ډله میرمنې ولاړې وې. چې څنګه ور نږدې شوم، یوه بوډۍ را مخې ته شوه. د تور پوړني پلو یې اچولی و. مرۍ یې ښکته او پورته کیده او بیا یې په بند بند غږ وویل: زویه! له مړي راغلو، نور مو د ګام اخیستلو وس نشته، خیر دی موږ هم ځان سره بوځه!

د موټر دروازې مې پرانیستې او بیا څلور واړه میرمنې ،چې یو کوچنی ماشوم هم ورسره و، را پورته شوې. بوډۍ را سره مخکې څوکۍ کې کښیناسته او نورې شاته.

زړې میرمنې خبرې شروع کړې:

و زویه! واړه واړه بچي ترې پاتې شول. های بسلمانه! ډیره بده ورځ وه. لکه زلزله چې وي، ټول انګړ چیغو جړقوه. واړه بچي به پلار ته راټول شول، په سینه به یې ورته منګولې ښخې کړې او بیا به موږ ترې په څه خوارۍ لرې کړل.

د بوډۍ ستونی ډک شو. یو سکوت حاکم و. یوازې د موټر د ماشین غږ اوریدل کیده. یو دم شاته سیټ کې د سلګیو غږ شو، سلګۍ ورو- ورو لوړیدې، ما ویل که امبولانس چلوم. ما ویل که جسد مې بار کړی او شاوخوا یې خواخوږي ناست دي.

یوې میرمنې، خبره را واخیسته:

وروره!

ډیر غریب دي. سپین سرې مور یې د زړه تکلیف لري. کابل ته تللې وه. د زړه عملیات یې کیده، خو له زویه خبره شوه او ځان یې را ورساوه. خدای خبر که ژوندۍ پاتې شي.

وروره! د زوی په لیدلو یې چیغه کړه، لکه تندر چې ولویږي، د ټولو غړي سست شول. د کټ پر بازو سرتوره کښیناسته او بیا له یوې زورورې چیغې سره لاندې را ولویده. بیهوښه شوه، سپینې یې وتښتیدې. ډیر ځنډ پس په هوښ شوه. لمسیان یې غیږ کې ونیول او نور یې له خولې اخ وتوخ نه وته.

ډیر ناداره وو. د خوږیاڼیو له مرکي خیلو راغلي وو. مور یې کله شفاخانو کې کار کاوه کله د خلکو کورونو کې.

مور به یې مړه شي. د مور د زړه پایپونه یې بند دي. دا غم به ونشي زغملی، یتیمان به په سپین میدان پاتې شي…

یو ځل بیا خاموشي خوره شوه، هیڅ نپوهیدم څه ووایم؟ بس لارې ته مې په ډکو سترګو کتلې او د نا لیدلي مړي او د هغې د مور تصویرونه مې د زړه سترګو ته وړاندې وړاندې کیدل.

بوډۍ، یو ځل بیا ستونی صاف کړ:

زویه! خدای دې بنده مسلمان وساتي. ډیره بده ورځ وه. ډیر سخت ساعت و. هغې غوښتل کیسه وغځوي، وچې او سپیرې شونډې یې لاړې راغلې خو غږ ترې را ونه وت. سترګې یې ډکې شوې او بیا څو څاڅکي د مخ په ګونځو کې ورغړیدل.

ستونی یې صاف کړ: خدایه تا ته مې دې توبه وي. مسکین یې پر دواړه سترګو ویشتلی و. دواړه سترګې یې نه وې. سر کې یې غټ غټ سوري وو. مور یې پرې را ټیټه شوه او چې بیا یې د زوی سترګو ته پام شو، نو چیغه یې کړه:

وه زویه! ستا له ښایسته سترګو ځار شوم، سترګې دې چا ویوړې؟ سترګې دې څه شوې؟ نو ته به ما څه ووینې؟ زه راغلې یم زویه، مور دې درنه ځار شي… بچیانو ته دې وګوره… واخ، ته به څنګه وګورې؟ ستا سترګې خو یې ویستلي کنه…

میرمنو کیسې کولې، د نن ورځې کیسې، په جلال اباد کې د شوي برید کیسې، خو نور مې غوږونو د اوریدو توان نه درلود. نوره راته لاره نه ښکاریده. پر سترګو مې توره شپه وه، ورخطا شوم ژر مې پر سترګو لاس را تیر کړ، ما ویل که زما سترګې هم وتلي، ما ویل که زه یې هم ویشتلی یم. یو وهم رانه لاسونه را تاو کړي وو. لکه یو ویرونکی خوب چې وینم.

میرمنو غږ کړ:

وروره ودریږه، همدلته کوزیږو.

هغوی ښکته شوې، خو پنډ پنډ دردونه یې پریښودل. دې برید کې خو اوه تنه لاړل، د نورو د میندو به څه حال وي؟ د نورو کورونو به څه کیسې وي؟ د نورو…

محمد نعمان دوست،

د مرغومي ۲۴مه، ( سرخط ورځپاڼه)

One thought on “بې سترګو زوی/ محمد نعمان دوست”

ځواب ورکول Wahab ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *