خوشحال خټک فرمایي:
بې استاذه شاعري بې لارې تله دي
یاوه ګوۍ ګرځي په لوړو په ژورو
د خوشحال خټک دغه نظر په تېرو وختونو کې عام و او موږ اوس هم ځینې داسې شاعران لرو چې د یو چا په استادي یا شاګردي باندې ویاړي. زما د پلار یوه شاعر دوست به ویل چې په شاعري کې پنځلس، شپاړلس کسه شاګردان لري. د پېښور خوا ته په ادبي حلقو کې دا جمله ډېره تکرارېږې چې پلانی به پلاني ته ورته، اصلاح به یې ورنه اخیسته؛ مطلب شعر به یې ورباندې اصلاح کاوه او د استادۍ او شاګردۍ رابطه یې سره لرله.
د خیبر د سیمې معاصر شاعر لعل زاده ناظر شینواری په ۱۹۹۸ کې د ارواښاد خاطر اپرېدي په کلیاتو باندې په خپله سریزه کې لیکلي دي چې :« زما په قابل ذکر شاګردانو کې خاطر زما اول شاګرد دی او په ډېر شوق مې اصلاح ورکوله.»
د شاعري یو استاد خپل شاګرد ته څه ورزده کولای شي؟ وزن، قافیه، اصناف او صنایع و بدایع.
په تېرو زمانو کې چې د اوسنۍ زمانې غوندې معارف عام نه و او کتابونه خورا کم پیدا کېدل، د شاعري د هنر نوي لاروي ته په ځینو ضروري ټکو باندې د پوهېدو لپاره د استاد لرل لوی نعمت و. په تېرو پېړیو کې چې شاعران د پښتو شعر د خپل وزن ( سیلابتونیک) له ځانګړنو سره اشنا نه وو او پښتو شعرونه به یې په عربي عروضو تلل، د شعر د وزن په سموالي باندې ډاډ تر لاسه کول مشکل وو. خوشحال وایي چې د پښتو شعرونو د وزن موندل سخته دي او ده په ډېر زحمت یو څو بحره موندلي دي.
زموږ شاعر نه یوازې د وزن بلکې د املا په برخه کې هم مشکلات لرل او د املا په برخه کې د معیار نشتوالي د تجنیس د صنعت په استعمال کې، د سمې قافیې په انتخاب کې او د تاریخي مادو په استخراج کې ستونزې پیدا کولې. اوسني شاعران د تاریخ د مادې له فن سره دلچسپي نه لري خو پخوانو له دې سره دلچسپي لرله چې د بیت یا مصرعې د ټولو یا ځینو کلمو د توریو له ابجدي قیمت څخه یو داسې عدد راوباسي چې هغه به مثلا د یو چا د وفات کال و. په دې فن کې د کامیابي لپاره دا ضروري ده چې د ژبې په املا کې معیار وي. څرنګه چې مونږ ټولمنلی معیار نه درلود نو تر اوسه پورې لا زمونږ محققان د پخوانو شاعرانو په دیوانونو کې د تاریخ د مادو د قیمت په استخراج کې سره اختلاف لري.
په تېرو زمانو کې د اصنافو د ظاهري ځانګړنو رعایت خورا ضروري ګڼل کېده او دا د ښې شاعرۍ نخښه وه چې ویناوال دې تر وسه وسه له ډېرو صنایعو سره بلد وي.
په اوسنۍ زمانه کې د کتابونو زیاتوالي ، د معارف عاموالي او د پخوانو اصولو په پوره رعایت باندې د باور کمزوري، یو بل ته لاسونه سره ورکړي دي او په شاعرۍ کې یې د استاد ضرورت کم کړی یا ختم کړی دی.
له بلې خوا، په تېرو زمانو کې علم او هنر ته د یو راز په سترګه کتل کېدل چې یوازې له ځینو کسانو سره شته او دغه کسان یې په خپلو خاصو شاګردانو او مخلصانو باندې لوروي. لکه څنګه چې د عرفان د لارې لاروي پیر ته اړتیا لرله چې له ګمراهي یې وژغوري او له پټو رازونو یې خبر کړي، دې ته څه نا څه ورته حالت د نورو کسبونو او مهارتونو په برخه کې هم و.
مونږ چې په خپله ژبه کې د هنر او ادب د باریکیو په اړه د کار کتابونه نه لرو یا یې تقریبا نه لرو او په تعلیمي موسسو کې مو د تدریس کیفیت داسې نه دی چې د هنر او ادب د زلمو لارویانو تنده ورباندې ماته شي نو یو شمېر زلمي مو تر اوسه پورې د مریدانو غوندې په پیرانو پسې ګرځي.
په لنډیو کې اورو چې:
په کتابونو کې څه نشته
په تورو سترګو کې لاهو دي ټول رازونه
زما په ګومان د هنر او ادب اصلي رازونه په شهکارونو کې پیدا کېږي، نه د هغه چا په توضیحاتو کې چې استادان راته ښکاري. بله دا چې نه د لامبو شوقي په وچه کې لامبوزن کېږي او نه د هنر لېوال د هنر د پنځولو له هڅې پرته هنرمن کېدای شي. هغه پوهه او بصیرت چې په کاغذ باندې د یو څه له لیکلو، د خپلې لیکنې له خوند اخیستلو، په خپله لیکنه باندې له شک کولو، د کاغذ له څیرې کولو، له دوباره لیکلو او د یوه همېشني اضطراب له لرلو حاصلېږي، د ادب هیڅ استاد یې نه شي راکولای.
د املا او انشا يو څو غلطى د تلويژن په سطحه، ويب پاڼې هم دغه ستونزې لري. ددې لاپره چې شا عري خو لاپرځاى پريږده چې موږ ډير نور ې فرهنګي کمبوتياوي هم لرو
زيسلاح د زيصلاح په بدل کې
معزله د معضلې په بدل کې
لهاظ د لحاظ په عوض
مارغانو د مرغانو په عوض
توقوه د توقوع په عوظ
ضمينه د زمينې په بدل کي
غمزپلي د غم ځپلي په عوظ
ريس جمعور د ريس جمهور په عوض
قوط د قوت په بدل
هوجم د حجم په
داهم شوه دهغو خلکو لاپه شاپه چې له ماستري نه هم د اوچتو تحصيلاتو ادعا کوي .خو همدارنګه ځينې شاعراڼ هم په همدې کچه درواخله. ستا مطلب ډير عالمانه، او په زړه پورې دى يو عالم هومره د خپل ځان د شهرت په لټه کې نه کوم چې له اماتورو مسايلو سره او په تيره بيا د سياست سره سراوکارلري
هو! زه هم تاسر د معيار او هنر په خاطر موافق يم ، ډير ښه مطلب دي.
ښاغلی ع. شریف زاده
او درنو لوستونکو
سلامونه و او نېکې هیلې په ټول اخلاص درته ډالۍ کوم.
دشریف زاده صاحب په ليکنه کې بیا هم تېروتې شته چې په لاندې ډول دي:
• املا إملاء
• انشا إنشاء
• غلطی غلطۍ
• تلویژن ټلویزیون
• لاپره هیڅ معنی نلري
• کمبوتیاوي کمبودیاوې
• زیصلاح ذیصلاح
• ریس جمهور رئیس جمهور
که داسې لیکل وشي ښایې ښه به وي
مننه
ډير محترم ورور شر يف ته سلام
زه تاسره منم او اوس هرډول معذرت له ګناه نه بدتر دي خو وايي چې حساب پاکست از محاسبه چې باکست. کله چې ما دغه مطلب د استاد د ليکنې په هکله ليکه نو ډيره تياره وه او ماته د ليکنې تورې ښې نه ښکاريدې زه پوهيدم چې وخت ډير کم وه او د کوټې يو ه ملګرې مې په دې وخت کې ډيرې ټوکې کولې خو لنډه داچې ما دغه په ډيره چټکتيا وړاندې کړ. واېې العذر عند کرام الناس…… باور وکړي ستا نيوکه مې ډيره خوښه شوه خوښه مې په دې خاطر چې ستا له نظره دغه مطلب تيرشوى او تا ډير ښه ليکلي. خو کله داسې هم شته کوردې ودان او ستا د لا برياليتوب په هيله
په درنښت