقه حقوق په نظر کې ونیسي او د امکاناتو تر بریده یې تر سره کړي، بلکې د تاو تریخوالي ټول هغه ډولونه چې په بشریت کې تجربه شوي پښتانه یې پر خپلو کوچنیانو باندې تطبیقوي.

ما  له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي او د هغو د ډولونو په باب اوږده څیړنه کړې ده او په لسو برخو کې مې خپره کړې ده، لسمه برخه مې د د ۲۰۱۷ کال د اپریل په اوه ویشتمه نیټه په تاند او افغان جرمن کې خپره کړې ده، نوځکه دلته نور پر تاوتریخوالي او ډولونو یې نه غږیږم، که ستاسو درنو لوستونکو د دې موضوغ په باب مالومات په کار وي، په تاند او افغان جرمن کې یې تر لاسه کولای شئ.

ما د سواد د مهموالي، د تعلیم د اهمیت، د مطالعې د عامیدو او د تعلیم د نهضت د پیاړتیا په برخه کې تر اوسه پورې په لسگونه مقالې لیکلې دي او دا سلسله اوس هم جاري ده. زه په هسکه غاړه ویلای شم چې ما د  یو قلموال په توگه او د یوه متعهد ښونکي په ډول خپله دنده پرته له کوم امتیاز څخه تر سره کړې ده؛ خو خبره په دې نه خلاصیږي چې ما خپل کار کړی، ځه نور یې زما پر څه؟


خبره په دې کې ده چې څنگه کیدای شي چې په افغانانو کې، په تیره پښتنو کې د نا پوهۍ، بې سوادۍ او نه تعلیم حالت بدل کړو؟ څنګه کولای شو د دې خلکو د فکر مسیر ته بدلون ورکړو او د تعلیم پر لاره یې سیخ کړو؟ ځکه د ژوند په ټولو برخو کې تعلیم تر ټولو اساسي او مهم شی دی. د همدې له پاره زه په دې عقیده او فکر یم چې: د سواد زدکړې مسأله په هره ټولنه کې د پرمختګ یو بنسټیز شرط ګڼل کـیږي.

زما د همدا ټیپ مقالو نه د یوې مقالې (د سواد زدکړه، تعلمي نصاب، امکانات او زموږ دریځ) په یوه برخه کې چې د ۲۰۱۶ کال د یولسمې په درویشتمه نیټه مې خپره کړې وه، داسې راغلي دي:

«د نوي نسل د روزلو په موخه زما د فعالیتونو او لیکنو یوه برخه د سواد د نهضت د پیاوړي کیدو او مطالعه په یوه منلي دود باندې بدلول دي.

د همدې هیلې د تر سره کیدو په موخه کله، کله د محسوسې اړتیا له مخې یا د ځینو مناسبتونو په پار داسې څه لیکم چې ټول دې د سواد او مطالعې حیاتي موضوع ته پام ور واړوي. همدا څو ورځې مخکې مې د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت د «شپیته سلنه بیسوادي، یو سلنه بودجه» تر سر لیک لاندې مقاله ولیکله. د هغې مقالې په یوه برخه کې راغلي دي: «په ژوند کې د بریالیتوب یو راز، بینا او رڼې سترګې دي. کله چې سواد نه وي، سترګې ړندې وي په هره ټولنه کې سواد او د سواد له لارې تر لاسه شوې پوهه، د هغه څراغ حیثیت لري چې هر انسان کولای شي د ژوند تیاره لار پرې روښانه کړي او پرته له ستونزو په رڼو سترګو د ژوند پر لاره په استوار ډول قدم کیږدي.

د سپتمبر اتمه د سواد زدکړې نړیواله ورځ ده. په دې ورځو کې چې بیا د سواد د نړیوالې ورځې لمانځل او یادول را رسیدلي دي، زموږ په هیواد کې په لوړ غږ تبلیغ ورته کیږي، مسولې ادارې د نوې بودجې د تر لاسه کولو په خاطر د سواد زدکړه مهمه ګڼي او په ژوند کې یې د پرمختګ تر ټولو مهم رکن ګڼي، خو په څنګ کې یې د میډیا په ځینو برخو کې داسې ارقام وړاندې کیږي چې د افغانستان د وګړو شپیته یا دري شپیته سلنه وګړي بیسواده دي او ځینې نورې رسنۍ بیا وایي چې د دې شپیته سلنه بیسواده وګړو د سواد زدکړې له پاره د معارف وزارت د بودجې یوازې یوه سلنه په نظر کې نیول شوې ده.

که یې د فورمول په ډول په نظر کې ونیسو، بیسوادي د ټولو ستونزو مور ده. کله چې سواد نه وي، مطالعه، پوهه او علم نه وي او کله چې پوهه نه وي د هغې ټولنې وګړي به تل له داسې ستونزو سره مخ وي، لکه اوس چې زموږ ټولنه او خلک عملًا ور سره لاس ګریوان دي.»

او که موږ د خیر پر غونډۍ لاس تر زنې د دولت یا بهرنیانو په تمه کینو، نو هیڅ به اوسو. یو وار د افغانستان دولت مسولینو ارقام خپاره کړي و چې شپیته سلنه افغانان سواد نه لرې او دوی دې شيبته سلنه بیسوادانو د سواد زدکړې ته د یادې ادارې یوه سلنه بودجه جلا کړې وه. د دولت دې کړنو ته په کتو سره له دولت نه څه تمه لرلای شئ؟  

دا لاندې متن زموږ په ټولنه کې د علم، کتاب او مطالعې د ارزښت په باب د یو پر کاره لیکوال ښاغلي محمود مرهون ډیره تازه او نوې خاطره ده چې د دې مقالې د لیکلو په شیبه کې مې له نظره تیره شوه، دلته یې له دې مقالې سره اړوند د ارزښت  له مخې را نقلوم:

« #زموږ په ټولنه کي ځوانان کتابونه په مغزو او کورو کي نه ساتي

په همدوپيغ تمځای کي یوه پخه ښځه ترم{یو رقم ښاري ریل ګا‌‌‌‌‌‌ډۍ ده} ته را وختل مخامخ کښېنستل زما په غېږ کي زما یو کتاب پروت وو. پر کتاب مي عکس وو. کتاب ته یې څو واره و کتل اخیر یې زړه صبر نه سو ول:

دا کتاب تا لیکلی دئ؟

ما ول:وو.

ول:نو بیا ولي په ترم کي سپور یې ؟

ما ول:ولي؟

ول لیکوالان خو ټول میلونران یي او په ترم کي یې خلک په ‌‌‌‌‌‌ډېرو رسمیاتو امضاو او عکس اخستلو ستړي کوي.

ما کرار و خندل نور مي څه نه وویل، یوازي مي له ځان سره وویل:

زه د داسي ټولني لیکوال یم چي کتاب به لیکې‌، بیا به یې په زحمت ‌‌‌‌‌‌ډیزاین او کمپيوټر کوې، بیا به خلکو ته زارۍ کوي چي در ای‌‌‌‌‌‌ډيټ یې کي، بیا به ځې پيسه دارانو ته به زارۍ کوې چي د چاپ له پاره یې پيسې در کي هغه به بیا ځان کنجوي، بیا به چاپخانې والا ته زارۍ کوې چي ژر او سم یې در چاپ کي هغه به بیا شل درواغان درته وايي، بیا چي چاپ سو خلک به اکټونه درباندي کوي څوک به یې مفت غواړي څوک به ریشخند در وهي، بیا نو که ته ‌‌‌‌‌‌ډېر تکړه وې کتاب به دي په پوهنتون کي تدرسېږي یا به چپټر کېږي، هغه هم چي په کومه ورځ امتحان خلاص سو د پوهنتون په چمن یا د لښتي پر غاړه به پروت وي یا به بورګي والا بورګي پکښی پېچي.

هر سمیسټر په کابل پوهنتون کي شاوخوا شل زره چپټره کاپي کېږي او د امتحانو په پای کي د پوهنتونو په چمنونو کي غورځول کېږي او یا بخارۍ په ګرمېږي.

#د دې  کمپاین راسره و

کئ چي چیپټر له خلاصېدو وروسته یو ځای را ټول کړو.»

نو چې په ټولنه کې د علم، کتاب، لیکوال او مطالعې ارزښت دومره وي چې لیکوال یې لیکلی کتاب د گدايي په پیسو چاپوي او په عذر او زاریو یې پر خلکو باندې لولي، خود به یې مادام العمر دغه حال وي لکه زموږ د خلکو او ټولنې چې دی.  

که په ټول کې افغانان د نړۍ له نورو خلکو سره په مقایسوي ډول مطالعه شي، د نوري کلونو په شان توپیرونه لري. دا بیخي نوی گزارش دی چې په نوره دنیا کې شپږ کلن کوچنی ویبپاڼې جوړوي او جهان ته د خپلو راتلونکو پروگرامونو او خوبونو پلانونه وړاندې کوي. دغو څو کرښو ته پام وکړئ:

«د اپل شرکت په کنفرانس کې د نړۍ له هر ګوټه پنځه زرو پروګرام (اپ) جوړونکو ګډون کړی و

په دوی کې تر ټولو کم عمره د استراليا لس کلن يوما سوېريانټو و. نوموړی وايي، “په شپږ کلنۍ کې مې د ګېم جوړولو لپاره کوډېنګ پيل کړ او وېبپاڼې مې هم جوړولې”.

د ده په وينا غواړي داسې اپونه جوړ کړي چې په نړۍ کې “انقلاب” راولي.»

زه دا منم چې افغانانو اوږده جگړه تیره کړې او نا خوالې یې لیدلې دي، خو دومره توپیر هم باید منځ کې نه وي؛ او که بیا خپله افغانان په خپلو کې سره مقایسه کړل شي، بیا یې هم ډیر اوږد واټن په منځ کې شته. ښه مثال یې د یوې هراتۍ شاگردې او د جنوبي ولایتو د نجونو حال دی چې پاس ما خبرې پرې وکړې. په ډیری پښتني سیمو کې نجونې له کوره د باندې نه پریږي. آغه ده د  قلملار ټولنې مسولین کلي په کلي ولایت په ولایت پسې گرځي، د حال پوښتنه یې له هغو نه وکړئ چې په کومو پښتني سیمو کې څومره نجونې ښونځي ته د تګ اجازه لري.  د قلملار ټولنې مسؤلین همدا نن (۱۴/۰۶/۲۰۱۷) د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې د همدې مقدس هدف له پاره په هلوځلو بوخت دی، ده پخوا هم لیکلي وو، نن یې یو ځل بیا دا بیت که نیم بیتی په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلی و:


ویـده قـوم به را بـیدار کړم

که وم، وم که نه وم، نه وم

د تعلیمي نهضت په برخه کې هغه څه چې قلملار ټولنې او ویسا ورونو کړي او کوي یې، حکومت یې له خپلو ټولو امکاناتو سره نه شي کولای، دا ځکه چې فکر او پلان یې نه لري.

زما له نظره د حل او له غمیزې نه د وتلو لار: تعلیم دی، د ټولنې په فکري حالت کې د ژور بدلون راوستل دي، په نوي بڼه د نوي نسل د روزلو مسأله ده چې باید جدي پاملرنه ورته وشي، او دا په اوسني وخت کې له ټولو نه زیات د پوه قلموالو ستر رسالت دی.

لـویدلي یـاستئ، بـیـا راجـگــیږئ

که راجگ نه شئ، پسې ورکیږئ!

پای

One thought on “بیا یو څو ترخې خبرې؛ تعلیم او نوی نسل/ پوهندوی آصف بهاند”
  1. استاذ محترم اول خو زه بخښنه غواړم، چې زما د تبصرې وروستۍ جملې تا ته تکلیف ورسوه.
    دوهم دا چې پدې برخه کې رښتیا هم ستونزې شته، ځینې کورنۍ خپلو لوڼو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي او که ورکوي یې هم د یو محدود وخت لپاره یعني کله چې پیغلتوب ته ورسیږي، که د دولسم ټولګي یوازې د یو مضمون ازموینه پاتې هم وي، راګرځوي یې.
    په پښتنې ټولنه کې دوه عمده ستونزې ما درک کړي دي، چې د ختمولو لپاره یې د ذهن روښانه کولو کمپاین اړین دی. یو خو بې ځایه غیرتونه دي، چې تر ډيره د ټولنې په ښځينه قشر عملي کیږي او بل هم له پیسو سره بې حده مینه، چې ډير کله یې لوڼې څه چې تنکي نارینه اولادونه یې هم لدې ارزښتمن نعمته بې برخې کړي دي.
    ما داسې ډيرې کورنۍ لیدلي، چې زوی د تعلیم ارمان لري، خو پلار په تعلیم د پسونو رمه مهمه بولي.نو استاذ محترم پدې کمپاین کې زه هم درسره مل یم انشاالله چې دا ستونزه به حل کیږي.

ځواب ورکول حمیدلرحمن کریمزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *