۱ : ــ مصريان لومړني خلک وه چي د انسان د وجود او طبابت په باره کښي يې معلومات تر لاسه کړل .
۲ : ــ جوزیف لیستر د خپلي زمانې ډاکټرانو ته پېشنهاد وکړ چي د جراحۍ په وخت کي د جراحي سامان آلات پاک او تعقيم کړي .
۳ : ــ ټول ژوندي موجودات د یوه کيمياوي مرکب څخه چي پرتوپلازم بلل کيږي جوړ سوي دي چي دا مرکب ټول حياتي فعاليتونه اجراء کوي.
۴ : ــ د نوي پيدا سوي ماشوم زړه په يوه دقیقه کښي (۱۴۰) ځله در زيږي.
۵ : ــ د انسان په بدن کښي (۲۴) پښتۍ دي.
۶ : ــ د انسان د ويني وزن له څلور نيمو تر پنځو کېلو پوري دي.
۷ : ــ مایکروسکوپ په کال ( ۱۶۶۵ ) مېلادي کښي دانګليسي عالم رابرت هوک په واسطه جوړ سو.
۸ : ــ یو صحت مند انسان په دقيقه کي (۱۶) ځله ساه باسي.
۹ : ــ د انسان تر مړيني وروسته د هغه زړه (۲۰) دقیقې ژوندی وي.
۱۰ : ــ د انسان په يوه لاس کي (۳۰) هډوکي دي.
۱۱ : ــ د انسان تر ټولو ستر هډوکي د ورانه هډوکي دي ، چي پېمور نوميږي.
۱۲ : ــ انسان او بيزو یوازني ژوي دي ، چي د زکام په ناروغي اخته کيږي.
۱۳ : ــ حجره بغير له هستې څخه خپل ژوند ته دوام نسي ورکولای.
۱۴ : ــ يو غاښ د دريو برخو څخه جوړ سوي دي : اول : تاج . دوهم : غاړه . دريم : ريښه.
۱۵ : ــ د انسان وجود په سلو کي (۶۵) اوبه لري.
۱۶ : ــ د انسان وېښتان په کال کي (۱۶) انچه وده کوي.
۱۷ : ــ د انسان نوکان په کال کښي (۵/۲) انچه وده کوي.
۱۸ : ــ زړه د سينې په قفس کي چپې خواته موقعیت لري چي د یوې پردې په واسطه چي ( perreardium ) نوميږي پوښل سوي دي.
۱۹ : ــ د انسان ترټولو قوي غړۍ زړه دي.
۲۰ : ــ د زړه ضربان چي د ويني د وتلو او ننوتلو په ذریعه را منځ ته کيږي ، د نبض ( puls ) په واسطه تعين کېدای سي چي په نارمل ډول د زړه ضربان په یوه انسان کښي (۷۲) ځله په یوه دقیقه کي صورت نيسي.
سلامونه،
ورور احمد جنید مبارز ساب ، ښهء،په زړهء پورې او ګټور معلومات دې راغوڼډ کړي .
په اجازه دې،او د تاندوالو په اجازه، یو څو کوچنۍ تیر-وتنې غواړم اصلاح کړم، خدای وکړي لوستونکې ېې راسره ومني:
۱-په ۶مه شمیره کې تا دوينې وزن په کیلوګرام ليکلی، حالداچې وینه یوه مایع ده او په لیټر اندازه کیږي.
۲-په ۷مه شمیره کښې دې د میکروسکوپ کاشف انګلیس رابرټ هوک لیکلی، حال دا چې هغه هالیڼډی انتوني وان لیون هوک وء!
۳-په ۱۱مه شماره کې دې د ورانهء غټ هډوکي نوم د لاتیني (پیمور!)لیکلی، حال دا چې (فیمور )دی؛ خیر ځنې خلک فې ته پې یایی! =Femur
۴- (په ۱۸مه شمیره کې د زړه پرده (پریکاردیوم= Pericardium)نومیژي.
۵-او په پای کې د انسان نبض یا پلس له ۶۰ تر ۱۰۰ ځلي په یوه دقیقه کښې الوځي ،چې اوسط ېې ۸۰ کیږي.۷۲ هم نورمال دی.
په ډیره درناوۍ. او ستاسو د لا بریالیتوبونو په هیله. پخوانی ډاکټر ح.ز.ص./بلجیم
ښاغلی مبارز صاحب الله دی آجر درکړی په زړه پوری معلومات وه،
ښاغلی ډاکتر صاحب صافی خیر اوسی چه دلیکنی په ځینو ټکو کی دیی دسمون هڅی کړیدی، هغه خلکو او ورونوته دیی خدای ډیر زیات آجرونه اوعزتونه ورکړی، چه دپښتو لیکنی په تیره بیا علمی لیکنی په غور سره لولی، اوبیا ځینو ټکو ته اصلاحی بڼه ورکوی.