اوازه ده چې جنرال دوستم راځي او له محقق، عطانور، همایون ، ضیا مسعود ، انوارالحق احدي، ظاهر قدیر او چا او چا سره د ولسمشر په خلاف ایتلاف جوړوي.

 داسې به وګڼو چې دا اوازه رشتیا شوه خو اساسي سوال دا دی چې بیا؟

په افغانستان کې د ګڼو سیاستوالو مشکل دا دی چې د مخالفت لپاره مخالفت کوي.

 د ظاهر شاه په وخت کې به د سلطنتي نظام مخالفت کیده او بالاخره هغه نظام رانسکور شو خو داوود خان چې پنځه کاله ولسمشر و، په دې قادر نه شو چې انتخابات وکړي. وجه دا نه وه چې هغه انتخابات نه کول بلکې حقیقت دا دی چې انتخابات اسانه هم نه و. افغانستان د سولې په دوران کې د ولسي جرګې انتخابات تجربه کړي وو مګر د ولسشمري انتخابات ورته اسانه تجربه نه وه.

 د ډاکتر نجیب په دوران کې د مجاهدینو تلوسه دا وه چې نجیب ژر تر ژره نسکور کړي او شمالي ټلواله وتوانېده چې نجیب بالاخره نسکور کړي، خو بیا؟ وجه دا وه چې زموږ سیاستوالو ړنګولو ته پلان درلود مګر بیا جوړولو ته یې پلان نه درلود. جوړولو ته پلان ځکه سخته وي چې یوه ودانۍ په څو ثانیو کې ړنګېدای شي خو بیا جوړول یې میاشتې او کلونه غواړي.

 د ډاکتر غني د حکومت خلاف جوړېدونکی ایتلاف هم له ټولو قراینو ښکاري چې د غني د حکومت د ختمولو کوښښ به کوي مګر دې پوښتنې ته به ځواب نلري چې بیا؟

 اکثره صاحب نظران په جوړېدونکي ایتلاف باندې دا نیوکه کوي چې د واقعي ایتلاف بڼه به خپله نکړي، خکه ذکر شوی هر شخصیت خپله شخصي اجندا لري. مثلا عطا محمد نور له ولایته لرې شوی دی او له غني او عبدالله سره مخالفت کوي او ډاکتر احدي وایي چې انتخاباتو کې یې د غني حمایت کاوه نو باید وزارت ورکړ شوی وای. ظاهر قدیر به شاید په ننګرهار کې ځينې امتیازات غواړي او ضیا مسعود هم خپلې غوښتنې لري.

 خو که داسې وګڼو چې دغو کسانو واقعي ایتلاف وکړ، یعنې یو مشر یې وټاکه او هغه کس یې واقعا د خپل مشر په توګه ومانه، بیا به څه وشي؟

 د دغو کسانو او ګڼو نورو افغان سیاستوالو ستونزه دا ده چې د هیواد د ستونزو لپاره واقعي پلان او پروګرام نلري. البته، په سیاستوالو کې فرق دی. مثلا ګلبدین حکمتیار تر ډیره د پلان او پروګرام سړی دی. البته، دا بیله خبره ده چې ډیر ځله یې د پلانونو  د عملي کیدو امکان کم وي، مګر په هر حال په موضوعاتو معمولا غور کوي او یوه حل لاره ورته راباسي. خو برعکس، زموږ اکثره سیاستوال صرف سبا ویني او بل سبا نه ویني.

 څو ورځې له مخه ګڼو ګوندونو وویل چې د انتخاباتو روان بهیر دې په ټپه ودریږي او چارې دې له سره پیل شي. د شفافیت لپاره خو د دوی وړاندیز منطقي وو مګر هغه اداره چې په څو کلونو کې یې د خپلو پولیسو د بایومتریک کار نه دی تر سره کړی، کولای شي چې په څو میاشتو کې د میلیونونو کسانو د بایومتریک کار پای ته ورسوي؟ له بلې خوا همدا د تذکرو او سيټکرو خبره خو تیر کال له اوږدو مشورو وروسته سره غوټه شوه، نو که دا طریقه ډیره بده وای، تیر کال یې باید مخالفت شوی وای؟ او لا مهمه دا چې د جنګ او بحران په حالت کې خو په هیڅ وجه دلخواه انتخابات نه کیږي. نو چې حقایق داسې دي بیا د خیالي حل لارو وړاندې کولو ته څه اړتیا ده.

 که راشو بیرته جوړېدونکي احتمالي ایتلاف ته، نو باید ووایو چې د ایتلاف هر شریک خپل بیل او تقریبا شخصي مقصدونه لري او په دې یې غور نه دی کړی چې د ملت اساسي ستونزې لکه د بیوزلۍ له موضوع، د سولې  له موضوع او له نړیوالو سره د روابطو له  موضوع سره به څنګه چلند کوي؟

 زه دا نه وایم چې زموږ حکومت سپین باز دی او عیبونه نلري. عیبونه یې کم نه بلکې زیات دي، مګر د حکومت د تضعیف لپاره هر اقدام ملت او مملکت کمزوری کوي. هسې هم د ولسمشرۍ انتخاباتو ته څو میاشتې پاتې دي. پکار دا ده چې هر ګوند او هر سیاستوال د حکومت د کمزوري کولو په ځای د عادلانه انتخاباتو د تر سره کولو لپاره د حکومت ملاتړ وکړي. اوس که فرضا د ذکر شویو ښاغلیو د ایتلاف په مټ د قیصاري غوندې غیرمسوول وسله وال له بندونو راخلاص شي، ایا دا به له عادلانه انتخاباتو سره مرسته وکړي او که به د قانون حاکمیت نور هم کمزوری کړي؟

2 thoughts on “بې هدفه اپوزیسیون | شفیق اندړ”
  1. زموږ دا وروڼه هر یو یی مرض او غرض لری ، ای کاش کمیسیون انتخابات یا یوه بله با صلاحیته معیاری اداره وای چی کاندیدان او احزاب یی ارزیابی کولی او کارآمد رجال او احزابو ته یی د کار اجازه ورکولی
    زموږ ملت دی زیر شی پداسی حال کی دا خلک ځان مطرح کوی چی هر یو یی اوهم حزب رول یی افغانی قضایاوو کی اظهر من الشمس دی او همدا سوابق او موجوده حالت یی افغانانو ته مفید نه بلکی هغه د کرزی ، سقاوو ، د فاطمیون د ملیشو قرار دادی ، دملت لپاره استخدام شوی قاتله او جنایتکاره ملیشه ، د جهاد په نامه میلیاردر باغی جاهل ،غل او قاتل او هغه چی باید ذیربط مراقبو او ارزوونکو ادارو ددوی نوملړ او حتی احزاب یی( چی وزارت عدلیه کی رسمیت لری او ۹۰٪ ارکان یی غله او د جنایاتو سابقه او دوسیی لری) د انتخاباتو نه یوه یا څو دوری محروم شوی وای تر څو غنی او د افغان اصیلو مؤمنو بچیانو ددوی کثیرالابعاد لوث بیا خصوصا د خادم المفسدین ۱۴ کلنه دوره چی مرداری یی ډیره غلیظه او متعفنه ده پاکه کړی وای ، اکثریت د دوی ۱۵-۳۰ کاله د ملی او اسلامی ګټو خلاف ژوند او حکومت کړی چی همدا جرمی سوابق ، دوی ته حق نه ورکوی چی بیا ،مومن ملت ورباندی اعتماد وکړی
    مګر سوال دا دی چی دا ملوث ، متعفن او د ملی او اسلامی ګټو ضد آفتابی عناصر او احزاب ولی قانون او عدالت ته نه سپارل کیږی تر څو ملت آرام او فساد عقیم شی
    بیاهم لازمی به دا وی که تر یوی میاشتی ، ذیربط ارګانونه دا مفسدین او جنایت پیشه احزاب یا سیاسی فاحشی ، عقیم کولی نشی نو بیا مؤمن حکام مسؤلیت لری چی کارآمد ،شجاع او ملی او اسلامی ګټو ته متعهد رجالو ته صلاحیت ورکړی چی دا فاجعه زایی او سیاسی فحاشی ته د پای ټکی کیږدی

  2. سلام
    یو شمیر خلک د افغانستان پہ کرکیچ او بحران کی ملامتی پہ بل چا اچوی ۔ یوہ دلہ بیا وایی چی جگرہ استخباراتی دہ بل گروپ وایی داد بھر نیو ھیوادونو لاس وھنی او دسیسی دی د ولسی چرگی چرگان بل دول ناری وھی آفرین دی پہ دی ہاکہ خاورہ وی چی لاھم امانتہ پاتی دہ
    دا چی پہ کتار کی ناست دی او دوہ دوری دکرزی پہ منحوس ادارہ کی دیر بی وختہ آللو للو شول دا کار خو بل چا نہ دی کری ھمدی بی سیاستو د ھیواد لہ ملی حاکمیت سرہ ستر خیانت وکر چی ر افغانستان اکٹریت یی دبن پہ معاھدی او معاملے کی بی برخی کرل
    لندہ لار یی پہ او زدہ مزلہ بدلہ کرہ دعا د خہ لپارہ ؟ د خدای (ج)اود رسول اکرم (ص)غوشتنہ خو دیرہ پخوا د سولی ، عدالت ، انصاف او مساوات پہ ھکلہ ھیخ دول مشکل نہ لری کوم عقل کوم حق صلاح الدین تہ دبھرنیو چارو وزیر اجازت ورکوی پلار یی دکابل اوسیدونکئ ختم کرل جکومت چند گانہ دا فغانستان لہ کمونستانو بدتر تور دی داتور بہ خنگہ د افغانستان مجاھد ولس لہ یادہ باسی11

ځواب ورکول ع شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *