نصیر احمد احمدي

ماشوم په ژړا له کوټې ووت، په خاور کې کېناست، خپلو لوڅو پښو ته يې وکتل، د ښۍ پښې پر بټه چاودې ګوته يې، شين غټ مچ ناست و.

ماشوم پښه وخوځوله، مچ په لښتي کې شنو، بويناکه  اوبو ته ورغی.

 د ماشوم پر اوږه لاس ولګېد، ور ويې کتل، چيغه يې کړه:

_نه يې غواړم!

يوه ډنګره ښځه يې تر څنګ کېناسته، د هلک سر يې پر خپل ټټر پورې ولګاوه، په خواره خوله يې وويل:

_سمه ده زويه، زه به مو سره جوړ کړم.

 دواړه کوټې ته ننوتل، ښځې وويل:

_هلی نو! ټول  بوټونه دلته  راوړئ!

يودم چيغې شوې، پر زاړه صندوق ناستې کوچينۍ نجلۍ په خټو لړلي، غټ   خړ کرمچ  بوټونه په خپل ټټر پورې ټينګ ونيول، تر هغې ور هاخوا يوه بل ډنګر کوچيني هلک هم  ژړل.

ښځې وويل:

_راځئ! له سره به يې ووېشو!

نجلی دروازې ته منډه کړه، خو ښځې وار ړومبی کړ، نجلۍ يې تر مټ ونيوله، درې سره يې پر پلاستيکي فرش کېنول.

تر څه وخته له ژړا سره د ماشومانو د پزو د کشېدو غږونه هم  اورېدل کېدل، بيا ټول غلي شول.

ښځې په خټو لړلی  خړ کرمچ  له زاړه پلاستيکي فرشه ور پورته کړ، ورو يې وويل:

_جوړه يې چېرته  ده؟

ماشومانو په سرو سترګو ورته کتل.

ښځې وويل:

_هوسۍ! بوټ راکړه.

نجلۍ دواړه لاسونه شاته نيولې وو.

ښځې لاس ور وغځاوه او د نجلۍ له ګوتو يې په خټو لړلی غټ کرمچ  و ايست.

د نجلۍ شونډې وځړېدې، خو ويې نه ژړل.

 ښځې ورو  وويل:

_ښه! کبيره! ستا کومه جوړه خوښه ده؟

ډنګر هلک په خټو لړلی خړ کرمچ  ور پورته کړل.

 د يونس له خولې چيغه راووته!

_والله که يې ستا پلار رانه يوسي. دا ما خوښ کړي دي.

يودم پر ډنګر هلک ور پرېووت او د هغه مخ ته يې سوکان ونيول. ښځې دواړه سره بېل کړل.

 ورو  يې وويل:

_يونسه  زويه، پلار ته دې مه تېرېږه، له مړو څه غواړې!

يونس په غوسه وويل:

_خو خړ کرمچ زما دي!

ډنګر هلک غريو واخيست.

ښځې په بېړه وويل:

_سمه ده کبيره ، مه ژاړه. يوه چاره به پيدا کم.

غلې شوه، ورو يې وويل:

_ګوره يونسه، خړ کرمچ ستا تر پښو لوی دي،  کبير  ورور ته دي يې ورکړه، بېګاه يې هم تبه وه، وبال لري.

يونس په غوسه وويل:

_خړ کرمچ يوه پينه لري، خو د تورو بوټونو له پينو وار نه کېږي، د هغه بلې جوړې خو هسي هم تلي نشته.

نجلۍ خړو کرمچو ته لاس ور وغځاوه، له اخ سره يې چيغه کړه!

ښځې لاس پورته کړ، يونس  دواړه لاسونه خپل مخ ته ونيول.

 ښځې چيغه کړه!

_څوک خپلې خور ته داسې چونډۍ ور لګوي!

بېرته غلې کېناسته.

وړه نجلۍ ور مخته شوه، خپل سر يې د ښځې پر ځنګانه ولګاوه، په غريو کې يې وويل:

_ادې! ماته نور بوټونه  راوړې!

ښځې د هغې په ببرو څڼو کې خپلې ډنګرې ګوتې تېرې کړې. يوه شېبه غلې وه،  بيا  ورو ولاړه شوه، وره ته نږدې پرته زړه چادري يې پر سر سمه کړه، سوړ اسويلی يې وايست:

_سره ونه خوری، لږ ناوخته راځم.

نجلۍ وويل:

_څه کوې!

ښځه غريو واخيسته:

په کورونو ګرځم، کېدای شي چې يو څه نوي بوټ پيدا کړم.

يونس  په خبره کې ور ولوېد:

_نو ولې ناوخته راځې؟

_مخکې تر غرمې مې نږدې کورونه راوغوښتل، يوې زړې ښځې په پلاستيک کې بيګانۍ وريجې راته واچولې، همدا درې جوړې بوټونه يې هم راکړل، خو  بيا هماغو کورونو ته نه شم ورتلای، نورې کوڅې به پسې غواړم.

دا يې وويل او له کوټې ووته.

نجلۍ پسې غږ کړل:

_ادې !  دا ځل  داسې بوټونه راوړه چې پينه ونه لري.

(پای)

١٣٩٢ ل کال، د سنبلې اوه ويشتمه

8 thoughts on “بې پينې بوټونه / لنډه کيسه : نصيراحمد احمدي”
  1. احمدي صیب په قلم دې برکت شه، د ټولنې يو ډېر په زړه پورې انځور دی. زموږ د ټولنې اوس ډېره برخه خلک په همداسې حالاتو اخته دي، جګړې هره ورځ پلارونه اخلي او اولادونه يتيمان کېږي. الله دې داسې ورځ راولي چې په يوه مياشت کې هم د وژنې خبر وانه ورو.
    بيا هم مننه ګرانه

  2. ډیره په زړه پورې کیسه وه،احمدي صيب ته دې الله ج اوږد عمر ورکړي همېشه يې په زړه پورې کیسې لولم.

  3. احمدی صیب الله دی تاسو راته ژوندی لری موژپه تاسو فخر کوو ستا قلم دی الله نه خالی کوی
    امین

  4. احمدی صیب!
    ستاسو دغه کیسې وژړولم، په دې شپه کې چې یوازې هم یم د تراژیدۍ دغه انځور ته مې خپلې اوښکې تمې نکړای شوې

  5. احمدي صیب، د تل په څیر دا کیسه دي هم ډیره په زړه پورې او د ټولنې دردونه په ښه توګه پکي بیان شوی دی. الله تعالي دی قلم تاند لره.

ځواب ورکول نصرت صميم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *