له یوې خوا یې چاودنې، ځانمرګي او خپلسرې ټوپکوالې ډلې په اور کې سوزوي او له بلې خوا یې اوسنی نظام، دا چې ولې ؟ د ولې لپاره ځواب ستونزمن دی.

ننګرهار د علم او ادب زانګو ده ؛خو اوس ښایې د هېواد په کچه د ناندریو، جګړو او بې وسۍ زانګو وي، ځکه نور هغه څه نه دي راپاتې چې د امن کور یې وبلو.

یوازې دولت ګرم نه ګڼم، موږ هم ګرم یو، همدا مونږ یو چې په لوی لاس مو خپل کور ته تیلی ورته کړی او د لګېدلي اور لمبو ته یوازې ګورو، ځوروي مو ؛خو څه پرې چې د لمبو د ورکېدا لپاره اوبه نشو ورشېندلی.

سږکال ننګرهار د تېرکالونو په پرتله ښه ډېر وځپل شو، که جګړه ده تودېږي، که معارف دی ورځ تر بلې راغورځېږي، که بیا رغونه ده هم ورځ تر بلې سستېږي، ښایې د دې لپاره ځنې معقول دلایل هم شتون ولري ؛خو د دې ستونزو ډېری لاملین خپله ننګرهاریان دي.

جلال اباد ښار د خپل سرو وسلوالو څخه ډک دی، هغه څوک چې دلته قانون یادوي، پر قانون نیوکې لري، په ننګرهار کې سالمه اداره غواړي، خپله د قانون، سالمې ادارې او د فساد د مخنیوي مخالفین دي.

څه موده وړاندې او څو کاله پخوا د ننګرهار یو شمېر هغو کسانو چې ځانونه د دې ولایت ټیکه داران بولي، د ننګرهار د یوه بل ټیکه دار ګل اغا پسې راوخېسته او د لاریونونو په ترڅ کې یې غوښتنه کوله چې باید شېرزی وشړل شي، دا وشي هغه وشي، که ونشي دا به وکړو او هغه به وکړو ؛خو د ځېنو شخصي غرضونو له کبله د دواړو لورو لخوا ولسي خلک د سپر په توګه وکارول شول، ډېرو مخور مشرانو چې په رښتیا یې د ننګرهار خېر غوښتو هم په دغه نامالوم جنګ کې خپل حېثیتونه له لاسه ورکړل.

پنځه کاله پخوا او سږ کال بیا د ګل اغا پسې مخالفې اوازې پورته شوې ؛خو بېرته داسې چوپې شوې چې خپلې هغه وعدې او ژمنې یې هم مخالفینو هېرې کړې چې ګني بنګړي به لاسونو ته اچوي، یوه اونۍ په دوه اونیو ، دوه اونۍ په میاشتو اومیاشتې په کالونو بدلې شوې ؛خو دا دی ګل اغا په ننګرهار کابو اته کاله راج وچلاوه چې په دې کې د مخالفتونو او پر ګل اغا د فساد د تور لګولو سره یې هم مخالفین ورسره په ګټو کې شریک ول.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د شېرزي یوه ننګرهاري مخالف چې د شېرزي د لرې کېدو لپاره یې د لاریونونو پر مهال څلېرېشت ساعته وخت غوښت بیا رسنیو ته وویل، چې شېرزي ورسره د استعفاه ژمنه کړې وه چې لا یې هم عملي کړې نه ده.

عملي کېدل په څه معنا ؟

تاسې ؛خو ویل له ننګرهاره یې شړو، نه شېرزی له ننګرهاره وشړل شو او نه ځېنو لاسونو ته بنګړي واچوال، عجبه ده.

څه موده وړاندې بیا یوه بل ننګرهاري چې اوسني نظام کې غوښنه څوکۍ لري د ننګرهار پر والي غږ وکړ، چې په خوب ویده یې، په نشو سر یې، په چړچو سر یې او ننګرهار درڅخه د اور په لمبو کې سوزي.

عجبه ده .!

دا چې په دې نا امنیو کې سلګونه کسان ووژل شول، په زرګونه کورنۍ له بټي کوټ او شینوارو کډه کولو ته مجبوره شوې، ته ښاغلی هغه وخت چېرته وې چې پر والي دې دا غږونه کړی وای، نن چې دې په خپل کور غم راغی نن دا خبرې کوې.

بیا هم ښه خبره ده چې خپله تر درد لیدلو وروسته ؛خو د جګړه ځپلو ننګرهاریانو پر حال پوهېږئ او غږ کوئ ؛خو یوازې په غږ کار نه کېږي مشره، را میدان ته شه، حل لاره ورته ولټوه. دا هر څه په خبرو پای ته نه رسېږي، عمل غواړي عمل.

خېر په هر حال، اوس ویل کېږي شېرزي خپله پرېکړه کړې چې ډېر ژر به د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د یوه نوماند په توګه خپله کاندېداتوري اعلان کړي او ننګرهار به پرېږدي ؛خو دا ډېر ژر په څه معنا ؟

شېرزی له دوه کالو راهیسې دا خبرې کوي، په همدې بهانه له ننګرهار وتی وي، کوم بل ولایت یا بهر کې په مزو چړچو سر وي، دلته د ننګرهار لپاره د رهبرۍ نشتون وي، شېرزی که وي هم ننګرهار پرې اباد نه دی او که نه وي هم ؛خو بیا هم په شتون کې یې د ننګرهار لپاره برخلیک مالوم وي.

موږ به پر یوه داسې چا څه وکړو چې د میاشتو لپاره په ولایت کې نه وي، که ګل اغا خان ولسمشرۍ ته نوماندېږي او که نه ؟ نور دې ننګرهار پرېږدي، د ده تجربې سولېدلې، کارونه یې بې خونده او کاري ډله یې د اکبر باچا د لټانو په څېر ده.

د یوه ننګرهاري په توګه خپل ولایت بې برخلیکه او بې څوکه نشم لیدائ، زما ننګرهاریو تش په نامه سیاسي مشرانو، نور وېښ شئ، دې ولس ته په رېښتونولۍ کار وکړئ چې بیا درته زما په څېر ځوان تش په نامه سیاسي مشران ونه وایي.

ولسمشره..!!

ګل اغا نه غواړو، نه غواړو، نه غواړو او بیا یې هم نه غواړو.

ننګرهاریو څو تنو مشرانو ..!!

نور بس کړئ، بس کړئ ، بس کړئ او بیا یې هم درته وایو د ننګرهار پر سر معاملې بس کړئ.
کار وکړئ، کار وکړئ، کار وکړئ نه خبرې.

(( په دې هیله چې په پورته جدي کرښو څوک خپه نشي، د یوه ننګرهاري ځوان په توګه خپل ولس ته ژاړه راځي، زه ټول هېواد ته امن غواړم ؛خو د امن کور ننګرهار په لمبو او دسیسو کې ښکېل نشم کتی.))

2 thoughts on “بې برخلیکه ننګرهاره ! – زیارخان یاد”
  1. الله ج دی پر مونږ ننګرهاریانو ورحمیږی. مونږ خو څو ځله اواز پورته کړ چی دلته دوه ټکی مهم دی. 1. هغه څوک چی ځان ته د ننګرهار مشران یا ټیکداران وایی یو یی هم د ننګرهار مشر نه دی او ټول داړه ماران او د ای اس ای په چوپړ کی دی او عجیبه خو لا داده چی د ای اس ای دا ټول اجیران د الله رحم دی له یوه بل سره وران هم دي لکه د ظاهر قدیر ډله، حضرت علي ډله، حاجی زمان ډله، ګل اغا شیرزی ډله، حزبیان او یو څه نور. لدی معلومیږی چی ای اس ای دا ټول ځانته محتاج ساتلي دی. 2. ګل اغا شیرزی که څوک هر څه وایی خو اوس د الله یو قهر دی پر ننګرهاریانو ، ننګرهار یی ټول چور کړ او اوس لګیا دی هډوکي یی شپیلوي. خو دومره به درته ووایم چی دا ځل به کرزی په انتخاباتو کی د خپل عمل ثمره وګوري او انشا الله دده د خوښی کاندید به هیڅ رایه هلته ونه ګټي. بس یوازی له یو الله ج څخه به سوال کوو چی پر مونږ ننګرهارینو ورحمیږي.
    ماته درته ټول عمر د ګلونو هار ویلی ننګرهاره + کله می پیرزو شی په بمونو ننګرهاره

  2. سلامونه هيوادوالو
    موژ افغانان په مجموع كي د الله په قهر گرفتار يو ، د گران ننگرهار كه درواغجن نشم ٩٠ په ١٠٠ كي مشران د پنجابي اي ايس اي مزدوران دي په دا ١٢كلونو كه يو كسيف گلتيز سپي چه گل آغا شيرزي شي په ننگرهار باداري كوي او د مظلومو خلكو ويني چيكي نر نشته چه پوشتنه تري وكي. هيله لرم چه نوي جوان نسل د ننگرهار پل د مزدورانو مشرانو په پل كيندي او د ننگرهار او گران افغانستان د ترقي لپاره پشي لوسي كي. او هيله ده چه هيوادوال خفه نشي زما له ليكني نه دا يو برملا حقيقت دي چه إنكار يي گناه ده. وسلام

ځواب ورکول تور جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *