تاند- نړیوال بانک وايي، د افغانستان نیمايي وګړي د ورځې تر یو ډالر په لږ عاید ژوند کوي.

د بېوزلۍ له کبله پر ماشومانو د کورنیو له لوري کار کول د دې سبب کېږي چې هغوی له زده کړو بې برخې شي.

لس کلن کامران او د کورنۍ نور غړي یې هر سهار له لمرختو سره سم کار ته وځي. دی د کابل ښار په لمنه کې د خښتو په یوه بټۍ کې خښتې وهي.

د ډېرو نورو افغان ماشومانو په شان کامران هم له ښوونځي محروم دی. دی وايي:

«داسې وخت راغی چې پلار راته وویل، دی نوز کار نه شې کولی او زه چې له ښوونځي راتلم له پلار سره مې کار شروع کړ. اوس د مریي په شان یم.»

د کامران یو تره ناروغ دی او بل وفات شوی. د ده پلار عتیق الله نومېږي. هغه، چې ۸ کسیزه کورنۍ لري، اوس د ورېرونو ساتنه هم په غاړه لري.

عتیق الله وايي:

«نن سبا چې مو ماشومان له خوبه راویښېږي، د سهار له لمانځه وروسته هر یو په خپل کار پسې ځي نو څه وخت درس ووايي؟…»

امریکا او متحدانو یې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې ملیاردونه ډالر ولګول، خو افغانستان لا هم خورا بېوزله هیواد دی. هر ځای د بېوزلۍ او فقر نښې لیدل کېږي، ماشومان او حتي کورنۍ په سړکونو کې د سوال لاسونه اوږدوي. د خښتو په بټیو کې شپږ کلن ماشومان لیدل کېږي چې د خښتو وهلو سخت کار په سوزنده ګرمۍ کې کوي.

د بټیو کارګر وايي، یوه لس کسیزه کورنۍ په متوسط ډول د ورځې له ۱۲ تر ۱۸ ډالره ګټلی شي.

ملګروملتو تېر کال په یوه راپور کې وویل، د ۱۲ او ۱۴ کلونو ترمنځ دوه ملیونه افغان ماشومان په کار بوخت دي او په افغانستان کې پر ماشومانو د شاقه یا سخت کار بندیز نه راعایت کېږي، په ځانګړي ډول له ښارونو دباندې.

شوبم چودري، چې په افغانستان کې یې د نړیوال بانک د څانګې د ريیس په توګه د کار درې کلنه دوره تازه بشپړه شوې ده، وايي چې د افغانستان د نیمايي نفوس د ورځې عاید تر یو ډالر لږ دی.

«زموږ اټکل دا دی چې په افغانستان کې یو کس د ورځې لږترلږه یو ډالر ته ضرورت لري چې خپلې ابتدايي اړتیاوې پرې پوره کړي. له بده مرغه داسې ښکاري چې دلته تر نیمايي ډېر خلک د ورځې تر یو ډالر په لږ عاید ګوزاره کوي. خو بوږنوونکې دا ده چې د افغانستان د ټولو وګړو په څلورو کې نژدې درېمه برخه تر دې په لږ عاید ژوند کوي. نو ویلی شو چې په افغانستان کې فقر زیات او پراخ دی.»

نړیوال بانک په یوه راپور کې، چې تازه یې خپور کړی دی، لیکلي، له طالبانو سره له سیاسي لارې د کړکېچ پای ته رسېدا له اقتصادي ودې سره مرسته کولی شي او پانګوونکي او ملکي کسان تشویق کولی شي چې افغانستان ته راوګرځي. دا کار په هغه صورت کې ممکن دی چې امنیت ښه شي.

خو کوم کسان چې د کابل ښار په لمنه کې د خښتو په بټیو کې کار کوي د ښې راتلونکې هیله نه لري.

۶۵ کلن جان اقا، چې د عتیق الله له کورنۍ سره کار کوي، د راتلونکې په اړه اندېښمن دی:

«موږ د راتلونکې په اړه اندېښنه لرو، خدای به موږ کله له دې مصیبته خلاص کړي.»

په افغانستان کې د کړکېچ دوام، وچکالي او تر اندازې زیات فساد د افغانستان اقتصاد سخت زیانمن کړي دي.

2 thoughts on “بېوزلۍ افغان کورنۍ اړ ایستلي چې پر خپلو ماشومانو کار وکړي”
  1. داسې حالت مې سخت خپه کوي، خو سړی هغه وخت بیخي مایوسه شي چې همدې خلکوته، قاتلان د فقر وذلت عاملان او د ډوډۍ لوټماران یې ورته مقدس مشران ښکاري او دغه عذاب حقارت و ذلالت دخدای حکم ګڼي

  2. ولسمشر باید د فقر او بیکاری په له مینځه وړلو کی لاس په کار شی ځکه ۵ کاله خو له ګلمرجان سره په ریشخند تیر شو نو اوس خو خپل غنی فکر څخه او غنی هیواد څخه او غنی نوم او پوهی څخه استفاده وکړ او هغه کسان چی مشاورین یا متخصصینو په نوم په ریاست جمهوری یا نورو دولتی ادارو په لوړو معاشو ګمارلی لیری کړ ولس ته واقعی کار وکړه ځکه ولس شعار نه کار غواړی او ورځ تر بلی د نوری نړی هیوادونه هر ورځ افغانان را شړی نو چی دلته کار نه وی ولس چیرته لاړ بس همدومره چی په دریابونو او سمندرونو کی غرق شول

    معدن لرو او وزارتونه لرو نړیوال دی تخنیکی مرسته وکړی هر کار افغان کولی شی ولو که د طیارو یا نظامی وسایطو جوړلو هم وی مګر افسوس چی چارواکی خبری کوی خو عمل یی کم وی

    کچیری ولسمشر به بندونو باندی کار وکړی هر ګاونډی به یی په پښو کی ځان ور وغورځوی ځکه د هر ګاونډی د ضعف نقطه اوبه دی

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *