استاد ښکلی

د شنبې په ورځ په قلم ادبي ټولنه کې د استاد شپون په اړه غونډه جوړه وه. زه همغه خبرې دلته ليکم.

يو وخت چې پښتانه ليکوال کم وو يا پر ليک نقد د ليکوال پر شخصيت نقد ګڼل کېده او د زغم دود عام نه و؛ نو د مصلحت خبره ډېره دود وه. د ګوزارې کلچر عام و، ځکه چې موږ د خپل فرهنګ د تاريخ په منسجمولو بوخت وو او يوه هيله دا وه، چې په همغه مستقيمه کرښه لاړ شو، چې پوهان يې راته ټاکي. دا فکر دود و، چې د پښتو دا يو څو ليکوال دي، که زړه يې تور کړو؛ نو پښتو ته به څوک خدمت کوي.

استاد شپون په هغه وخت کې د دې مصلحت مخالفت وکړ او دا يې وښودله، چې په مصلحتونو باندې د فرهنګ اساس نه ايښودل کېږي، ځکه داسې بنيادونو ته ژر د تاريخ اوبه وررسي او راغورځوي يې.

تېر ژمى استاد شپون، اجمل خټک وسکونډه او له دې سره د ارواښاد اجمل خټک پلويانو د خپل تاريخ د تخريب ويره څرګنده کړه او استاد شپون هغه څه واورېدل، چې د اجمل خټک د تقريبا د يوه همزولي په توګه يې بايد نه واى اورېدلي.

همداسې يې د حکتميار صاحب په اړه خوندورې ليکنې هم حساسيتونه راوپارول.

موږ د خپل تاريخ په اړه ډېر حساس يو او له خپلو تاريخي اتلانو مو د تقدس شپول راتاو کړى دى. زموږ مشر له ښه سياستوال او مشر سره سره بايد سپېڅلى انسان هم وي؛ خو تاريخ وايي، چې هغه سياستوال او مشر چې د خپلو لارويو په ذهنونو کې د يوه مثالي کرکټر په بڼه راڅرګند شوى، ډېرې کمزورۍ لرلې. نورو ملتونو چې دا واقعيت منلى، خپل تاريخ ته له احساساتو پاک او معقول نظر کوي. استاد شپون چې د سازش والا سړى نه دى، د خپل تاريخ په اړه ايډيل تصور نه ساتي او پر خپل تاريخ انتقاد خپل حق ګڼي؛ خو دا انتقاد د طنز په خوږو او د رښتياوو په ترخو مملو وي.

د استاد دا خوى د ده په ادبي دود کې هم وينو. دا خبره به له يوې بلې زاويې نه وکړو.

د پښتو له نورو داستانونو سره د استاد د ادبي کار انفراديت په دې کې دى، چې دى له پاسه تپل شوى ادبي دود نه مني. له راروان ادبي کلچر سره مصلحت نه شي کولى. پر استاد شپون باندې يوه نيوکه دا ده، چې هر څه ليکي، انتخاب نه کوي او له همدې امله يې په ليکنو کې پېغام نه وي.

موږ د پېغام خبره ډېره اورو؛ خو د پېغام لپاره تعريف نه لرو. دومره پوهېږو، چې که ليکوال يا شاعرد ټولنې د سمون لپاره يوه مستقيمه خبره ولري؛ نو دا به پېغام وي. ښه ده، چې د صراحت لپاره ورته ټولنيز پېغام ووايو.

پخوا بالعموم ادبيات د ټولنيزو پېغامونو د ايجاد لپاره ليکل کېدل. مثلا: بزګر دى، پر هغه به خان ظلم کوي او ملا به خان ته د دې ظلم ديني جواز ورکوي. اوس که څوک د پېغام ډېر تږى وي، هغه که پر ډېران ماشوم وويني، چې کاغذونه ټولوي؛ نو د کيسې لپاره يې ښه موضوع پيدا کړه، ځکه دا زموږ غربت ته اشاره کوي.

د پېغام لپاره د ادب په ايجاد کې د تخيل پر ځاى تفکر فعال وي. که د يوه ثابت ټولنيز پېغام د اثبات لپاره د ادب د ايجاد هڅه وکړو؛ ډېر پام به مو خپل پېغام ته وي، چې څنګه يې په ښه بڼه وړاندې کړو. بيا به د کيسې د لحاظ پر ځاى د دې پېغام لحاظ ساتو. په ادبياتو کې پېغام له ادبي ماهيته نه بېلېږي او موازي سره روان وي.

استاد چې د لحاظ والا سړى نه دى، د نثر د ليکلو په وخت تخيل نيوټل کړي او له دې سره يې خاطرې د ښکلو ادبي نثرونو او کيسو جامه واغوندي.

په داسې ادبياتو کې پېغامونه خپاره واره وي، چې د ليکنې ادبي ماهيت لا پياوړى کوي. د بې تکلفه نثرونو ليکل او د ژبې استعمال د استاد مهمه مشخصه ده؛ خو په دې بې تکلفۍ کې درد وي او دا درد راته خپاره واره پټ پېغامونه لري، چې باذوقه او ځيرک لوستونکى ورته په اسانه متوجه کېږي.

ژوند همداسې د خوږو او ترخو شپو او ورځو ټولګه ده لکه د استاد نثرونه. دا نثرونه په موږ کې د زغم عادت پيدا کوي او د استاد خپله خبره ده، چې د ليکوال په توګه څه ستا مسووليت دى، هغه ووايه، ځکه دا پر تا باندې ستا د خلکو حق دى، که يې پټ کړې، له خپلو خلکو سره دې خيانت وکړ.


په تاند کې د استاد ښکلي ټولې لیکنې

2 thoughts on “بې مصلحته ليکوال/ اجمل ښکلى”
  1. سلام
    د ليک او ليکوالانو برخه به اوس پريږدو
    له بده مرغه زموږ د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په خوب ويده دى ،په پخوانيو ادارو او حکومتونو کې پښتو ټولنې يوه نمايشي بڼه درلوده نه علمي او فرهنګي، نه د پرمختګ او پياوړتيا هرڅه چې وه ديو څو نام نهاده څيرو ترمنځه لکه توپ کفکا ني ور باندې کيدله.
    کله چې دسره غوايي انډيوالان راغلل پښتو نوره هم په ذهني او عيني شرايطو کې له سترو خنډونو سره مخامخ شوه. د پښتو هغه دښمنان او ستميان چې پيښورته لاړل نو بيا ېې د ضرورت په وخت کې ډيره ښه ويله او پا ملرنه يې ورته کوله خو بياهم په دې لاره کې موږ هېڅ يو اساسي بنسټ نه درلود او نه چا په دومره مرستو کې يو فرهنګي مرکز جوړکړ
    کله چې ښاغلئ برامودين کابل ته راورسيد د ګلم جمو او شورواىى نظار چې له پياوې نه هم بدتر دي دغه للو اوپنجو بيا د پښتو لپاره د ميرې زامن شول. دغو لنډغرو د پښتو لپاره ستر جنايتونه کړي

    د چپنې او خولي ستر مکار له پښتو سره شترې محافظه کاري راپيل کړي او د هندوانو سياست يې غوره کړ د هغه له وخته نه دننه په هېوادکې او نه په هغو هېوادونوکې يو فرهنګي مرکز هم نه لري چې دوه کتابه په کې وليدل شي. پښتو په پوهه او کار باندې پرمختګ موندلي شي. تاسې وګوري چې موږ څومره ادبي غونډې لرو او په څومره اوچته سويه په دې برخه کې لاپې او شفې روانې دى خو د ژبې پياوړتيا لپاره ډير نور کارونه په کار دي چې بايد وشي او تاته ښه پته شته
    جهاني کله ناکله يوه لويه تاريخي مقاله په تاند کې خپره کړي خو داسې ښکاري چې داوسني ټولنې له ليکوالانو،شعرانو، منتقدينو، پوهانو او د ښه نيت سالمو شخصيتونو او څيرو سره هېڅ اړيکي نه لري. جهاني بايد په هره برخه کې په تيره بيا د فرهنګ په برخه کې ځوان سوچ ولري ډيرې هلې ځلې وکړي او د پښتو ژبې د علمي ودې لپاره ښه لارې چارې رامنځ ته کړي. که نه پوهېږي پوښتنه دې وکړي ستا په شان ډير نور عالمان هم شته
    نن سبا زموږ د ژبې د ناکامي او له منځه وړولو لپاره ستر قوتونه په کار لګيا دى. هغوي په ډاګه په مختلفو نومونو بادې له پښتو سره په ټکر کې ده
    په پاي کې بيد وايم چې تا ډيره ښه لکنه کړې ده دنورې بريا او ليکنو په هيله

ځواب ورکول ع..شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *